جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د خصوصي سکټور له لوري د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د یوه درې پوړیز سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه. له هر اړخیز بحث وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه. دغه راز، غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د ساري ناروغیو د معاینې او تشخیص د لابراتوارونو د جوړولو طرحه هم د بحث له پاره وړاندې شوه. له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د عامې روغتیا وزارت دې د طرحې ټول اړخونه وارزوي او په دې اړه دې خپل راپور د پانګونې له بین الوزارتي کمیټې سره شریک کړي.
