د خوراکي توکو بیو ټيټېدو ته ځغلنده کتنه

لیکوال: امان‌‌الله حنیفي

سریزه

د کابل تېرې ادارې په راپرځېدو سره یو ناسم اټکل دا و چې ممکن دلته شته ټول سیسټمونه فلج شي. د امنیتي او سیاسي بې ثباتۍ ترڅنګ لوږه زیاته او د خوراکي توکو بیې به لوړې شي. رښتیا هم په لومړیو کې وضعیت تر یوې کچې بد لوري ته لاړ او د لومړنیو خوراکي توکو بیې له عادي حالت یوڅه لوړې شوې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړ او د خلکو منځ کې یوه لویه وېره خوره شوه. خو پوهېږئ؛ د افغانستان اسلامي امارت د خپل قوي مدیریت پر مټ دا ټولې وېرې او اندېښنې له منځه یووړې او وضعیت بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځېد. دا چې اسلامي امارت د دغه وضعیت او په ځانګړي ډول د خوراکي توکو بیو د کنټرول لپاره څه وکړل؛ موږ پر همدې مقاله کې پرې خبرې کوو.

هېواد ته وارېدېدونکي خوراکي توکي

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم د هېواد د اقتصادي وضعیت او په ځانګړي ډول د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه، د اصلاحي او مدیریتي لارو چارو په پام کې نیولو سربېره سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې. د دغو اسانتیاوو له مخې هېواد ته په وارېدېدونکو خوراکي توکو لکه اوړو، غنمو، وریجو، غوړیو، بورې او نورو... چې په هېواد کې یې تر بل هرڅه لګښت او واردات زیات دي، په بازارونو کي یې د بیو د ټیټېدو په خاطر د کم محصول اخیستو په موخه پرېکړه وشوه.

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لوري د یو ټن اوړو لپاره زر افغانۍ محصول وټاکل شو په داسې حال کې چې له دې مخکې د یو ټن اوړو لپاره ۳۰۹۵ افغانۍ محصول اخیستل کېده. د مالیې وزارت له لوري د اوړو لپاره د نوي محصول ټاکل د تېر په پرتله ۶۷.۷ سلنه کموالی ښیي. د دې تر څنګ مخکې د یو ټن غوړیو لپاره ۵۸۸۵ افغانۍ محصول ټاکل شوی و چې اسلامي امارت د یوه ټن غوړیو لپاره ۲۰۱۲ افغانۍ ګمرکي محصول وټاکه چې د پخوا په پرتله ۶۵.۸ سلنه کموالی ښیي. دغه راز د یوه ټن بورې لپاره مخکې ۳۴۸۳ افغانۍ ګمرکي محصول ورکول کېده، چې اوس د یوه ټن بورې لپاره ۱۵۴۸ افغانۍ محصول ټاکل شوی چې د پخوا په پرتله ۵۵.۶ سلنه کموالی ښیي. پر دې سربېره پر ډېری نورو خوراکي توکو هم ټاکل شوی محصول د پام وړ راښکته شو، چې له مخې یې د سوداګرو له لوري هېواد ته په زیاته کچه بېلابېل خوراکي توکي وارد او په بازارونو کې یې شته تشې ډکې کړې.

له ګاونډیو هېوادونو سره  د سوداګریزو اړیکو پراخېدل

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره سم له سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ کچې پر زیاتولو تمرکز وشو. دې موخې ته د رسېدو په موخه د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او د ټولو هغو خنډونو په لرې کولو او اسانتیاوو برابرولو یې ورسره خبرې وکړې، چې له مخې یې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراختیا موندلی شي.

د ګاونډیو هېوادونو له ډلې د اسلامي امارت چارواکو روسیې ته سفر وکړ او هلته له روسي چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ افغانستان ته د خوراکي توکو د رسولو په برخه کې یولړ توافقات وشول، چې له مخې به یې د تېر په پرتله د افغانستان او روسیې ترمنځ په سوداګرۍ کې شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتوالی راځي. همدارنګه ایران، پاکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او قزاقستان هېوادونو ته هم د اسلامي امارت چارواکو سفرونه درلودل چې له مخې یې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او په ځانګړي ډول افغانستان ته د خوراکي توکو رسولو په برخه کې د پخوا په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغی.

ګاونډیو هېوادونو ته پر سفرونو او افغانستان ته د خوراکي توکو رسولو په برخه کې ډېرو توافقاتو ته پر رسېدو سربېره، اسلامي امارت د هېواد په لویو بندرونو کې د خدماتو ترسره کولو وخت زیات کړ، په ټولو بندرونو کې یې اداري خنډونه له منځه یووړل، د لویو لارو بیارغونه یې پيل کړه، په لویو لارو له سوداګرو په خپل سر د پيسو اخیستلو مخنیوی یې وکړ، له ګاونډیو هېوادونو سره یې د نفتي توکو په برخه کې قراردادونه لاسلیک کړل، د ترانسپورټ په سکټور کې یې شته ستونزو ته مناسبې حللارې پيدا کړې، د لویو لارو امنیت یې خوندي کړ او د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې د احتکار مخنیوی وکړ. همدا راز د خوراکي توکو د بیو د کنټرول او خپلسریو د مخنیوي په اړه د ښاروالیو له لوري نرخنامې جوړې شوې او په بازار کې یې د تطبیق کلک نظارت وشو، چې دې چارې فوق‌العاده ښې لاسته راوړنې درلودې.

د هېواد دننه د غلودانو او حبوباتو کرکېلې ته لومړیتوب ورکړل شو

د افغانستان اسلامي امارت د خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د اوړو او غنمو په برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو په موخه په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت بند کړ او ټولو بزګرانو ته یې توصیه وکړه چې پر خپلو ځمکو غنم، وریجې او نور بېلابېل کرنیز توکي وکري. د اسلامي امارت له لوري د دې ګام په اخیستو سره د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په افغانستان کې د غنمو او وریجو حاصلات د پام وړ زیات شوي، چې له مخې یې په بازارونو کې د اوړو او وریجو بیې د پام وړ راټیټې شوې دي.

اسلامي امارت د غلودانو او حبوباتو د حاصلاتو د زیاتوالي په خاطر پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل، بزګرانو ته یې کرنیزې ځمکې د لنډ او اوږدمهال لپاره په اجاره ورکړې او د طبیعي آفتونو د مخنیوي په موخه یې پر هغوی درمل ووېشل. پرته له شکه چې د دې ګامونو په اخیستو سره د کرنیزو حاصلاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې له مخې یې په بازارونو کې بیې هم کنټرول شوې دي.

د اقتصادي ودې او د خوراکي توکو په برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو په موخه د اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکټور بشپړ ملاتړ شوی دی. د خصوصي سکټور د ودې او فعالیت پر وړاندې ټولې هغه شته ستونزې له منځه تللې چې د دوی پر فعالیت یې منفي اغېز درلود. د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان نږدې د ۶۰ بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې خودکفایۍ ته رسېدلی چې دا خپله د بیو په کنټرول کې اساسي رول لوبوي.

پایله

واک د اسلامي امارت له رسېدو سره سم د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه هېواد ته پر ټولو وارېدېدونکو خوراکي توکو وضعه شوی ګمرکي محصول د پام وړ راښکته شوی، چې دې چارې د سوداګرۍ پر پراختیا او د بیو پر کنټرول د پام وړ مثبت اغېز کړی دی. ټولو هېوادوالو ته په مناسبه بیه د خوراکي توکو د رسولو په موخه د اسلامي امارت له لوري د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ پر پراختیا تمرکز شوی، چې له نېکه‌مرغه د پخوا په پرتله د سوداګرۍ کچه څو برابره زیاته شوې ده. همدارنګه د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه د هېواد دننه د غلو دانو او حبوباتو تولید او کر ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د غنمو، وریجو، او نورو بېلابېلو کرنیزو توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په هېواد کې د غلو دانو او حبوباتو د زیاتو حاصلاتو تولید په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړې دي.