ضمیر کابلوف: چمتو یو چې په افغانستان کې لویې اقتصادي پروژې پيل کړو

نېټه: د 2022 کال د مارچ 24مه

د رياستالوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په چهارچنار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي "ضمير کابلوف" او مل هيئت سره وکتل. محترم ملاصاحب په بشري او امنيتي برخو کې د روسيې له مرستو مننه وکړه او په نړيوالو فورمونو او د ملګرو ملتونو په وروستۍ ناسته کې یې د افغانستان اسلامي امارت په اړه د روسي استازي له څرګندونو ستاينه وکړه.

ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، دا چې روسیه د امنیت شورا غړیتوب لري او د اسلامي امارت حکومت تر اوسه د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، نو موږ له روسیې د یو ګاونډي هیواد په توګه غواړو چې د اسلامي امارت په پېژندلو کې لومړی ګام پورته کړي. د محترم ملاصاحب په خبره، په دې سره به د سیمې هیوادونو امنیت لا ټینګ او اقتصادي پياوړتیا به رامنځته شي.

د ریاست الوزراء لومړي مرستیال له روسي هیئت سره په خپلو خبرو کې وویل،  د افغانستان او روسیې تر منځ فرصتونه په زیاتېدو دي او اسلامي امارت د یو مسوول حکومت په توګه له دغو فرصتونو د ښې استفادې لپاره هڅې کوي. ښاغلي برادر اخوند همدار راز د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان ریل پټلۍ جوړولو کې د روسیې له لېوالتیا هم هرکلی وکړ او په دغه لویه پروژه کې یې د روسیې همکاري مهمه وبلله.

 د روسي هیئت مشر ضمير کابلوف وويل، افغانستان ته یې له دې سفر یوازینۍ موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او په هغو برخو کې ګډ کار کول دي، چې افغانستان ورته تر نورو ډېره اړتیا لري. ښاغلي کابلوف زیاته کړه، له تخنیکي بحثونو وروسته به ژر د هغو پروژو عملي کار پيل کړي، چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړي وویل، روسیه چمتو ده چې د نفتي موادو او مایع ګاز په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د ښاغلي کابلوف په خبره، دوی د نفتي موادو او مایع ګاز پراخې زېرمې لري، چې کولی شي د افغانستان د اړتیا وړ دا مواد ورته په ارزانه بیه او ښه کیفیت ورکړي.