اقتصادي کمېسیون؛ کانونو وزارت دې د غوریانو د اوسپنې او تولک د سرپو کان استخراج په قرارداد ورکړي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۵:۳
Ghorian

نېټه: د 2022 کال د اپریل 9مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پترولیم وزارت ته د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان او غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د اکتشاف او استخراج د ترسره کېدو په موخه د قرارداد اجازه ورکړه. همدارنګه اقتصادي کمېسیون د تولیدي فابریکو او شرکتونو د کاري ستونزو د خنډ او ځنډ په موخه اړوندو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه، څو د یادو فابریکو او شرکتونو ستونزې په وخت او پرته له کوم ځنډ حل کړي.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه په کور دننه د مالګې د تولید په برخه کې شته ستونزو او د خلکو اړتیا ته په کتو، د کانونو او پترولیم وزارت ته لارښوونه وکړه، څو د مالګې کانونه د مالګې د تولید او تصفیې په موخه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS