د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز چارې ۴۲سلنه بشپړې او کارونه یې په چټکۍ سره روان دي

1235678

د قوش‌تېپې کانال پروژه چې  د هېواد په شمال کې د سلګونو زره هکتاره ځمکې د خړبولو لپاره پلان شوې ده، عملي چارې یې د روان لمریز کال په لومړیو کې پیل او دا مهال  یې د لومړي فاز کارونه ۴۲ سلنه بشپړ شوي دي. د قوش‌تېپې کانال پروژه چې د هېواد په سطحه یوه له ملي او حیاتي پروژو څخه بلل کیږي، په درېیو فازونو کې ډیزاین شوې او کارونه یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پر مخ بیول کیږي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو څخه چې د قوش تېپې کانال کارونه پر مخ بیايي، مننه وکړه، د دوی چارې یې مثبتې وارزولې او ویې ویل: «مناسبه ګڼم چې د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ او له ټول ټیم څخه یې مننه وکړم، د ملي پراختیا شرکت په افغانستان کې یوازینی شرکت دی چې په افغانستان کې یې هر کار ته اراده کړې هغه یې په ښه شکل او وخت ترسره کړی دی». د ملي پراختیا شرکت رهبري د پروژې په پیل کې وعده ورکړې وه چې د ماشینرۍ اندازه به ۲۸۰۰ او په ورځ کې به د کندن‌کارۍ کچه ۳۶۰ زره مترمکعب ته ورسوي. د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش په دې برخه کې کړې ژمنې ته په اشارې سره وویل چې زیاترو خلکو  به داسې انګیرله چې ګني د دې سترې پروژې چارې به د ملي پراختیا شرکت په وس پوره وي او که نه، خو اوس دادی د پروژې چارې له اټکل څخه په لوړه کچه او ښه کیفیت مخ پر وړاندې روانې دي. نوموړي  زیاته کړه: «اکثریت خلکو ته دا سوال پیدا کیږي چې ایا موږ د دې ظرفیت لرو چې دا پروژه تطبیق کړو، خو دلته عزم وجود لري، ډېر په قوت سره به ان‌شاءالله د کار  په بهیر کې د ماشینرۍ تعداد شاوخوا ۲۸۰۰ ته ورسوو او دا به ثابته کړو چې افغانستان کولای شي خپل اقتصاد په پښو ودروي او خپلې ملي پروژې په خپله تطبیق کړي.» خو اوس چې د پروژې د کار له پیل څخه ۹ میاشتې تیریږي د ماشینرۍ تعداد د توقع خلاف  ۳۴۰۵ ته او په ورځ کې د کندن‌کارۍ اندازه ۷۲۰ زره مترمکعب ته رسېدلې. د ماشینرۍ او کندن‌کارۍ په زیاتوالي سره اټکل دادی چې د قوش‌تېپې کانال کارونه به له ټاکلې مودې  وړاندې بشپړ شي. په دې اړه د ملي پراختیا شرکت ولایتي مسؤل انجنیر فرید عظیم وویل: «په ساحه کې په ورځني ډول چې موږ ته د کندن‌کارۍ کوم هدف ټاکل شوی ؤ، هغه ۳۶۰ زره مترمکعب ؤ، خو الحمدالله د انجنیرانو او قراردادي شرکتونو په هڅو موږ دا اندازه په ورځني ډول تر ۷۲۰زره مترمکعب  پورې رسولې ده. د دې پروژې اقتصادي او ټولنیز اهمیت ته په کتو سره زه ډاډه یم چې کارونه به یې له ټاکلې مودې مخکې بشپړیږي.» اوسمهال د قوش‌تېپې کانال پروژې په لومړي فاز چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، په ۱۱۴ نقطو کې په چټکۍ سره کار روان دی او په دې پروژه کې په مستقیم ډول له ۵۵۰۰ زیات کسان په کار بوخت دي او له دې لارې حلاله روزي پیدا کوي او ځینې کارګران په دې کانال کې په کار کولو له دې امله خوښ دي چې  د هېواد په ابادۍ کې برخه اخلي. د قوش‌تېپې کانال یو کارګر برات خان وايي: «زه پر دې خوښ یم چې په خپل هېواد کې کار کوم او دا زموږ د هېواد ابادي ده، کله چې دا پروژه بشپړه شي او له امله یې دا شاړې دښتې ابادې شي، نو د هېواد اړتیا وړ غنم به له دې لارې پوره شي.» د قوش‌تېپې کانال یو بل کارګر الله داد بیا له دې امله خوښ دی چې په خپل هېواد کې ورته د کار زمینه برابرې شوې، هغه وايي: «زه ډېر خوشبخته یم چې په خپل وطن کې راته کار پیدا شوی دی، مخکې له دې چې دلته راشم ما په ایران کې کارګري کوله، نو چې کله خبر شولو چې دلته کار پیل شوی دی، موږ هم راغلو دلته مو کار پیل کړ.» د قوش‌تېپې کانال کارونه د افغان متخصصینو له لوري پر مخ وړل کیږي او مصرف یې د افغانستان اسلامي امارت له ملي بودیجې ورکول کیږي. د لومړي فاز لګښت ۸.۲ میلیارده افغانۍ اټکل شوی او د ملي بودیجې له پراختیایي برخې ورکول کیږي. د یادولو وړ ده، چې د قراردادي شرکتونو پیسې پر وخت ورکول کیږي او دې کار د پروژې په کار کې چټکوالی راوستی دی او قراردادي شرکتونه شپه او ورځ  او په پوره ډاډ خپلې چارې پرمخ بیايي. په دې اړه د عبدالله حمید ساختماني شرکت مسؤل عبدالحمید حمید وویل: «هغه اندازه د کار چې زموږ سره قرارداد کیږي، چې کله هغه موږ تکمیل کړو له دوو الی درې ورځو په جریان کې موږ ته پیسې راکول کیږي، اوس د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس تصمیم نیولی چې انوایسونه انلاین شي، نو له دې سره به د یوې ورځې په جریان کې موږ خپلې پیسې ترلاسه کوو.» د قوش تېپې کانال په پروژه کې د هېواد د مختلفو قومونو د لسګونو مسلکي کادرونو ترڅنګ زرګونه عرادې ماشینري هم د یادې پروژې چارې پرمخ بیايي. نجیب الله یاوري د قوش‌تېپې کانال پروژې ساحوي انجنیر بیا وايي چې د یادې پروژې د سروې، ډیزاین او نورې چارې خپله د افغانانو له لوري پرمخ بېول کیږي، نوموړی پر دې کار خوښي څرګندوي او زیاتوي :«خوښ یم چې په دې لویه ملي پروژه کې کار کوم، د خوښۍ ځای دادی چې د دې پروژې سروې، ډیزاین او عملي چارې ټولې د افغان انجنیرانو لخوا پرمخ وړل کیږي.» مجیب الرحمن- د قوش‌تېپې کانال پروژې بل ساحوي انجنیر دی، نوموړی په یاده پروژه کې پر کار کولو ویاړي او وايي :«په سخت حالت کې موږ کار ترسره کوو او دا کار په ویاړ ترسره کوو ،موږ پر دې خوښ یو چې د خپل هېواد په ابادۍ کې موږ ته زمینه د کار برابره شوې ده.» دغه انجنیران چې د قوش‌تېپې کانال پروژې په تطبیق کې اساسي رول لري، د نورو کارګرانو ترڅنګ په سختو شرایطو کې شپه او ورځ کار کوي، تر څو د یاد کانال چارې ژر تر ژره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د قوش‌تېپې کانال پروژې ساحوي انجنیر نور احمد له دې امله خوښ دی چې دا ستره پروژه د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلیږي او پلي کیږي، هغه وايي: «ډېر خوشحاله یو چې په خپل وطن کې کار کوو او د خپل ملت او خلکو لپاره کار کوو او په یوه داسې حیاتي پروژه کې کار کوو چې د هېواد په تاریخ کې به بې مثاله پروژه وي چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تطبیقیږي.» حکومتي مسؤلین هم وخت پر وخت د یادې پروژې کارونه له نېږدې ګوري او څاري، دوی وایي، چې د دې کانال په بشپړېدو سره به افغانستان د غلو دانو له اړخه خودکفا شي او وبه کولای شي چې خپل کرنیز محصولات نورو هېوادونو ته صادر کړي.د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم عبدالسلام حنفي په دې اړه وویل، پروګرام خو دا دی چې د قوش‌تېپې کانال پروژې کارونه په درېیو فازونو کې بشپړ شي او اوس په لومړي فاز چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ څخه پیلیږي تر دولت اباد پورې دوام لري، کار جریان لري، د الله ج په توفیق سره به کارونه د پلان مطابق مخکې لاړ شي او بشپړ به شي. د افغانستان اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد بیا د قوش تېپې کانال یوه حیاتي پروژه بولي او زیاتوي: «دا د افغانستان خلکو لپاره یو حیاتی کانال دی او د دې کانال په جوړېدو سره به د غنمو او حبوباتو له اړخه افغانستان خودکفا شي او موږ به وکولای شو چې د سیمې هېوادونو ته هم کرنیز محصولات صادر کړو.» په کم وخت کې د یاد کانال زیات کار د ترسره کېدو او د کانال په سطحه باندې د اوبو بهېدو سره یادې ساحې ته د هېوادوالو توجه اوښتې ده او هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک د یاد کانال لیدلو ته راځي. د بلخ یو اوسیدونکی ایمل وایي چې له یاد کانال څخه یې لیدنې کړې خوښ دی او وايي: «دا د افتخار ځای دی چې په هېواد کې مو بنیادي پروژې پیلیږي او له دې لارې به موږ وکولای شو چې عایدات ترلاسه کړو. د بلخ یو بل اوسیدونکی فرید د افغانستان د پرمختګ په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستايي، نوموړی زیاتوي: «زه په هغه اندازه خوښ یم چې په دنیا کې مې هېڅ جنجال نه وي لیدلی او نن دنیا ته نوی راغلی یم امید لرم، چې د افغانستان اسلامي امارت په هڅو به پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ولرو .» د میدان وردګو یو اوسیدونکی د قوش تېپې کانال په رغېدو سره د ویاړ احساس کوي، هغه خپل احساس داسې بیانوي: «زموږ احساس له دې نور هم لوړ شو کله مو چې دا کانال ولیدلو ان‌شاءالله افغانستان ابادیږي که چېرې دا کانال تکمیل شي دا ټولې دښتې به ورسره ابادیږي ان‌شاءالله.» د لومړي فاز په تکمیلېدو سره به د دویم فاز چارې هم ژر پیل شي او د افغانستان اسلامي امارت د هغې د تمویل لپاره بشپړ تعهد لري. په دې اړه د مالیې وزیر محترم ملا هدایت الله بدري وویل: «د ۱۴۰۱ لمریز کال د ملي بودیجې په پراختیایي برخه کې د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز چارو عملي کېدو ته ۸ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوې وې، په نوي کال کې به د دوی د ضرورت په اندازه پیسې په پام کې ونیسو.» دا د امو سیند دی چې تر تېر کال پورې د امو سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په پار  هېڅ  راز پلان په پام کې نه ؤ نیول شوی، خو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره اوس امو سیند د خپل اصلي مسیر په طرف روان دی چې د سربند په جوړېدو سره به په راتلونکو څو میاشتو کې د امو سیند اوبه د قوش‌تېپې کانال له لارې د هېواد شمال وچې دښتې ښېرازه او سمسورې کړي. د یادونې وړ ده چې د قوش‌تېپې کانال چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ پیل شوی دی او د جوزجان ولایت څخه په تېرېدو د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې غځیدلی، ټول‌ټال اوږدوالی یې ۲۸۵ کیلومترو ته رسیږي، عرض یې ۱۵۲ متره دی او ژوروالی یې له ۸.۵ څخه تر ۱۲.۵ مترو پورې دی.