د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال  د قطر د امیر له سلاکار احمد المسند سره وکتل

نېټه: 2022، جون 9مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر د امیر له امنیتي سلاکار احمد المسند او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل. احمد المسند په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښي وښوده او وويل، هيواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يو ملګري هېواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

  نوموړي زياته کړه: اوسمهال په افغانستان کې امنیت تأمین شوی، خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او نور د دې وخت رسېدلی چې نړۍ ته د افغانستان حقيقي تصوير وښودل شي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال د قطر له همېشنیو همکاريو مننه وکړه او وویل، افغانستان د ځان بسياينې پر لور ګامونه اخلي او د قطر په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د پياوړو اقتصادي او سياسي اړيکو غوښتونکی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او قطر کولی شي دلته د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.