د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د غالۍ جوړولو له فابریکې څخه لیدنه وکړه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۲:۵۷
WhatsApp Image 2023-05-21 at 12.19.21

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د غالۍ جوړولو له فابریکې څخه لیدنه وکړه. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د غالۍ جوړولو فابریکو له یوشمېر پانګوالو او سوداګرو سره وکتل او هغوی یې په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هرات کې د غالیو جوړولو د دې لویې او معیاري فابریکې فعالیت د ټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای یاد کړ او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې به افغاني غالۍ د نورو هېوادونو په نامه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته لېږدول کېدې، چې اوس الحمدلله د دې او دېته ورته نورو فابریکو تولیدات د افغانستان په نامه بهر ته صادرېږي. په دغه لیدنه کې پانګوالو او سوداګرو له محترم ملا صاحب سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځینې ستونزې شریکې کړې او له اسلامي امارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پانګوالو او سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي او له هغوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS