د آمو سیند نفتي حوزې استخراج او پروسس ته کتنه

لیکوال: امان‌الله حنیفي

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اټکلونو او ځینو ترسره شوو څېړنو له مخې د شاوخوا درې ټرېلیون ډالرو په ارزښت تر ځمکه لاندې طبیعي زېرمې لري. افغانستان پر نورو ډېرو با ارزښته زېرمو سربېره د نفتو او طبیعي ګازو لویې زېرمې هم لري چې د آمو سیند د نفتو حوزه، افغان- تاجک، کشکک، کټواز، هلمند او هرات د نفتو حوزې یې لویې او کشف شوې هغه دي. د یادو حوزو له ډلې بیا تر ټولو لویه او مهمه یې د آمو سیند د نفتو حوزه ده، چې د نړۍ د ۱۵۲ لویو نفتي حوزو په کتار کې ۱۵م ځای لري.

د معلوماتو له مخې، که د آمو سیند د نفتو حوزه په ښه ډول استخراج شي، د افغانستان د نفتو ۵۰ سلنه اړتیا پوره کولی شي. خو دا چې د نفتو دغه لویه حوزه تر اوسه ولې نه ده استخراج شوې؟ د استخراج پر وړاندې یې کوم خنډونه موجود وو؟ له استخراج سره به یې افغان دولت څومره عاید ترلاسه کړي؟ اسلامي امارت یې استخراج پيل کړی؟ دا او دې ته ورته پوښتنو ته په دې مقاله کې ځواب وایو.

د آمو سیند نفتي حوزه د افغانستان د پنځو لویو نفتي حوزو له ډلې هغه حوزه ده چې د ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت په درلودو سره په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې موقعیت لري. د دې نفتي حوزې په اړه ویل کېږي چې ۱۵ ټرېلیون مترمکعب زېرمه لري، چې په دې سره د نړۍ د ۱۵۲ لویو نفتي زېرمو په کتار کې ۱۵م ځای خپلوي. د نفتو د دغه لویې حوزې څېړنې د لومړي ځل لپاره له نن شاوخوا ۵۰ کاله مخکې د سویډني متخصصانو لخوا ترسره شوې. سویډني متخصصانو ویلي چې په افغانستان کې دا دې نفتو تر ټولو لویه حوزه ده چې نږدې ۸۷ میلیون بېرله نفت لري.

له څېړنو او اکتشاف وروسته د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له CNPC چینايي شرکت سره د آمو سیند نفتي حوزې د استخراج قرارداد لاسلیک شو. د قرارداد له مخې به د چین د ګاز او نفتو دولتي شرکت د ۲۵ کلونو لپاره استخراج کوي، چې په لومړي ځل په درېیو کلونو کې ۵۴۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي. د دغه قرارداد له مخې به افغان لوري ته ۷۰ سلنه خالصه ګټه ورکول کېږي، شرکت به د افغانستان د مالیاتي قانون پر اساس مالیې وزارت ته مالیه او پر دې سربېره د ودانیو کرایه هم ورکوي. خو د کابل په تېره اداره کې د فاسدو چارواکو او محلي زورواکانو د دغه استخراج مخه ونیوه او غوښتنه یې دا وه چې دوی ته یې د عایداتو زیاته برخه ورکړل شي.

نه یوازې دا چې له چینايي شرکت سره د شوي قرارداد له مخې افغانستان ته د عوایدو یوه ښه سرچینه پيدا نشوه، بلکې یاد قرارداد عملي نشو. د قرارداد د نه عملي کېدو یوازینی لامل هم د کابل تېره فاسده او بې ظرفیته اداره وه چې د وطن آبادۍ او د افغانانو هوساینې ورته هېڅ ارزښت نه درلود. په هغه اداره کې ټولو چارواکو یوازې خپل جیب ته کار کاوه او چې شخصي ګټه به یې نه وه، د وطن د آبادۍ خبره ورته هسې بابیزه ښکارېده.

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د لومړي ځل لپاره د افغانستان ټول کانونه او تر ځمکه لاندې زېرمې د حکومت په کنټرول کې راغلې او د مسلکي کیندنې او استخراج هڅې یې وشوې. اسلامي امارت د کانونو د مسلکي استخراج لپاره لومړی د غیر قانوني کیندنو مخنیوی وکړ. د افغانستان د کانونو په اړه چې هر وخت بحث کېږي، تر ټولو لومړی دا نیوکه کېږي چې استخراج یې د مسلکي او تخصصي کسانو له لوري نه ترسره کېږي؛ خو له هغه ورځې راپدېخوا چې اسلامي امارت د کانونو استخراج پيل کړی، ټوله هڅه یې دا ده چې استخراج په مسلکي او تخصصي بڼه ترسره کړي. په دغه برخه کې نه یوازې افغان متخصصانو او مسلکي کادرونو ته لومړیتوب ورکړل شوی؛ بلکې د اړتیا پر مهال او د لویو کانونو په استخراج کې له افغانانو سره په ګډه معتبرو بهرنیو کمپنیو او شرکتونو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

د لویو کانونو له ډلې د آمو سیند نفتي حوزې له څاګانو څخه د نفتو را ایستلو قرارداد د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د CPEIC په نوم چینايي شرکت سره لاسلیک شو. د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت په یو کال کې تر ۱۵۰ میلیون ډالرو پانګونه کوي، چې په ۳ کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته لوړیږي. د قرارداد له مخې به اسلامي امارت ۲۰ سلنه شریک وي چې دا سهم او اندازه به تر ۷۵ سلنې پورې پورته کیږي. له چینايي شرکت څخه ژمنه اخیستل شوې ده، چې که تر یو کال پورې عملي کار پيل نه کړي، قرارداد به په اتومات ډول فسخه کېږي.

د آمو سیند نفتي حوزه کې اوسمهال ۲۱ څاګانې وهل شوې دي، چې څو ورځې وړاندې د افچین په نوم چینايي شرکت سره یې د ۲۱مې شمېرې څاه د نفتو ایستلو او د افغانستان دننه یې د پروسس قرارداد لاسلیک شو. د دغه قرارداد له مخې چینايي شرکت مکلف دی چې په لومړي ازمایښتي کال کې نږدې ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي. د آمو سیند نفتي حوزې ۲۱مه شمېرې څاه څخه په ورځني ډول سل ټنه نفت استخراجېږي چې پروسس به یې د افغانستان دننه ترسره کېږي.

د قرارداد له مخې به د افچین په نوم شرکت په درې کلنه اکتشافي موده کې په سیمه کې په ۳۰۰ کیلومتره مربع ساحه کې لس نورې څاګانې باسي او په یوه کلنه ازمایښتې موده کې به یې شپږ استخراج ته چمتو کوي. له دې لارې به د افغانستان اسلامي امارت ته په کلني ډول په سلګونو میلیونو افغانۍ عواید ترلاسه کېږي، چې له عوایدو به یې د هېواد په بیارغونه، د اقتصادي پروژو په تمویل او اقتصادي خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې استفاده کېږي.