ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه پرانیستل شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۲۸
آغاجان بند

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۷مه نېټه په ارزګان کې د آغاجان بند د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه رسماً پیل شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال په اوسني شرایطو کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه، د دغې پروژې پلي کول یې د اوبو مدیریت، کرنې او د اقتصاد د پرمختګ لپاره ارزښتمن ګام وباله.

د دې بند د سروې او ډیزاین چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل او چارې به یې پر ټاکلي وخت پای ته ورسیږي.

د اغاجان بند پروژه د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د موسمي سېلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچېنو د تقویې لپاره تطبیق کیږي.  دغه بند څه د پاسه د ۷۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې ۷ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

د یادولو وړ ده چې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۵مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په زابل ولایت کې عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت میاشتنۍ (ابادي) یوولسمه ګڼه چاپ شوه

په دې ګڼه کې د اقتصادي معاونیت له لوري په بېلابېلو برخو کې د ترسره شوو فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره شوي. ابادي میاشتنۍ د موضوعاتو له مخې اساساً څلور برخې لري. په لومړۍ برخه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۴۲
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۹مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبیکستاني کمپنۍ ترمنځ د شاوخوا یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۸:۳۲
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل پرانیسته وشوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۷مه نېټه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵. . .

BACK TO NEWS