د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د افغانستان د صنعت او معدن خونې له مسؤلینو سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 29مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنعت او معدن خونې له مسؤلینو سره وکتل. محترم ملا صاحب د هیواد د اقتصادي پياوړتیا او د بېکارۍ کچې په له منځه وړلو کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته یې کړه: خصوصي سکتور په ۵ زرو فابریکو کې نږدې یو نیم میلیون کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت یې د فعالیت ستاینه کوي.

ښاغلي برادر د خپلو خبرو پر مهال وویل، له نېکه مرغه په افغانستان کې اوسمهال خصوصي سکتور ښه پرمختګ کړی او د هیواد په کچه څو لوی لوی صنعتي پارکونه ورته جوړ شوي، چې دا د دوی لپاره یوه ښه خبره ده.

 د صنعت او معدن خونې رئیس شیرباز کمین‌زاده وویل، موږ د افغانستان اسلامي امارت څخه دې زړه له تله مننه کوو چې په ډېر کم وخت کې یې زموږ موجوده ستونزې تر ډېره حده حل کړې. نوموي د خپلو خبرو پر مهال وویل، د دایمي ځمکې نه درلودل، د برېښنا پرچاوي، له بانک څخه د پیسو ایستل او له هیواده بهر د خصوصي سکتور تولیداتو ته د ښه بازار نشتون هغه څه دي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي. نوموړي د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې که یادو ستونزو ته یې رسیده‌ګي وشي، نه یوازې دا چې تولیدات به یې ورسره زیات شي، بلکې لا ډېرو هیوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

په دغه ناسته کې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د خصوصي سکتور مسوولینو ګډون کړی و، چې د هر ولایت مسول یې د خپلو ستونزو یادونه وکړه. د دغه سکتور رئیس شیرباز کمین زاده وویل، افغانستان اوسمهال نږدې په ۷۶ بېلابېلو برخو کې پر ځان بسیا دی، چې که حکومت ورته ښه زمینه برابره کړي، دوی چمتو دي چې په ځینو برخو کې ان نورو هیوادونو ته صادرات هم ولري. نوموړي وویل، د سیمې هیوادونه باید له موږ سره په سوداګرۍ او د توکو په لېږد رالېږد کې دوه اړخیز چلند وکړي. د هغه په خبره، ځینې هیوادونه افغانستان ته صادرات لري، خو په بدل کې له موږ څخه توکي نه پېري چې دا د نړیوالې سوداګرۍ له اصولو سره سم نه دي.

د خصوصي سکتور مسوولینو د برښنا له پرچاوۍ هم شکایت درلود او د افغانستان له برښنا شرکت یې وغوښتل چې په دې برخه کې د دوی ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي. خو د افغانستان برښنا شرکت یې په ځواب کې وویل، چې د ژمي په را رسېدو سره معمول په افغانستان کې د برښنا پرچاوي زیاتېږي؛ خو دوی بیا خصوصي سکتور ته د شپې پر مهال د نورو ښاریانو او شرکتونو په پرتله ډېره برښنا ورکوي، چې د دوی په خبره، د خصوصي سکتور ستونزې تر یوه حده حل کولی شي.

همدارنګه د دغه سکتور مسؤلینو د افغانستان له اسلامي امارت د یوې منظمې کاري لایحې غوښتنه هم وکړه، چې په خبره یې دوی به یې له مخې له حکومت سره په همغږۍ مخکې ځي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل په موخه دې له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي.