د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارو پروژه د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۱مه نېټه پرانیستل شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۶
5U2A3509

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارو پروژه د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۲۱مه نېټه پرانیستل شوه. په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټولګټو چارو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني، د پروان او بغلان ولایتي مسؤلینو او د خصوصي سکټور استازیو حضور درلود. محترم ملا صاحب د یادې پروژې د پرانیستې په موخه جوړو شویو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، له قوش‌تېپې ملي کانال وروسته دا دوهمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د دې ملي پروژې بشپړولو ته چمتو دی او په دغه برخه کې قراردادي شرکتونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. د سالنګونو د بیارغونې پروژه په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي سره د دوه کلونو په موده کې بشپړېږي، چې زرګونو کسانو ته پکې کاري فرصتونه رامنځته کیږي.  د سالنګونو لویې لارې په واسطه د هېواد پر ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره وصلیږي. په دغه لویه لار په ورځني ډول زرګونه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه تګ راتګ کوي. پر دغه لاره تلونکي مسافر او موټروانان خوښ دي چې په بیارغېدو سره به یې شته ستونزې حل شي.  همدارنګه په غونډه کې د خصوصي سکټور استازیو وویل، چې په هېواد کې د لویو لارو او په ځانګړي ډول د سالنګونو په بیارغېدو سره به د افغانستان سوداګري او د افغانستان له لارې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ترانزیټ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي. په پای کې محترم ملا صاحب له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل چې څومره ژر ممکنه وي دغه پروژه په ښه کیفیت، په پوره صداقت او امانت‌دارۍ سره بشپړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS