په بادغیس کې د زلزلې له امله د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خواشینۍ پيغام
نېټه: د 2022 کال د جنوري 18مه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د بادغیس ولایت د قادس په ولسوالۍ کې د زلزلې له امله هیوادوالو ته د اوښتو زیانونو له امله ژوره خواشیني څرګندوي؛ شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته له الله تعالی څخه عاجله شفاء غواړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال چې طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون مشري هم پر غاړه لري، ټولو اړوندو ادارو ته په هماغه لحظه امر کړی چې د پېښې ځای ته په عاجله توګه ځان ورسوي؛ ټول شته امکانات په کار واچوي؛ د متضرر شویو هیوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمه مرسته ورسره وکړي.