د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خواشینۍ پيغام

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۸:۴۶
12

نېټه: 2022، اګسټ 13مه

له بده‌مرغه په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېلابونو یوشمېر هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند سیلاب ځپلو هېوادوالو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او دوی ته خپل د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوي.

شهیدانو ته له الله متعال څخه جنت الفردوس او وارثانو ته یې د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوي او همدارنګه د زیانمنو شوو هېوادوالو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او په غم کې یې ځان شریک بولي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په دې تړاو اړوندو ادارو ته امر وکړ، چې له زیانمنو شوو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.