د ا.ا.ا له لوري پیل شوې زېربنایي پروژې او وروستي کاري پرمختګونه
لیکوال: احمدشاه راشد
مقدمه
د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په بېمخینې ډول د هېواد په کچه لویې زېربنایي پروژې پیل شوې دي. په هلمند کې د کجکي بند د دوهم فاز جوړول و چې له کلونو یې کارونه پیل شوي، خو د فساد او نه مدیریت له امله یې کارونه نیمګړي پاتې و. د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره یې کارونه چټګ، د ۱۱ میاشتو په جریان کې یې کارونه تکمیل او د ۱۴۰۱ لمریز کال د اسد میاشتې په ۵ مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغې پروژې په پلي کېدو سره د کجکي بند د برښنا ظرفیت له ۵۱ څخه ۱۵۱میګاواټو ته لوړ شوی او پر هلمند سربېره کندهار ته هم برېښنا ورکوي. د کجکي بند د دوهم فاز له پرانیستلو وروسته، د کمال خان بند د پاتې کارونو او د پراختیا هوکړهلیک هم له ملي پراختیا شرکت سره لاسلیک شو. د دغه هوکړهلیک له مخې به ملي پراختیا شرکت د کمال خان بند پاتې کارونه د روان لمریز کال په جریان کې بشپړوي. همدا ډول د فراه بخش آباد بند د پاتې چارو بشپړېدو ته د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی او په نېږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې شي. دا چې زموږ په هېواد کې د لویو زېربنایي پروژو جوړولو ته څومره اړتیا ده؟ څرنګه کولای شو چې په زېربنایي پروژو کې کورني او بهرني پانګوال پانګونې ته وهڅوو او دغه بنسټیزې پروژې زموږ پر اقتصاد څومره اغېزې ښندي؟ په دې لیکنه کې پرې بحث شوی دی.
په افغانستان کې د لویو زېربنایي پروژو اړتیا
افغانستان چې د نړۍ د درېیمه درجه هېوادونو په کتار کې راځي د لویو زېربنایي پروژو جوړولو اړتیا تر بل هر وخت زیاته په کې محسوسېږي. عوامل یې واضح دي، د تېرو څو لسیزو له امله د بهرنیو اشغالګرو مداخلې، جګړې، اداري فساد او د سالم مدیریت نشتون هغه عوامل وو چې افغانستان یې خپل ستراتېژیک موقعیت ته په کتو او د پرېمانه طبیعي زېرمو په درلودو سره بیا هم د نړۍ غریبو او وروسته پاتې هېوادونو په کتار کې درولی دی. د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ په غوره کولو سره هوډ لري چې د هېواد له ستراتېژیک موقعیت او له طبیعي سرچینو څخه د ښې استفادې او درست مدیریت پر مټ د هېواد په آبادۍ کې ترې ګټه واخلي.کورنۍ او بهرنۍ پانګونې او د کانونو کیندنې ته یې په مسلکي او معیاري ډول زمینه برابره کړې، د اوبو مدیریت، انرژۍ تولید، لویو لارو بیارغونه او د سیمهییز اتصال په برخه کې یې هڅې ګړندۍ کړې دي چې ښه مثال یې د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټ زیاتوالی، سویلي اسیا ته د افغانستان له خاورې د مرکزي اسیا د ګاز او برېښنا انتقالېدو پیلېدل دي.
په هېواد کې پیل شوې لویې زېربنایي پروژې
۱- د قوشتېپې کانال پروژه: د هېواد په شمال کې د سلګونو زره هکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره پلان شوې ده، عملي چارې یې د ۱۴۰۱لمریز کال په لومړیو کې پیل شوې دي. د قوشتېپې کانال پروژه چې د هېواد په سطحه یوه له ملي او حیاتي پروژو څخه بلل کېږي، د بلخ ولایت له کلدارې ولسوالۍ پیل شوې او د جوزجان ولایت څخه په تېرېدو د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې غځیږي. ټولټال اوږدوالی یې ۲۸۵ کیلومترو ته رسېږي، عرض یې ۱۵۲ متره دی او ژوروالی یې له ۸.۵څخه تر ۱۲.۵مترو پورې دی. په درېیو فازونو کې ډیزاین شوې او کارونه یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پر مخ بېول کېږي. د لومړي فاز چارې به یې په نېږدې راتلونکي کې بشپړې شي. زرګونو کسانو ته د کاري زمینې برابرولو ترڅنګ زرګونه ماشینري هم پکې مصروف ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرنې وړ ځمکه ۹.۶۱مېلیون هکتاره ده چې دا بیا د افغانستان د ټولې ځمکې ۱۴.۷۳ سلنه جوړوي. د افغانستان له دغه کرنېوړ ځمکې څخه، یوازې شاوخوا ۵.۳۲۴ مېلیونه هکتاره ځمکه کرل کېږي او پاتې ۴.۲۸۶ مېلیونه هکتاره د کرنېوړ ځمکه همداسې پاتې ده. دا چې په افغانستان کې د کرنېوړ ځمکې څخه ۴.۲۸ مېلیونه هکتاره ځمکه همداسې شاړه پاتې کېږي، یو عمده لامل یې د اوبو کمښت دی چې د دې کانال په جوړېدو او په دې برخه کې د نورو زېربنایي پروژو په پیل او جوړېدو سره به دې ستونزې ته هم د پای ټکی کېښودل شي.
۲- د کجکې د دوهم فاز پرانیسته: د دې پروژې په پرانیستلو سره د کجکي برېښنا ظرفیت له ۵۱ مېګاواټو څخه ۱۵۱ مېګاواټو ته لوړ شو چې د هلمند سربېره کندهار ته هم برېښنا ورکوي. د افغانستان اسلامي امارت په کور دننه برېښنا تولید لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي چې د کجکي بند د دوهم فاز په ګټې اخیستنې سربېره په جوزجان ولایت کې له طبیعي ګاز څخه د برېښنا تولید لپاره د کار پیل، همدارنګه په هرات ولایت کې د باد له انرژۍ څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید او دېته ورته نورو برخو کې د برېښنا تولید یې له لومړیتوبونو څخه دي. د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۱مه نېټه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ نمانځلو په مناسبت د کابل نړیوال نندارتون پرانیست غونډه کې وویل: له همدې ځایه ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته زېری ورکوم چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان واوسو. اوسمهال افغانستان د خپلې اړتيا وړ يوازې ۲۰ سلنه برېښنا په هېواد کې دننه تولیدوي او ۸۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي. په دې توګه هر کال سلګونه ميلیون ډالره د برېښنا پر واردولو لګول کېږي. دا په داسې حال کې چې افغانستان په خپله د برېښنا تولیدولو ډېر فرصتونه او وړتیاوې لري چې د برېښنا تولید مجموعي ظرفیت یې له ۳۰۰ زره میګاواټه زیات دی. ۲۲۲زره میګاواټه یې لمریزه، ۶۶ زره میګاواټه یې بادي، ۲۳زره میګاواټه یې د آبي او ۴زره میګاواټه یې بیوماس برېښنا ده، له اوبو څخه د برېښنا تولیدولو یوه بله ګټه د اوبو د زېرمه کولو هم ده چې پورته ورته اشاره وشوه.
۳- د لویو بندونو (کمال خان، شاه و عروس، پاشدان او بخش آباد) تکميلول: د کمال خان بند پاتې چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې شي. د چارو په بشپړېدو سره به ۵۲ مېلیون مترمکعب اوبه زېرمه، ۱۷۴۰۰۰زره هکتاره ځمکه به خړوبه او شاوخوا ۹مېګاواټه برېښنا به تولید کړي. همدارنګه د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس، د لغمان شاهي کانال او د سروبي ۲ برېښنا بند ابتدایي سروې هم پیل شوې ده. د شاه و عروس بند پاتې چارې هم پیل شوې او په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې بند په جوړېدو سره به په کلني ډول د کابل ښار لپاره ۵ ميلیون مترمکعب د څښاک اوبه برابرې شي، ۲۷۰۰هکتاره کرنیزې ځمکې به خړوبې او ۱.۲ میګاواټه برېښنا به تولید کړي. د بخش آباد بند پاتې چارو لومړني کارونه هم پیل شوي دي چې په بشپړېدو سره به یې په کلني ډول ۱۳۶۰ مېلیون متر مکعب اوبه زېرمه شي، تر ۱۰۰ زره هکتاره د زیاتو شاړو دښتو او ځمکو د خړوبولو وړتیا لري، ۲۷ مېګاواټه برېښنا تولیدوي. دغه بند به تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې تغذیه کړي او د سیلابونو په کنټرول او سطحي اوبو په مدیریت کې ارزښتناک رول درلودای شي.
۴- په پیروزي ښارګوټي کې د صنعتي پارک جوړول: د ۱۴۰۱لمریز کال د ثور میاشتې په ۹مه نېټه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په پیروزي ښارګوټي کې د صنعتي پارک جوړولو پرانیسته وشوه، چې تر دې مهاله د دغه صنعتي پارک توپوګرافي سروې بشپړه شوې، د ماسټر پلان ډیزاین تکمیل شوی، د داخلي او بیرونیو سړکونو ډیزاین یې شوی، د اوبو رسونې، کانالیزاسیون او برېښنا رسونې د ډیزاین چارې بشپړې شوې دي. د پروژې لپاره لومړني ساختمانونه جوړ شوي، د اوبو څاګانې کیندل شوې او د احاطوي دیوالونو د جوړولو کارونه هم پيل شوي دي. دغه راز د ساختماني او غذايي موادو د تولیدي بلاکونو، د لوژستیکي موادو عرضه کولو مرکز، ګدامونه، د لابراتوارونو تعمیر، د فني څېړنو او حرفوي زده کړو مرکزونه، د لمریزې برېښنا د تولید او توزیع ساحې، روغتیايي کلینیک، د صنعتي جامو د تولید بلاک، طعام خوري او ورزشي سالون، د ساتنې او مصؤنیت دفتر، بڼ او تفریح ځای، تدارکاتي ساحې او د خامو موادو د ګدامونو جوړولو کارونه هم تر ډېره حده ترسره شوي دي. په دغه صنعتي پارک کې د ۲۱۶ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونې سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۵۰ کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي. د دې صنعتي پارک په تکمیلېدو سره ۱۳۶۰۰ کسانو ته په دایمي او تر ۳۰۰۰۰ ډېرو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي. په بشپړېدو سره به یې هېواد ته د زیاتو وارداتو مخه ونیول شي او کورني تولیدات به وده ورسره وکړي. په بازارونو کې به د ډېری خوراکي او غیر خوراکي توکو قېمتونه ټیټ شي، سلګونه هېوادوال به حرفوي زده کړې وکړي په ټوله کې به د پر ځان بسیاینې په برخه کې یو بل اساسي ګام واخیستل شي. د يادولو وړ ده چې په پيروزي ښارګوټي کې پر ياد صنعتي پارک سربېره؛ ښوونيز مرکزونه، سوداګريز او د هستوګنې بلاکونه، شنې ساحې، مسجدونه او تفريحي پارکونه هم شامل دي.
۵- په هېواد کې له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې نظامي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدلېږي: د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس له بهرنیو ځواکونو پاتې نظامي اډې پر اقتصادي زونونو بدلېږي. یادې نظامي اډې چې پر کابل سربېره پروان، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې دي، په نېږدې راتلونکي کې پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې شي. دغه نظامې اډې د پراخو سیمو پر درلودو سربېره د اقتصادي چارو لپاره په لازمو امکاناتو سمبالې دي او د لومړنیو څېړنو پر اساس د ځانګړو اقتصادي زونونو لپاره مناسبې بلل شوې دي. ځانګړي اقتصادي زونونه؛ د مستقیمې بهرنۍ پانګونې د راجلبولو، د صنعتي کېدو پر لور د چټکو ګامونو اخیستو، په پراخه کچه د کاري زمینې برابرولو او د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره په نړۍ کې یو منل شوی میکانیزم دی، نو له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت وپتېیله چې له بهرنیو ځواکونو پاتې نظامي اډې پر ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې کړي.
۶- د امو سیند حوزې د تېلو استخراج قرارداد: د ۱۴۰۱ لمریز کال د مرغومي په ۱۵مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت او CAPEIC چینایي شرکت ترمنځ د امو سیند حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو. قراردادي شرکت به په یو کال کې تر ۱۵۰ مېلیون ډالرو پانګونه کوي. په درېیو کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ مېلیونو ډالرو ته لوړېږي. د قرارداد له مخې به اسلامي امارت ۲۰ سلنه شریک وي چې دا سهم او اندازه به تر ۷۵ سلنې پورې پورته کېږي. همدارنګه د تېلو استخراج ورځنۍ کچه به له ۱۰۰۰ ټنو پیل او د وخت په تېرېدو به یاده اندازه زیاتېږي. په دغه پروژه کې په مستقیم ډول ۳۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي. د تېلو د استخراج او اکتشاف ساحې ټولیز مساحت ۴۵۰۰ کیلومتر مربع دی چې د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو د قشقري، زمردسای، بازارکمی، آق دریا او انګوت سیمې پکې شاملې دي. په ۵ اکتشافي سیمو کې د تېلو کچه ۸۷ ميلیون بېلره اټکل شوې چې د نورو ساحو په اکتشاف سره به د قشقري د نفت او ګازو پروژې ورځنی تولید له ۲۰۰ ټنو څخه ۱۰۰۰ ټنو ته لوړ شي. یوه مهمه ماده چې له چینايي کمپنۍ (CPEIC) سره په قرارداد کې ځای پرځای شوې، داده که یاد شرکت تر یوه کال پورې هغه ټول مواد او موارد پوره نه کړل چې په قرارداد کې يې ژمنه کړې، قرارداد به په اتومات ډول فسخ کېږي.
په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې شته اسانتیاوې
1. له طبیعي او پراخو سرچینو څخه بډایه هېواد؛
2. د پانګونې ملاتړی حکومت؛
3. ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک؛
4. د سوداګرۍ او کاروبار لږ لګښتونه؛
5. د سیمهییزو اړیکو له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی؛
6. دوه اړخیز او څو اړخیز سوداګریز تړونونه؛
7. یو نا کارول شوی بازار چې د پام وړ لږ شمېر سیالان او د سوداګرۍ ترسره کولو لپاره پراخه چاپیریال لري؛
8. د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب؛
9. د سوداګریزو شخړو حل مرکز؛
10. سرتاسري امنیت؛
11. او د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې، د پانګونې اسانه قوانین او په زړه پورې مالیاتي کڅوړې.
دا ټول هغه څه دي چې کولای شي، کورني او بهرني پانګوال دې ته را مات کړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. په افغانستان کې پانګونه به له یوه لوري د هېواد له بیارغونې سره مرسته وکړي او له بل لوري به اقتصادي ټیکاو رامنځته او اقتصاد به ورسره وغوړیږي.
د لویو زېربنایي پروژو لپاره د پانګونې راجلبول
په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته دي؛ خو د دغو لویو زېربنایي پروژو جوړېدنه بیا ډېر مالي ملاتړ او سرچینو ته اړتیا لري چې په اوسنیو شرایطو کې دا بیا د افغانستان اسلامي امارت او حکومتي بودیجې په وس کې نه ده. د بېلګې په ډول په لویو زېربنایي پروژو مېلیاردونو ډالره لګښت راځي چې په اوسنیو شرایطو کې حکومت نه شي کولای چې د عادي بودیجې ترڅنګ پر دې کچه پراختیایي بودیجه هم تمویل کړي. په بل اړخ کې بهرنيو پانګوالو په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی او د افغانستان اسلامي امارت هم دوی ته په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو یوازینی ستونزه چې په دې برخه کې ده هغه د امریکا له لوري پر افغانستان مالي او پر بانکي سکټور بندیزونه دي چې بهرني پانګوال یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي. اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ په غوره کولو سره د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په برخه کې د سهولتونو رامنځته کولو ته ژمن دی او د سوداګریزو چارو لپاره یې مصؤن چاپېریال برابر کړی. کورنۍ او بهرنۍ پانګونه کولای شي د اقتصادي ودې، کارموندنې په زیاتوالي، انفلاسیون کنټرول، د اسعارو په ثبات، د مالیاتو له لارې د عوایدو په زیاتوالي، د وارداتو په کمولو او د صادراتو په زیاتولو، نوښت، پرمختللې ټکنالوژۍ ته زمینه برابرېدو او په ټوله کې د هېواد د اقتصادي ثبات سبب وګرځي. اسلامي امارت د انرژۍ او برېښنا، کانونو، کرنې، ترانسپورټ، روغتیا او معلوماتي ټکنالوژۍ په سکټورونو کې پانګونه خپل لومړیتوب ګڼي او په دې برخه کې یې هر ډول سهولتونه برابر کړي دي. پورتنیو موضوعاتو ته په کتو سره هیلې راټوکېدلې او افغانستان د اقتصادي ثبات پر لور حرکت پیل کړی دی.
پایله
د دوه لسیزو اشغال له پای ته رسېدو وروسته په داسې هېواد کې چې هغه نوی له جګړو راوتلی وي هلته معمولآ تر ډېره بریده پانګونه په ساختماني کارونو، کرنې، صنعت او خدماتو کېږي. افغانستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی. د افغانستان اسلامي امارت هم په همدې سکټورونو کې پانګونې ته اولویت ورکړی او پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غږ کړئ چې راشي په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونه وکړي او په ځینو برخو کې یې لکه د مالیاتو کمول، د اوږدمهال لپاره د ځمکو ورکړه او ګډ کار په څېر امتیازات هم دوی ته په نظر کې نیولي دي. په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې په اند د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د پانګونې کچه لوړه شوې ده. دا پانګونه د کانونو، کرنې، برېښنا او نورو مختلفو سکټورونو کې شوې ده. د پانګونې په زیاتېدو کې یو لړ عوامل شته چې مثبت اغېزه یې پرې کړې، له هغې جملې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت، د واحد مرکزي نظام شتون، د اداري فساد او بډې اخیستنې له منځه تلل، د پانګونې ملاتړی نظام، د اسانه قوانینو جوړول، د مالیاتو کمېدل او دېته ورته نور موضوعات یادولی شو چې په افغانستان کې یې د نورو برخو ترڅنګ د زېربنایي پروژو پیل ته لاره پرانیستې ده.