د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۶:۴۲
5U2A0583

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د فراه ولایت د بخش آباد او نیمروز ولایت د کمال خان بندونو د پاتې چارو د بشپړولو په موخه دې اړوند وزارتونه او ادارې د بودیجې له توشېح وروسته خپلې چارې ګړندۍ کړي. د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د عایداتي منابعو د فعالولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق اړوند د مالیې وزارت لخوا وړاندې شوی راپور او اړوند وړاندیزونه تائید او پرېکړه وشوه چې د مشرتابه عالي مقام سره دې شریک شي. اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په ګډه د عایداتي منابعو د فعالولو لپاره لا نور کار هم وکړي. همدا راز ټولو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د عایداتي منابعو د غښتلتیا په موخه خپلې پالیسۍ غني او له اقتصادي معاونیت سره یې شریکې کړي. په ناسته کې د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ استخباراتو لوی ریاست، د صنعت او سوداګرۍ، مالیې او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارتونو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې افغانستان ته د غیر قانوني او بې کیفیته خوړو او درملو د تورید او بیلټۍ د مخنیوي په موخه یوه جامع کړنلاره جوړه او د تاییدۍ لپاره یې په عاجله توګه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د اقتصادي کمېسیون له همدې پرېکړې وروسته د خوړو او درملو ټول شرکتونه او سوداګر مکلف وبلل شول، چې د یوې نیمې میاشتې په موده کې خپل ټول واردات د خوړو او درملو ادارې له اصولو سره برابر کړي، که له ټاکلې نېټې وروسته هم هغوی د ناسمو موادو له واردولو ډډه ونه کړي، له قانوني چلند سره به مخ کېږي. همدا راز په غونډه کې د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په موخه د افغانستان برېښنا شرکت په مشرۍ جوړې شوې تخنیکې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یادې سیمې ته سفر وکړي او یادو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو موضوع له نږدې و ارزوي او خپل راپور د وروستي تصمیم لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې د کابل ښاروالۍ لخوا د بهزاد سینما اړوند ساحې، د بهزاد سینما مقابل ساحې او په درېیم مکروریانو کې د قاضي پلازا شاته د ځمکو د عامه او خصوصي مشارکتي طرحو قراردادونه د آزادې داوطلبۍ له لارې د وړاندې شویو پروپوزلونو په شرایطو سره، تائید شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS