د افغانستان د سوداګرۍ په پرمختګ کې د سوداګرۍ او صنايعو خونو ارزښت ته کتنه

                        

لیکوال: پوهیالی محمد هارون ځلاند

 

سریزه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د سوداګرۍ او سوداګرو د ښه والي لپاره فعاليت کوي. د لمړي ځل لپاره افغان سوداګرو په ۱۳۱۰ هـ ش کال کې د سوداګرۍ د کړنو او منازعو د حل لپاره یو ځای شو او بنسټ یی کېښود چې دغه یو ځای شوې ډله د سوداګرۍ په خونه او وروسته د پانګې په اچونې خونې باندې بدله شوه. سوداګرۍ خونې په هېواد کي د سوداګرۍ او اقتصاد په پرمختګ کي مهم رول لوبوي. د يو هېواد پرمختګ د هغه هېواد په ښه اقتصاد پورې تړلی وي نو ځکه د ښه اقتصاد درلودل د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او د ملي صنايعو له ودې سره مستقيمې اړيکې لري. د اقتصاد پیاوړتیا د صادراتو او وارداتو په منظم کېدو کې د پام وړ ارزښت لري، سوله‌ئيز او با ثباته افغانستان د سيمي په اقتصادي او سياسي ژوندانه کي په فعاله ونډې اخيستنې د تاريخي او دوستانه اړيکو ټينګولو د سيمي او نړۍ سره د دوه او څو اړخيزو اړیکو په درلودلو او د همکاريو په برخه کي د نښلوونکو یا مواصلاتي لارو په لرلو سره د کانونو او کرنې له سترو زېرمو څخه په ګډي ګټې اخیستنې سره کولای شو چي د هېواد اقتصادي پیاوړتیا، ودې، او پرمختګ ته زمينه برابره کړو، ترڅو په هېواد کی د سوداګرۍ او صنایعو خونو په پرمختګ او اقتصاد باندې مثبتې اغېزې رامنځته شي.

 

 د سوداګرۍ او صنايعو خونو پېژندنه

د سوداګرۍ او صنايعو خونې عبارت د وګړو د هغه ډلو څخه دي چه د سوداگرو او صنعتکارانو څخه تشکيل او د خپل هيواد د سوداگريزو چارو د پرمخ بېولو د کورنیو منابعو او د خپلو وګړو د تقویي په موخه په مشترکه توګه د هغوی په خدمت کي قرار لري. دغه ډلې کيدای شي چي رسمي او يا هم غير رسمي بڼه ولري، کېدای شي ځيني وخت د دولت لخوا تشکيل شي او دولت د سوداگرۍ اداره د هغوی په واک کې ورکړي، چه دغه بڼي ته يې رسمي شکل ويلی شو. که چېرې د سوداگرو يوه ډله په رضاکارانه توگه د خپلې ټولنې او خپلې ګټې په موخه د هغې د رامنځته کولو په برخه کې اقدام وکړي نو دغه شکل ته يې د سوداگرۍ د خونو غير رسمي شکل ويلی شو.

 

د سوداګرۍ او صنايعو خونو موخې

۱: د خصوصي سکټور او دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو ټينګول؛

۲: د بازارموندنې له لارې د افغانستان د صادراتي توکو پرمختګ؛

۳: د کورنیو او بهرنيو سوداګرو ترمنځ د ستونزو په اړه منځګړيتوب؛

۴: په افغانستان کي د پانګې اچونې لپاره د کورنيو او بهرنيو پانګه والو هڅونه؛

۵: د مقدسو ځايونو د جوړولو په برخه کي همکاري؛

۷: د سوداګرو او کسبګرو لپاره د تخنيکي، معلوماتي همکاريو او خدماتو رامنځته کول.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو بنسټیزې دندې

د سوداګرۍ خونو قانون د لمړی ځل لپاره په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې تصویب او توشېح شو. چی د دی قانون په بنسټ دغه نهاد په ازاده توګه غیرې سیاسي، غیرې حکومتي او په غیرې انتفاعي ډول باندې تعریف شوی او خپلې چارې پر مخ وړي. چی دندې یې په لاندې ډول دي:

۱: د وړاندیزونو او مشورو له لارې د مقرراتو او لايحو په هکله له دولتي ادارو سره پرلپسې همکاري؛

۲: د صنعتي موسسو په رامنځته کولو کي د ملي سرمايه ګذارو تشويق او په مختلط او خصوصي سرمايه ګذارۍ کي ونډه ورکول؛

۳: د صادراتو او وارداتو د تشويق په موخه د وړاندیزونو وړاندی کول؛

۴: د صادروونکو او واردوونکو سوداګرو او صنعت کارو رهبري کول؛

۵: د صادراتي او وارداتي مالونو د ساتلو په موخه مجهز ګودامونه جوړول او د صنعتي پارکونو په جوړولو کي برخه اخیستل؛

۶: د هېواد په دننه او بهر کي د نندارتونونو جوړول؛

۷: د پرچون خرڅلاوو او لږ شتمني درلودونکو سوداګرو حمايه کول؛

۸: د حمايه کولو طريقې لټول، کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ ته پرمختګ ورکول؛

۹: په داخل کي سيمینارونو وړاندې کول، او په خارجي کنفرانسونو او سيمینارونو کې ګډون کول؛

۱۰: د خونو د کارکوونکو د پوهاوي په موخه د تربيوي او تعليمي بورسونو برابرول.

 

د کورنۍ سوداګرۍ په پرمختګ کې د سوداګرۍ او صنايعو خونو رول

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو د داخلي سوداګري په پرمختګ کي مهم ګامونه اوچت کړي دي ترڅو د بهرنيو توليداتو په مقابل کي حمايه شي. زموږ د هېواد د توليد لومړني مواد او لاسي صنايع تشکيلوي، او د بلې خوا ځینې ستونزې لکه: د سوداګرۍ په نړۍ کې نوي او ګټور سيستمونه رامنځ ته کېدل او ځینې نور لاملونه لکه: ناسالم رقابت چي دا ټول د سرمايه ګذارۍ د سطحې د کموالي د توليدي شرکتونو په توانايۍ کې محدوديتونه او بلاخره د خدماتو په قېمتونو او په سوداګري کړنو باندې اغېزې کوي. د خصوصي کمپنيو لپاره ستونزمنه ده ترڅو دغه ډول ستونزو او ننګونو ته په يوه غيرې فعاله فضاً کي چي سوداګري نهادونه کم رول لري له منځه يوسي. نو د سوداګرۍ او صنايعو خونو په خپل توانايي، علم او تجربې کولای شي چي په‌دې اړه ګټور اقدام د داخلي سوداګرۍ په ګټه ترسره کړي او داخلي تولید کوونکو او خصوصي سکتور ته د خدمت او پرمختګ زمينه برابره کړي، ځکه چي د داخلي توليداتو بنسټونه او خصوصي سکتور يواځیني د استخدام، عايد او اقتصادي پرمختګ سرچینه ګڼل کيږي. د داخلي سوداګرۍ په پرمختګ کي د سوداګرۍ او صنايعو خونو رول په هکله کولی شو چې په لنډه توګه لاندې ټکو څخه يادونه وکړو:

۱ـ د داخلي توليداتو د کميت او کيفيت لوړول، ترڅو په اقتصادي ډګر کي د نړۍ د هېوادونو او په ځانګړي توګه د سیمو له هیوادونو سره سیالي وکولای شي.

۲ـ د داخلي صنعت کارانو او د فابريکو څښتنانو د کړنو د پياوړتيا لپاره د هغوی د فابريکو لپاره د خامو موادو په واردولو او کار تمامه موادو په صادرولو باندي د ټکس او ماليي کموالي او يا له منځه وړل تر څو داخلي توليدات تقويه شي.

۳ـ د داخلي سوداګرو د مهارتونو د لوړوالي لپاره تربيوي او تعليمي پروګرامونو برابرول.

۴ـ ملي سوداګرو او خصوصي سکتورونو ته د اړتیا په وخت کي پورونه برابرول او ورکول.

 

د بهرنۍ سوداګرۍ په پرمختګ کي د سوداګرۍ او صنايعو خونو رول

 په افغانستان کي د سوداګرۍ او صنايعو خونو اداره د لازمو شرايطو د نه موجوديت او همدارنګه د يو لړ ستونزو په اساس څرنګه چي لازمه وه، ندي توانيدلي چي بهرني سوداګرۍ ته د پرمختګ پر لور اړیکی برابرې کړي چې بنسټیزې ستونزې يې په لاندې ډول دي.

۱ـ کورنۍ ستونزې: د داخلي ستونزو په اړه بايد ووايو چي د هيواد صادراتي توکي ستونزې لري. د بېلګې په توګه: د اداري مدیریت په برخه کي د سمې درجه بندۍ نشتوالی، په ګمرکونو کي د فني وګړو عدم موجوديت همدارنګه د مالونو د ساتلو لپاره د اساسي ګودامونو او سټورونو نشتوالی او داسې نورې ستونزې شته چې په داخل د هېواد کې موجودې دي چې د توکو او مالونو د خرابېدو، د قېمتونو د ټيټېدو او د پیرودونکو د نه خوښېدو سبب ګرځي.

۲ـ ترانزيټي ستونزې: ټرانزيټي ستونزې یو له بنسټیزو ستونزو ده چي په بهرني سوداګرۍ کې کموالی رامنځته کوي. افغانستان په وچه کې موقعیت لري د سمندر سره پوله نلري نو په همدي بنسټ د خپلو صادراتي توکو د ټرانزيټ لپاره اړ دی چې د اروپا او امريکا بازارونو ته د افغانستان غالۍ، قره قل ،قيمتي ډبرې او لاسي صنايعو چې لوی بازارونه ګڼل کيږي، د ګاونډيو هېوادونو لکه ايران، پاکستان او داسي نورو هېوادونو د ترانزیټي لارو څخه کار واخلي. زمونږ د ترانزيټ پخوانۍ لار د هند او پاکستان لاره ده او د تل لپاره مو د دغه ترانزيټي لارې څخه استفاده کړې ده. له بده مرغه ځيني وخت د سياسي ستونزو له امله په دغه برخه کي سختې ستونزې او خنډونه رامنځ ته کيږې، له همدې امله زيات ټکسونه او کرايه زمونږ په صادراتي مالونو باندي وضع کيږي، چي د توکو د قيمتونو د لوړوالي او خرابېدو سبب ګرځي. له دی پرته د افغاني سوداګرو او صنعتکارانو بنسټیزه ستونزه د کافي شتمنۍ نشتوالی او د افغاني توليداتو سره د تقاضا کوونکو نا بلدتيا ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو اداره د پورته یادو شوو ستونزو د حل په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لارې د مختلفو هېوادونو سره قراردادونه ترسره کړي دي چي د هغي سره سم په مختلفو هېوادونو کي نندارتونونه دايريږي چي ښه بېلګه يي په ایران، چین، هند، قطر او د سیمې په نورو هېوادونو کې د نندارتونونو جوړېدل وو.

 

پایله

افغانستان په تېرو څو لسیزو کی د اشغال او جګړو له امله د پرمختګ څخه لرې پاتې شوی نو د پرمختګ او بيارغوني لپاره داسې بنسټونه چي دغه خلا ډکولای شي د وروستوالي په لرې کولو کي مهم رول لري. بايد دغه ډول بنسټونه په واقعي توگه کار وکړي او د خپل هېواد اقتصاد په ځانګړي توګه سوداګري د بي ثباتۍ څخه وژغوري. د سوداگرۍ او صنايعو خونې او نورو ادارو دنده ده چي د هېواد ټولو سیمو ته په مساويانه توګه پاملرنه وکړي، او صنايعو ته يې وده ورکړي. تر څو د هېواد په سوداګرۍ کي اغېزمن واقع شي. هغه څه چی د نړۍ د سوداگرۍ خونې يې کوي د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه نده توانېدلې تر څو هغه په سمه توګه وڅاري، نو ځکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر ډېره حده د خپلي پاليسۍ په تطبيق کي بریالۍ شوې نه دي. زمونږ هېواد د وروسته والي د ډېری لاملونو له ډلی يو هم د هېواد جغرافيايي موقعیت دی چي زيات غرونه او نښلوونکو لارو د نه پرمختګ سبب شوی چه دغه غرونه او نښلوونکې لاری د سوداگرۍ په پرمختګ باندي مخامخ اغېزې لري.