د حکومت په عوایدو کې د مالیاتو رول ته کتنه

لیکوال: فضل ولي‌ شیراني

سریزه

کوم حکومتونه چې غواړي اقتصاد یې پرمختګ وکړي؛ نو دوی ته مالیې ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي. ځکه مالیې د یوه حکومت تر ټولو ستره عایداتي سرچینه ده او له دې لارې یې نغدې پیسې لاس ته ورځي. دولتونه بیا په دغو پیسو هم ټولګټې چارې ترسره کوي او هم خپل لګښتونه پرې پوره کوي. مالیه هغه څه دي چې مخ پر ودې هېوادونه د پانګې او شتمنۍ له پلوه پر ځان بسیا کوي او د نورو اړتیاوو، پورونو او مرستو له ترلاسه کولو یې ژغوري. که چیرې په حکومت کې فساد نه وي، مالیې د یوه منظم پلان له مخې راغونډې او پر ځای ولګول شي؛ نو بیا کولای شي بې وزلي او غربت له منځه یوسي. هېوادونه د پرمختګ له لوري په درېیو برخو ویشل شوي دي. پرمختللي، مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونه. په پرمختللو هېوادونو کې د مالیو راټولولو میکانیزم روڼ او د ګوتو په شمېر مواردو پرته نور هېڅوک هم د مالیې له ورکړې ډډه نه شي کولای. په دغو هېوادونو کې د کاروبار او اقتصادي پرمختګ له امله مالیې لوړې او له دغه لارې د حکومت عواید هم ډېر وي. خو په وروسته پاتې او یا هم مخ پر ودې هېوادونو کې دغه چاره سرچپه ده. په دې هېوادونو کې لومړی خو د اقتصادي وروسته پاتې والي له امله د مالیې کچه ټیټه وي او له دې امله زیات مالیه ورکوونکي له مالیې څخه تېښته کوي چې له امله یې د حکومت د عوایدو کچه راټیټېږي. افغانستان چې کلونو جګړې سخت ځپلی دی او د نورو سیستمونو ترڅنګ یې اداري سیستم هم سخت زیان لیدلی دی، نو له دې امله یې د مالیې راټولولو سیستمونه له منځه ولاړل او ټول تمرکز په جګړه ورټول و. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې چې جګړې ته یې پای ورکړ، په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیت ټینګ کړ، د فساد ټغر یې ټول کړ، نورو حکومتونو کې پراخ اداري فساد موجود و. عواید د دې پرځای چې ملي خزانې ته ولاړ شي، د اشخاصو جیبونو ته تلل. لومړی خو دا چې مالیه هېڅ نه راټولیده او که به په کوم ځای او یا کوم وخت کې راټوله هم شوه، هغه به د مسوولینو ترمنځ وېشل کېده نه د دولت خزانې ته جمع کېده او نه پرې هغې پروژې چې کولای شي هېواد د پرمختګ په لور بوځي، عملي کېدې. اسلامي امارت وکولای شول د خپلې واکمنۍ پر مهال د مالیو راټولولو لپاره منظم میکانیزم جوړ او له مخې یې مالیې راغونډې کړي. د همدې مالیو په مرسته وتوانید چې په هېواد کې بنسټیزې پروژې پیل، ملي بودیجه له خپلو کورنیو عوایدو تمویل او خلکو ته خدمات وړاندې کړي. اړینه ده چې پر دې پوه شو چې مالیه څه او اهمیت یې څه دی.

مالیه، د مالیې اهمیت او د هغې ډولونه

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې خپل عواید تر ډېره بریده له کورنیو سرچینو ترلاسه کوي. د دې عایداتي سرچینو له جملې څخه یوه یې د مالیو راټولول دي. مالیه د یوه هېواد  اقتصادي څرخ په خوځښت راولي. یو شمېر هېوادونه او ټولنې زیات اومه توکي لري چې کولای شي د عوایدو په زیاتوالي کې مهم او اغیزناک رول ولري، خو دا ډول عواید تلپاتې نه وي، نو له دې امله حکومتونه باید د عوایدو له پاره ثابتې او دوامداره عایداتي سرچینې ولټوي. په ثابتو او دوامداره عایداتي سرچینو کې چې کولای شي بودیجه تامین او عمومي لګښتونه پوره کړي، هغه مالیه ده. ماليه د هغه مکلفيت او مسؤليت څخه عبارت ده چې خلک يى د حکومت د پايښت، تقويې او د لګښتونو پوره کولو په موخه حکومت ته سپاري. دا خو د مالیې لنډ تعریف و، دا چې مالیه څه اهمیت لري؟ دا ډېره اړینه ده. په ټولنو کې مالیې د بېلا بېلو لکه د سیالۍ رامنځته کولو له پاره د زمینې برابرولو، د عوایدو مناسب وېش، د تورم یا انفلاسیون مهارولو، له ټیکاو سره یوځای اقتصادي ودې رامنځته کېدو، له فساد سره د مبارزې، د پانګوالو د باور او ملاتړ رامنځته کېدو، د مالي چارو او بودیجې نظم، پر بهرنیو مرستو د نه اتکا او داسې نورو موخو په خاطر راغونډېږي. مالیه په ټوله کې په دوه ډوله ویشل شوې، یو مستقیمې مالیې او بل غیر مستقیمې مالیې. مستقیمې مالیې چې د فعالیت او ملکیت پر بنسټ اخیستل کېږي لکه د ځمکې مالیه. مستقیمې مالیې په لاندې ډول دي: د انفرادي اشخاصو پرعايداتو ماليه،  د موسساتو په عايداتو ماليه، د معاش په عايداتو ماليه، په ځمکې باندي ماليه، دشرکتونو په عايداتو ماليه، د دولتي تصديگانو په عايداتو ماليه او داسې نور. غیر مستقیمې مالیې هغه دي چې له يوه شخص څخه نه اخېستل کيږي. لکه گمرکي محصولات. غیر مستقیمې مالیې عبارت دي له: د گمرکي صادراتو محصول، دگمرکي وارداتو محصول، د استهلاکي موادو په خرڅلاو باندي ماليه، ثبت شوو اموالو د خرڅلاو په عوايدو ماليه او د ځمکو او تعميراتو د غير خالصو عوايدو له درکه ماليه. دا چې مالیه د حکومتونو د عوایدو په زیاتوالي کې څه رول لري، غواړو په لنډ ډول ورته اشاره وکړو.

د عوایدو په زیاتوالي کې د مالیې رول

د بشري ټولنو په تاریخي بهیر کې حکومتونو د خپل ملي حاکمیت د ټينګښت او پایښت په خاطر مالي سرچینو ته زیاته اړتیا لري. همدا لامل دی چې هېوادونو د دې اصل د پلیتابه په موخه د ټولنې د وګړو له عوایدو څخه مالیه راټولوي. مالیه د هېوادونو او دولتي نظامونو له پاره دومره با ارزښته ده، لکه انسان چې اکسیجن ته اړتیا لري. مالیه د يوه هېواد لپاره د اساسي عنصر په توګه لازمي ده. د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ملي حاکمیت د ټينګښت او ټولنیز عدالت د پلي کولو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره مالیات راټولول ډېر مهم او اړين دي. بله دا چې مالیه د یوې ټولنې د پرمختګ له پاره تر ټولو مهم لامل دی او دا د اقتصادي ودې، اقتصادي او مالي ټیکاو، خدمتونو زیاتوالي او د هېواد د بیارغونې لامل ګرځي. که چېرې د مالیې اهمیت ته پوره ځېر شو، نو دا به راته جوته شي چې مالیه د اقتصادي ودې ترڅنګ په هېواد کې د رغنیزو پروژو او زیربناوو په پلي کېدو کې هم رغنده رول لري. له دې سره جوخت په هېواد کې د پانګې کچه لوړېږي، سوداګري او صنعت پرمختګ کوي. نو باید پر دې اعتراف وکړو چې په یوه هېواد کې د اومه توکو پلور په یوځای ځان نه شي کولای پرمختګ رامنځته کړي. کوم څه چې دوامداره عاید دی او کولای شي د هېواد اقتصادي ټیکاو ترڅنګ نور سکټورونه هم په پښو ودروي، هغه مالیه ده. که چېرې دولتونه خپلې مالیې په منظم ډول راغونډې او د دولت خزانې ته یې وسپاري، نو بیا دا خبره قطعي ده چې هغه دولت به خپل هېواد له اقتصادي بې ثباتۍ څخه راوباسي، ځکه مالیه د عواید مهمه سرچینه ده. عواید چې لوړ شي، نو بیا اقتصادي چارې، ټولنیز خدمتونه، د بیارغونې چارې، د زیربناوو رغول او داسې نور پرمختګ کوي. له دې سره بیا په هېواد کې اقتصادي ټیکاو رامنځته کېږي، په دې مانا چې اقتصادي وده او هېواد په بېلا بېلو برخو کې پر ځان بسیا کېږي. دا ټول بیا د یوه پرمختللي هېواد ښکارندوي کوي.

پایله

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې خپل عواید تر ډیره بریده له کورنیو سرچینو ترلاسه کوي. د دې عایداتي سرچینو له جملې څخه یوه یې د مالیو راټولول دي. مالیه د یوه هېواد  اقتصادي څرخ په خوځښت راولي. یو شمېر هېوادونه او ټولنې زیات اومه توکي لري چې کولای شي د عوایدو په زیاتوالي کې مهم او اغېزناک رول ولري، خو دا ډول عواید تلپاتې نه وي، نو له دې امله حکومتونه باید د عوایدو له پاره ثابتې او دوامداره عایداتي سرچینې ولټوي. په ثابتو او دوامداره عایداتي سرچینو کې چې کولای شي بودیجه تامین او عمومي لګښتونه پوره کړي، هغه مالیه ده. اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په کتو په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي. د مالیې راغونډولو له پاره روڼ میکانیزم لري او پر مټ یې مالیې راغونډوي. له کله نه چې اسلامي امارت په منظم ډول د مالیو راغونډول پیل کړي او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي، د حکومت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی. د همدې عوایدو پر مټ بودیجه، د سترو، متوسطو او کوچنیو پروژو تمویل له کورنیو عوایدو څخه کېږي. له دې څخه معلومېږي چې مالیه د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري او د عوایدو غوره سرچینه ده، نو په کاره ده چې په منظم ډول راغونډه او د هېواد د پرمختګ او اقتصادي ټیکاو له پاره ترې ګټه پورته شي