د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره وشوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۹:۱
5U2A6091

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۷مه نېټه د شنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم مطابق د کانونو په بدل کې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند او همدارنګه د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اړوند د آغا جان بند د جوړولو لپاره عملي تګلاره جوړه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د سلطان ابراهیم او آغا جان بندونو د جوړولو قرارداد د ملي پراختیا شرکت سره شوی، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پيل شي. همدارنګه په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د فراه، هرات او نیمروز ولایتونو په بندرونو کې ترانشيپ بند دی او نفتي توکي به یوازې د ترانزیټ له لارې افغانستان ته واردېږي. د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس، افغان ترانسپورټي ټانکرونه کولای شي افغانستان ته د نفتي توکو ترانزیټ ترسره کړي.  د غونډې په پای کې د عدلیې وزارت او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د عوایدو د زیاتوالي او ښه مدیریت په موخه جوړه شوې طرحه منظور شوه. په دغه طرحه کې د عدلیې وزارت د شته عایداتي منابعو د بیا را ژوندي کولو لپاره تګلاره ترتیب شوې او همدا راز د دغه وزارت په چوکاټ کې ۱۴ نوي عایداتي منابع لټول شوي، چې له مخې به یې د عدلیې وزارت په کلنیو عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمیټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۳۰ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په شپږو ولایتونو ( ارزګان، دایکندي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS