اقتصادي کمېسیون؛ له MCC چينايي کمپنۍ سره دې د مس عینک کان د تړون تخنیکي اړخونه و ارزول شي

نېټه: 2022 كال، مې 23مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پترولیم وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، ښارجوړونې وزارت او د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله څو د مس عینک کان د استخراج په اړه له MCC چینايي کمپنۍ سره د شوي قرارداد تخنیکي اړخونه په پوره جزئیاتو سره تحلیل او یاد کمېسیون ته دې خپل راپور وړاندې کړي.

پر افغانستان د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو راپدېخوا یاده چینايي کمپنۍ په هغه قرارداد کې تعدیل راوستل غواړي چې د کابل تېرې ادارې له لوري ورسره شوی و. دوی وايي، هغه وخت د مس عینک د استخراج لپاره دوی ته چینايي بانکونو قرض پيسې ورکولې، چې اوس یاد بانکونه ترې انکار کوي.

د MCC کمپنۍ د مسؤلینو په خبره، د دغه حالت په رامنځته کېدو دوی اړ دي چې په یاد قرارداد کې تعدیل راوستل شي.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون یوې کمېټې ته دنده وسپارله څو هغو تعدیلاتو ته په کتو چې چینايي لوری یې راوستل غواړي، د دغه قرارداد ټول اړخونه و ارزوي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د افغانستان برښنا شرکت ته اجازه ورکړل شوه، څو له قراردادي شرکتونو سره د برښنا شرکت د غیر اختیاري پروژو شوي قراردادونه فسخه، تجهیزات دې ترې تسلیم او پوره حفاظت یې دې وکړل شي.

یاد کمېسیون همدارنګه د «ابونصر فراهي» سوداګریز بندر د نړیوال کېدو په موخه کرنې وزارت، د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د یادې موضوع په اړه تخنیکي بحثونه او څېړنې ترسره او راپور یې دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

ابو نصر فراهي د افغانستان یو له هغو بندرونو دی چې ډېره سوداګري پرې کېږي او په زرګونو خلک پکې پر کار مصروف دي. له څه وخت راهیسې د اسلامي امارت له لوري په یاد بندر ترانشیټ هم بند شوی دی.