د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي ګاز نل‌لیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

نېټه: 2022، سپټمبر 25مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د ټاپي ګاز نل‌لیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس ښاغلي محمد مراد امانوف او د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر ښاغلي هوجا اوویزوف سره وکتل. په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او د نوموړې پروژې د عملي چارو د بهیر پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

د ټاپي ګاز نل‌لیکې کمپنۍ اجرائیوي رئیس له محترم ملا صاحب مننه وکړه، چې د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې لپاره د افغانستان له لوري مشري کوي. نوموړي وویل، په نېږدې راتلونکي کې به د دولتونو په سطحه د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه په عشق‌آباد کې ترسره شي.