د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د نفتو او ګازو د کیفیت او په دې برخه کې شته ستونزو ته د رسېدو په اړه د اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او ملي سوداګرو ترمنځ غونډه ترسره شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۷:۴۳
5U2A3362

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه د نفتو او ګازو د کیفیت او په دې برخه کې شته ستونزو د رسېدو په اړه د اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او ملي سوداګرو ترمنځ په مرمرینه ماڼۍ کې ګډه غونډه ترسره شوه.  د ناستې په پیل کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سوداګرو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل چې افغان ملي سوداګرو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبولی او لا هم په دغه برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. محترم ملاصاحب زیاته کړه، زه له ټولو ملي سوداګرو څخه غواړم چې په خپل کار کې رښتیني و اوسي او پر نورو توکو سربېره هېواد ته باکیفیته نفت او ګاز وارد کړي څو په دې سره هم چاپېریال او هم د انسانانو روغتیا خوندي شي. ورپسې د نفتو او ګازو برخې ملي سوداګرو د افغانستان اسلامي امارت له مسوولینو مننه وکړه چې دوی ته یې د کاروبار خوندي چاپېریال برابر کړی او هراړخیز ملاتړ یې کوي. یادو ملي سوداګرو د نفت او ګازو کیفیت د کنټرول، مالیاتو، د شرکت د یوزرنیم، په هېواد کې د تېلو د تصفیه خونو او په ګمرکونو کې شته ستونزې له محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره شریکې کړې. دوی غوښتنه وکړه چې د هغو نفتو او ګازو په برخه کې دې مراعات ورسره وشي چې په ډېره کمه اندازه یې کیفیت ټیټ دی. د دوی په خبره، که دا کار وشي نو له یوه لوري به هېواد ته په کافي اندازه نفت او ګاز وارد شي او له بل لوري به سوداګرو ته هم زیان نه رسېږي.  د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب د نفت او ګازو برخې ملي سوداګرو ته ډاډ ورکړ او په دې اړه یې اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو ته د مناسبو حللارو پيدا کولو لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS