د سلطان ابراهیم بند اقتصادي ارزښت ته کتنه

لیکوال: امان‌الله حنیفي

اوبه د بشریت په پرمختګ کې یو خورا مهم ارزښتمن عنصر دی، چې د نړۍ سترو تمدنونو اوبو ته نږدې وده کړې او د نړۍ سترې امپراتورۍ هم د اوبو پر غاړه په پښو درېدلې دي. اوبه یوازې د څښاک لپاره نه دي، بلکې د کرنې، سوداګرۍ، ترانسپورټ او په دفاعي چارو کې هم کارول کېږي. خو د نړۍ په سطحه د اوبو کچې کموالي په دې وروستیو لسیزو کې د هېوادونو تر منځ شخړې راپورته کړې او دې چارې د نړۍ پر اقتصاد منفي سیوری غوړولی دی. د اوبو کچې کموالي په نړۍ کې درېیمه درجه هېوادونه تر نورو ډېر متاثر کړي، ځکه لومړۍ او دوهمه درجه هېوادونو له ډېر پخوا د موسمي او بهېدونکو اوبو لپاره لوی او کوچني بندونه جوړ کړي، چې هم یې د ځمکې د سر اوبه ذخیره کړې او هم یې تر ځمکې لاندې اوبو ذخیرې تر یوې کچې تغذیه شوې دي. هغوی له دې ستونزې سره په ډېر جدي ډول نه دي مخ. خو په درېیمه درجه هېوادونو کې بیا دغه ستونزه جدي ده، ځکه په دغو هېوادونو کې یا تر ډېره د روانو او موسمي اوبو لپاره لوی بندونه نه دي جوړ شوي او یا که یې د جوړولو کارونه پيل شوي هم دي، تر اوسه تکمیل شوي نه دي.

د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله هېڅ لوی بند نه دی جوړ شوی او که یې د جوړولو کارونه پيل شوي، سرته نه دي رسېدلي چې پر دغه اساس د لویو بندونو نړیوال کمېسیون کې د افغانستان هېڅ لوی بند نه دی ثبت شوی. په افغانستان کې د ټولو بندونو او سربندونو شمېر تر ۶۰ زیات دی، چې  ۱۸ یې د لویو بندونو په کتار کې راځي. په افغانستان کې د نسبتاً لویو بندونو له ډلې یو هم د سرپل ولایت ښار ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د سلطان ابراهیم بند دی. دغه بند د موسمي اوبو د راګرځولو په موخه جوړېږي چې د برښنا پر تولید سربېره به زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه او همدا راز به د سیمې اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړي.

د سلطان ابراهیم بند د سرپل ولایت یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه دی، چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولایت د اوسېدونکو د برښنا او اوبو کمښت اړتیاوې پوره شي. د سلطان ابراهیم بند د سرپل ولایت ښار ته په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې د کوهستانات ولسوالۍ له غرونو سرچینه اخلي.

د سرپل ولایت د اوسېدونکو د پرله‌پسې غوښتنو او د دغه بند اقتصادي ارزښت ته په کتو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۷مه نېټه په خپله نوبتي ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم مطابق د دغه بند د جوړولو لپاره د عملي تګلارې جوړولو په اړه بحث وشو. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ یوې بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دغه بند د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین په اړه جامع طرحه جوړه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د سلطان ابراهیم بند په سرپل ولایت کې د موسمي سیلابونو او طبیعي روانو اوبو د راګرځولو په موخه جوړېږي، چې د شاوخوا ۲۰ میګاواټه برښنا پر تولید سربېره به د ۵۵ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا هم ولري. د دغه بند د جوړولو چارې به د ملي پراختیا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، چې ټولیز ارزښت یې ۳۷ میلیون ډالرو ته رسېږي. یاد بند ۴۵ متره لوړوالی او همدا راز دواړو خواوو ته دوه لوی کانالونه لري چې هر یو یې ۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري. سلطان ابراهیم بند به په خپله کاسه کې یو میلیون متر مکعب اوبه ذخیره کړي چې د برېښنا د تولید او کرنیز ځمکو د خړوبولو لپاره به ترې استفاده کېږي.

د سرپل ولایت د سیندیزې حوزې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د سلطان ابراهیم بند چارې د ۳ کلونو په موده کې بشپړېدای شي، چې د جوړېدو پر مهال به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هم د دغه بند سروې د یو هندي شرکت له لوري ترسره شوې وه، خو د وخت د فاسدو چارواکو او مافیايي کړیو د فساد له امله یې عملي کارونه پيل نشول.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر سرپل ولایت کې هم د اوبو د کمښت ستونزه جدي او د دغه ولایت اوسېدونکي شکایت کوي، چې د څښاک او کرنې اوبو له جدي خطر سره مخ دي. دوی خوشاله دي چې د سلطان ابراهیم بند په جوړېدو سره به یې یادې ستونزې تر ډېره حل او اقتصاد به یې ورسره وده وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت له لوري د سلطان ابراهیم بند جوړېدو ته د سرپل ولایت اوسېدونکي خوشاله دي او وايي چې په دې سره به د کال په ۹ میاشتو کې د روانو طبیعي اوبو او موسمي سیلابونو د ضایع کېدو مخنیوی وشي او د اوړي پر مهال به بزګران او عام خلک ترې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره استفاده کوي.