د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په نمانځغونډه کې د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې قدرمنو مسوولینو، حاضرو مخورو، په تالار کې ناستو مجاهدینو وروڼو او د افغانستان ملت ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ښه خبره خو دا وه هغه ملګري چې د دوحې تړون د لاسلیک پر مهال موجود وو، کاشکي نن هم ټول دلته موجود وای، نو بیا به ډېره ښه وای. ځکه دا د دوی د تکالیفو او زحمتونو پایله ده. یوه ورځ پشلمي ته را پورته شوم، له وثیق صاحب او خیرخواه صاحب څخه مې پوښتنه وکړه چې څنګه یاست، دوی راته وویل همدا اوس د مذاکرې له میز څخه راولاړ شوي یوو. یانې زموږ روژه‌ماتی او پشلمی تقریباً له دوی (امریکایانو) سره په میز و. دغه سیاسي کمېسیون چې د دوحې په مذاکراتو کې کومې قربانۍ، ستړیاوې او تکالیف تیر کړي او په افغانستان کې چې مجاهدینو کومه قرباني ورکړې ده، دا دواړه جوخت سره روان وو، ځکه الله پاک داسې بې ساري فتوحات را نصیب کړل. د کب لسمه د افغانانو په ویاړلي تاریخ کې له مهمو او ارزښتناکو ورځو څخه یوه ده. درې کاله وړاندې په همدې ورځ افغان مجاهد ولس د دوحې تړون په لاسلیکولو سره په افغانستان کې د درېیم نړیوال اشغالګر امپراتور پر تابوت وروستی میخ ټک واهه. دې تاریخي حادثې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو نوی باب پرانیست چې افغانانو که د تورې او مبارزې ډګرونه په مېړانه ګټلي دي، د سیاست او مذاکرې په میدان کې یې هم خپله وړتیا او استقلال ثابت کړی دی. یقیناً چې موږ د سیاست په برخه کې هومره تجربه نه درلوده لکه څومره مو چې مقابل لوري درلوده، خو الحمدلله له موږ سره علماء کرام وو، هغوی ټول امور الله پاک ته سپارلي وو، زموږ ټولو باور او اعتماد پر الله ج و، پر دې مو باور و چې الله پاک به له موږ سره کومک کوي او له موږ سره به نصرت کوي. که به کوچنۍ خبره وه او که ستره، موږ له علماوو سره شریکوله، لومړی به د ټولو موافقه پرې اخیستل کېده او بیا به فیصله پرې کېده. د مهمې خبرې په اړه به مشورې کېدلې، د علماوو تر نظر به تېرېده، شریعي اړخ به یې ارزول کېده، بیا به مو مشرتابه ته استوله او د مشرتابه له تایید وروسته به بیا نهايي کېده. الحمدلله په ټوله توافقنامه کې داسې یوه موضوع څوک نه شي پیدا کولی چې هغه دې موږ په خپل سر نهايي کړې او په اړه دې پرېکړه شوې وي او یا دې موږ بې د مشرتابه له مشورې هغه منلې وي. په قطر کې ټولو خپل ژوند او زندګي داسې وقف کړي وه چې څنګه د افغانانو  ارزو وه. د هغوی د اخلاص نتیجه وه چې نن دا دی موږ او تاسو دلته ناست یوو. ځینو ملګرو ته دا نظر پیدا کیده چې دا کوچنۍ ډله دې د هغې سترې ډلې پر وړاندې څنګه بریالۍ شي، خو دا کوچنۍ ډله نه وه، بلکې د الله په نزد دا یوه ستره ډله وه، چې په دنیا کې یې مثل نشته، ځکه داسې فتوحات الله پاک خپلو محبوبترینو انسانانو ته ورکوي، لکه الله پاک چې زموږ او ستاسو په نصیب کړل. غواړم له همدې سټېج څخه خپل ولس ته ډاډ ورکړم او د نړۍ پام دې حقیقت ته راواړوم چې افغانانو د دوحې په تړون کې پر خپلو کړو ژمنو عمل کړی دی. کوم تړون چې موږ له امریکایانو سره کړی دی، موږ پر هغه تړون ولاړ یوو او مخالفت مو یې نه دی کړی. داسې ټولګډونه حکومت مو رامنځته کړی چې د هېواد ټول قشرونه ځان پکې ویني. د هېوادوالو امنیت مو ساتلی، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا په موخه مو کوټلي ګامونه اخیستي او نړۍ ته مو د افغانستان د خاورې د نه ګواښ اصل پر ځای کړی دی. موږ له الله پاک څخه راضي یوو، که وګورو د امنیت په چارو کې څلور دېرش ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې داسې ځای او کلی نشته چې په هغه کې دې د افغانستان اسلامي امارت فرامین نه جاري کېږي. هغه که غر دی او که سیمه ده، الحمدلله هلته د امارت ټول فرامین جاري کېږي. یانې داسې یو کلی نشته چې د امارت تر تسلط دې وتلی وي. دا په هېڅ وخت کې داسې نه ده پېښه شوې، له تېرو څو لسیزو راهیسې داسې یو حکومت نه دی راغلی، خو نن ورځ الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت پر ټول هېواد واکمن دی او یوه لوېشت ځمکه یې تر تصرف نه ده وتلې.

خو برعکس امریکايي لوری د مذاکراتو پر مهال خپلو کړو ژمنو ته وفادار پاتې نشو، دوی افغان بندیان پر ټاکلې نېټه خوشې نه کړل، له موږ سره یې وعده وکړه چې په ټاکلي وخت کې به موږ بندیان ازادوو، خو بیا هم د بندیانو د خلاصون لړۍ له ټاکلې مودې څو میاشتې اوږده شوه، خو الحمدلله د ملګرو داسې یو کلک عزم و چې هېچا ته پکې مایوسي رامنځته نه شوه. دوی چې له موږ سره د وتلو کومه وعده کړې وه، پر هغه یې هم وفا ونه کړه. دا د نړیوالو زړه ته نه لوېده چې امریکا دې له اسلامي امارت سره موافقې ته ورسېږي، خو نن ورځ موږ او تاسو ګورو چې الحمدلله په افغانستان کې د دوی یو عسکر هم نشته. امریکایانو پر ډېرو کړو وعدو عمل ونه کړ. د اسلامي امارت د مسوولینو نومونه یې د پخوا په څېر په تور لیست کې ساتلي؛ بندیزونه یې پرې لګولي او د افغان ملت شتمني یې په ناروا ډول کنګل کړې ده. له دې پورته ناروا عمل یې دا دی چې نوره نړۍ یې هم اختناق کړې ده او نه یې پرېږدي چې له عامو افغانانو سره په اقتصادي، تجارتي او بانکي چارو کې تعامل وکړي. دا خو لا څه کوې چې دوی له موږ سره تعامل نه کوي، نور هېوادونه هم دې ته هڅوي چې له افغانانو سره تعامل ونه کړي.  دا هغه توافقات وو چې موږ او امریکايي لوري په دوحه کې کړي وو، خو اوس دنیا موږ ته وايي چې تاسو سرغړونه کړې ده، تاسو په کړو وعدو عمل نه دی کړی، ایا دا اوس چې امریکا د عامو افغانانو شتمني کنګل کړې ده، دا د دوی له پاره شرم نه دی؟! دا پیسې د امارت نه، بلکې د عامو افغانانو دي، دې پیسو ته حکومت اړتیا نلري بلکې ملت ورته اړتیا لري. دوی چې هر هېواد ته تللي هلته یې ضرور خپله اډه یا مرکز پرې اېښی دی، خو الحمدلله افغانستان یوازینی هېواد دی چې د امریکا یو عسکر هم پکې نشته او ټول وتلي دي. د نړۍ له هېوادونو غواړم چې د نورو ملتونو په څېر د اسلامیت او بشریت له مخې له افغانانو سره هم مثبت او پر متقابله نیک نیتۍ ولاړ تعامل وکړي. موږ له ټولو هېوادونو سره تعامل غواړو، هېڅ هېواد داسې نشته چې بل ته دې اړتیا ونه لري. د هغو هېوادونو په څېر چې تازه یې د افغانانو د ثابت حق په اړه نیک ګام اخیستی، دا نور هېوادونه هم ګام واخلي او په هر څه کې خپل استقلال په ښه توګه ثابت کړي. موږ له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ښه تعامل وکړي. یوه مهمه خبره دا ده لکه څنګه چې پر موږ فرض وه چې اشغال به ختموو، هغه خو د خارق العاده فتوحاتو په پایله کې ترسره شو. اوس د دې استقلال حفاظت په کار دی.

هزار بار بشویم دهن به مشک و ګلاب

هنوز نام تو ګفتن کمال بی ادبی است

 پرودګار له موږ سره ډېره زیاته مرسته وکړه او فتوحات یې را نصیب کړل چې موږ به څنګه د دې نعمت شکر اداء کړو. له ټولو مشرانو او مسوولینو څخه مو هیله دا ده چې په عجز باندې پروردګار راضي کېږي، د غرور او تکبر نتیجه تاسو ولیدله، چې غرور یې کړی و نتیجه یې څه شوه. که الله پاک ته متوجه شو، اخلاص وکړو، نو زموږ دغه نظام به دوام وکړي. موږ باید په خپلو ګریوانونو کې سرونه ټیټ کړو چې کوم عمل ترسره کوو؟ له ملت سره مو چلند څنګه دی؟ په خپلو کې مو څه ډول چلند دی؟ الله پاک دې زموږ تر منځ شته محبت نور هم زیات کړي