د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس سره په ارګ کې ولیدل

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۵:۹
5U2A1794

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس سره په ارګ کې ولیدل. د دغه لیدنې پر مهال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، واک ته د ا.ا.ا په رسېدو سره د نشه‌يي توکو د کښت او اداري فساد پر له منځه وړلو سربېره په ډېری پرمختیايي برخو کې پرمختګونه شوي دي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، موږ د امنیت د تأمین، عمومي عفوې، اداري فساد ختمولو، پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنې او نورو بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو. نوموړي زیاته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله اوسمهال په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د افغانانو د ښه راتلونکي لپاره امیدونه زیات شوي. د مارټین ګریفیټس په خبره، نړیواله ټولنه د افغانستان د ستونزو  حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده. اوسمهال د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی او ډېری ستونزې حل شوې دي. په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې تر څنګ وویل، اسلامي امارت د خپل هېواد د بهبود په موخه ټولې هغه ستونزې له منځه وړې چې نړیوالې ټولنې یې هم په اړه اندېښنې درلودې، نو اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه د پر ځان بسیا او آباد افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۲۱:۵۳
Background image

د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته یو بل ښار ګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله عزام د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴مه نېټه هرات ولایت ته د خپل سفر پرمهال په زنده جان ولسوالۍ کې تېر کال زلزله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۸:۱۱
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴مه نېټه په غور ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د سروبي دوهم بند د جوړېدو او په جوزجان کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د کابل ولایت اړوند د سروبي دوهم بند د جوړېدو، په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او. . .

BACK TO NEWS