د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره وکتل

نېټه: د 2022 کال د فبروري 13مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د یکشنبې ورځ د ۱۴۴۳ قمري کال د رجب میاشتې په دویمه نېټه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د روسیې له سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره وکتل او دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

په افغانستان کې د روسیې سفیر د خپلو خبرو پر مهال وویل، روسیه د افغانستان له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او دوی د یادو اړیکو پراختیا غواړي. نوموړي زیاته کړه، روسیه لېواله ده چې په افغانستان کې د بندونو جوړولو، د کانونو د استخراج، د ریل پټلۍ د غځولو او ځینو نورو لویو اقتصادي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي. دیمیتري ژیرنوف وویل چې دوی به په نږدې راتلونکي د ضمیر کابلوف په مشرۍ یو لوی هیئت کابل ته په رسمي سفر راولېږي چې د بېلابېلو سکټورونو غړي به هم پکې شامل وي.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، دغه هیئت به له تاسې سره په دوو مهمو موضوعاتو چې یوه یې ستاسې د غوښتنې او اړتیا پر اساس په مهمو برخو کې پاګونه او بل اقتصادي مسایل دي، خبرې ولري. دغه سفر به د اسلامي امارت له مسوولینو سره په همغږۍ ممکن د فبروري میاشتې په ۲۱مه او یا هم ۲۲مه نېټه ترسره شي.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په افغانستان کې پر مهمو اقتصادي برخو کې د روسیې د پانګونې له لېوالتیا منننه وکړه او زیاته یې کړه، دوی په دې وروستیو کې روسیې ته د روسي چارواکو په بلنه سفر درلود، چې دغه سفر یې له ډېرو لاسته راوړنو ډک و. محترم ملا برادر اخوند وویل، دوی په  مسکو کې له روسي چارواکو سره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې، امنیتي مسایلو، سیاسي وضعیت او د تروریزم او داعش پر وړاندې د مبارزې په اړه مهم مجلسونه درلودل.

برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د روسیې حکومت په افغانستان کې د داعش د حضور او د هغوی د افرادو او فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه لري؛ خو اسلامي امارت ورته د بشپړ امنیت او مبارزې اطمینان ورکوي.

ښاغلي برادر وویل، موږ د داعش او ترویزم پر وړاندې د مبارزې لپاره له روسیې د ځینو نظامي تجهیزاتو غوښتنه کړې، چې په خبره یې روسي چارواکو یې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی.

 د ریاست الوزراء لومړي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چې دوی په قطر کې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال له روسیې سره ښې اړیکې درلودې او روسیې په سیاسي او مطبوعاتي برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري کوله چې د افغانستان اسلامي امارت اوسمهال او په راتلونکي کې بیا هم د دغو اړیکو پالل او لا پياوړي کول غواړي. د برادر اخوند په خبره، دوی د روسیې په ګډون د ټولو هیوادونو د هر ډول اندېښنو د ختمولو لپاره عملاً هڅې کوي او تر ډېره حده په دې برخه کې بریالي هم دي.

محترم برادر اخوند د روسیې سفیر د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلامي امارت به د تېر حکومت لویو کسانو ته چې ځینې یې په دې وروستیو کې لکه د سولې په چارو کې د اشرف غني لوی سلاکار سلام رحیمي بېرته کابل ته ستانه شوي هم دي، د کار او واک چانس ورکړي؛ وویل د تېر حکومت مشران او بیا په تېره اشرف غني ته نږدې کسان ټول په فساد کې ښکېل وو او د ولس په منځ کې ډېر بد پېژندل شوي، نو پر دې اساس به هېڅکله هم هغوی په خپل حکومت کې شریک نه کړي. برادر اخوند زیاته کړه، هغه افغانان چې په نورو هیوادونو کې د مهاجرت شپې ورځې تېروي، پرته له کومې ویرې کولی شي افغانستان ته راشي او اسلامي امارت یې د سر او مال ساتلو بشپړ امنیت نیسي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وویل، مسکو چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې له اسلامي امارت سره په همغږۍ د افغانانو ترمنځ د ملي روغې جوړې یو نړیوال مجلس راوبولي؛ خو په ځواب کې یې ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د افغانستان لویه کشاله چې هغه د امریکا او ملګرو لخوا یې اشغال وو، ختمه شوه او د افغانستان د امنیت او سیاسي وضعیت په اړه نور د مذاکراتو وخت تېر شوی. ښاغلي برادر زیاته کړه، هر افغان کولی شي په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې په ارامه فضاء کې ژوند وکړي.

د مجلس په پای کې د دواړو لورو لخوا ټینګار وشو چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې او له داعش سره د مبارزې په موخه به په نږدې راتلونکي کې د مسلکي او تخنیکي ټیمونو او اړوندو وزارتونو لخوا بحثونه وشي.