په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله د رامنځته شوو ځاني تلفاتو په اړه د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال د خواشينۍ پيغام

نېټه: 2022، جولای 19مه
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې ورځې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي او زخميانو ته له الله(ج)څخه عاجله شفاء غواړي.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري، ټولو اړوندو ادارو ته امر کړئ، چې د پېښو ځايونو ته ژر ځان ورسوي؛ له ټولو شته امکاناتو کار واخلي؛ د زيانمنو شويو هېوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.