د ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې له GAAC کمپنۍ سره د څلورو هوايي ډګرونو تړون لاسلیک شو

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۳:۳۲
GAAC

نېټه: د 2022 کال د مې 24مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د GAAC/G42 کمپنۍ تر منځ د کابل، کندهار او هرات په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د پروازونو پر مهال د ځمکنیو خدماتو چمتو کولو تړون لاسلیک شو.

ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه تړون د لاسلیک کېدو پر مهال وویل، اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره پوره هڅه کوي، چې له دغه تړون سره به ټولې نړیوالې هوايي کمپنۍ د امن په فضا کې بېرته افغانستان ته پروازونه پيل او د سوداګرۍ کچه به ورسره زیاته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS