نړیوال بانک: افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پام وړ لوړه شوې

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د  اګست میاشتې په ۳۱مه نېټه په خپاره شوي راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته اشاره شوې ده. په دې راپور کې ویل شوي دي چې د افغانستان اقتصادي حالت د تېرو کلونو په پرتله د پرمختګ په حال کې دی.

 په یاد راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال جولای میاشتې څخه بیا تر دې مهاله د انفلاسیون کچه۹.۱سلنه ټیټه شوې. ددې ټیټوالی لامل د خوراکي توکو په بیو کې ۵ سلنه کموالی په ګوته شوی دی. دوهم لامل یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثابت پاتې کېدل دي. ددې ترڅنګ په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

 دغه راز په مارکېټونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي په کافي اندازه پیدا کېږي او خلک په اسانۍ ورته لاسرسی لري، خو دې توکو ته د خلکو تقضا څه نا څه راکمه شوې ده. د ۲۰۲۳ م کال اګست ۲۴ مې نېټې پورې د افغانۍ ارزښت د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پام وړ لوړ شوی دی. د امریکايي ډالر پر وړاندې ۷.۳ سلنه، پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې ۲۹.۳سلنه، د ایراني تومان پر وړاندې ۴۱.۲ سلنه، د چینايي ین پر وړاندې ۶سلنه او د یورو پر وړاندې ۴.۹سلنه لوړه شوې  ده. لامل یې بهر ته د اسعارو د قاچاق مخنیوی، په هېواد کې دننه په کمه اندازه د پیسو عرضه او بل لامل یې د مرستندویه ټولنو له لوري هېواد ته د امریکايي ډالرو لېږد ښودل شوی دی.

دغه راز په راپور کې ویل شوي دي چې بانکي سیستم کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د روان میلادي کال د مې میاشتې راپه دېخوا سوداګریز شرکتونه کولای شي، له خپلو بانکي حسابونو څخه په میاشت کې څلور مېلیونه افغانۍ ترلاسه کړي او د سوداګریزو شرکتونو مسوولینو ددې کړنې له امله خوښي ښودلې ده.

  د امارتي مامورینو معاشونه پر وخت ورکول کېږي. په دې اړه د نړیوال بانک له لوري له ۱۲۰۰ نارینه او ۳۴۰ ښځینه کارکوونکو سره ټلیفوني مرکې شوې دي. دوی ټولو ویلي دي چې معاشونه یې پر وخت د بانک له لارې ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۲۳میلادی کال د مارچ له میاشتې را په دېخوا د مسلکي او غیر مسلکي ګړو له پاره کاري فرصتونه زیات شوي دي. علت یې دادی چې د کرکیلې موسم دی او زیات خلک په دې برخه کې پر کار بوخت دي. ددې ترڅنګ د کار ګرو مزد زیات او علت یې کارګر ته د تقاضا لوړوالی ښودل شوی دی.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د ۲۰۲۳میلادی کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ملي عوایدو کچه لوړه شوې او ۷۶ مېلیارده افغانۍ عواید راغونډ شوي دي. ددې عواید زیاته برخه ګمرکي عواید او مالیات جوړوي. د تېر میلادي کال په پرتله په ګمرکي عوایدو کې ۸ سلنه او له مالیاتو څخه په راغونډو شویو عوایدو کې ۱۳سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ګمرکي عوایدو ۶۰ سلنه له پاکستان او ایران سره پر پوله پرتو ګمرکونو څخه ترلاسه شوي دي. دغه راز په داخلي عوایدو کې هم ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی د راپور د معلوماتو له مخې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۳ م کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې ۹۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د ۲۰۲۲ م کال د همدې مودې په اندازه په کې ۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. همدارنګه د روان ۲۰۲۳ م کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې ټول‌ټال ۴.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

په راپور کې یادونه شوې ده چې د روغتیا په برخه کې خدمات په لوړه کچه او ښه کیفیت ترسره شوي دي. له دغو روغتیايي خدماتو څخه زیاتره میندې او ماشومان برخمن شوي دي. د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنوري میاشتې بیا د روان ۲۰۲۳کال تر جولای پورې روغتیايي مرکزونو ته ۴، ۵ مېلیونه میندو مراجعه کړې ده او روغتیايي خدمات یې ترلاسه کړي دي.