اقتصادي کمېسیون هیواد ته د واردېدونکو توکو د کیفیت د کنټرول لپاره اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارله

نېټه: د 2022 کال د فبروري 20مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لپاره اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله، څو په دغه برخه کې مؤثر ګامونه واخلي.

دا هڅه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان ته واردېدونکي خوراکي توکي او درمل یې نږدې ۹۰ سلنه په معیاري سټنډرډ نه دي برابر.

د سټنډرډ ملي ادارې رئیس مفتي حامد وايي، چې د دغه توکو په ترکیب تر ډېره هغه توکي شامل دي چې د انسان بدن ته تاوان رسوي. نوموړی وايي، زموږ د ټسټونو او لابراتوارونو له مخې افغانستان ته واردېدونکو خوراکي توکو او درملو په ترکیب تر ډېره نشه‌يي توکي، مضر ترکیبات او ان د درملو په ترکیب کې د ښیښې ذرات هم لیدل شوي.

د محترم ملا صاحب په مشرۍ اقتصادي کمېسیون همدا راز پرېکړه وکړه، چې هیواد ته د واردېدونکو نفتي موادو او مایع ګاز د کیفیت او قېمتونو د کنټرول لپاره باید «د نفتي موادو او مایع ګاز دولتي شرکت»، مربوطه وزارتونو او سټنډرډ ملي ادارې لخوا یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو په دې سره هم په معیار برابر واردېدونکي نفتي مواد او مایع ګاز ولرو او همدارنګه بازار ته په کتو قېمتونه کنټرول کړل شي.

د نفتي موادو او مایع ګاز دولتي شرکت وايي، ډېری نفتي مواد او مایع ګاز د خصوصي سکټور لخوا د سټنډرډ په پام کې نه نیولو سره هیواد ته واردېږي، چې ټول تاوان یې بیا ولس ته رسېږي.

 همدارنګه د اقتصادي کمېسیون لخوا هغه وړاندیز هم تائید شو چې له مخې به یې ترانسپورټي اتحادیې شرکتونو ته اړول کېږي، چې په دې سره به دولت ته یوڅه اندازه عواید هم جمعه کېږي.