له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه شریک شول
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په ۱۱مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اتمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه شریک شول.
دغه لومړیتوبونه د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي سیستم د فعالولو او پراختیا، د شینکوریزو ګازونو د موجودیت او خپرېدنې د معلوماتو ثبت او نوي کولو، د اقلیم د زیان ارزونې، د چاپېریال ساتنې د څېړنیزو فارمونو جوړولو، د نیالګیو کېنولو او د شنو سیمو د پراختیا، د هایدرو کاربونونو د موجودیت او خپرېدنې د معلوماتو راټولولو، د اوزون طبقې د تخریبوونکو موادو د راپور ورکوونکي سیستم د پیاوړي کولو او څارنې او یوشمېر نورو برخو اړوند وو، څو د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې برابرې او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاستالوزراء له اقتصادي معاونیت او چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري د لومړیتوبونو شریکولو برنامه وستایله. هغوی په دې برخه کې همکاري او همغږي اړینه وبلله او څرګنده یې کړه چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.
