د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهمنامې لاسلیک شوې

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۸:۴۸
WhatsApp Image 2024-08-20 at 08.16.01_226ccf40

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبیکستان لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف په حضور کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ تفاهمنامې لاسلیک شوې. د یادو تفاهمنامو د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو هېوادونو مسوولینو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود. په دغو تفاهمنامو کې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې او همدا راز د ۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۳ سوداګریزې تفاهمنامې شاملې دي، چې په پلي کېدو سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ په کچه کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS