په کابل ښار کې د زیربنايي پروژو پرانیستې ته ځغلنده کتنه

لیکوال: امان الله حنیفي

کابل د هېواد د ټولو ولایتونو په پرتله ګڼ نفوسه ښار لري. معمولاً د نړۍ په هېوادونو کې هغه ښار چې د هېواد مرکز وي، ګڼ نفوس او د ژوند په هره برخه کې ډېرې اسانتیاوې لري. کابل هم د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله څو برابره زیات نفوس لري چې خدماتو ته د اسانه لاسرسي، د زده کړو اسانتیاوو، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پر شته فرصتونو سربېره د پانګونې لپاره تر ټولو مهم ځای بلل کېږي. د افغانستان اسلامي امارت د کابل ښار د جغرافیوي موقعیت ارزښت ته په کتو او دا چې ډېری پانګوال دلته د پانګونې لپاره زړه ښه کوي او له حکومت څخه د بشپړې همکارۍ او همېشني ملاتړ غوښتنه کوي؛ ځانګړې پاملرنه کړې. اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د ملي پانګوالو د دې غوښتنې هرکلی کوي او په ټول افغانستان او ځانګړي ډول کابل ښار کې یې په هره برخه کې د پانګونې ټول فرصتونه ورته برابر کړي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت له لوري پانګوالو ته د پانګونې فرصتونو په برابرېدو او ملاتړ سره ډېری ملي پانګوالو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې په سلګونو میلیونو افغانیو پانګونه کړې چې موږ یې د بېلګې په ډول د ګلبهار بنسټ له لوري د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ګلبهار پلازا د ساختماني چارو پيلېدو پروژې ته اشاره  کوو. ګلبهار پلازا هستوګنیز او سوداګریز مرکز د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د خصوصي سکټور لخوا جوړیږي، چې سلګونه هټۍ او هستوګنیز کورونه پکې شامل دي. په یاده پروژه 70 میلیون ډالره پانګونه کېږي چې په درېیو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د ګلبهار بنسټ د مسوولینو په خبره، د دغه پروژې په بشپړېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره شي او د سوداګرۍ په برخه کې به بدلون رامنځته کړي. پر خصوصي سکټور سربېره، د حکومت له لوري هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو، هېوادوالو ته د سهولتونو او اسانتیاوو برابرولو او همدا راز د کابل ښار د پرمختګ په موخه ډېری پروژې پلېاو ځيني نورې د  پلې کېدو په حال کې دي. له دې جملې یو هم د خیرخانې کوتل سړک د دوهمې برخې د جوړېدو چارو پرانیسته وه. دغه پروژه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوه او اصلي موخه یې هم په کابل ښار کې د   ګڼې ګوڼې کمول او د ترانزیټ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کول دي. د خیرخانې کوتل سړک دوهمه برخه 3710 متره اوږدوالی، 27 متره سور، 7850 متره کانکرېټي ویاله او د موټرو 11 تمځایونه لري، چې چارې به یې په لسو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. پر دغه پروژه 370 میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کابل ښاروالۍ له کورنیو عوایدو ورکول کېږي او سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې. د کابل ښار د بڼې منظموالي او د ښاري پلان د تطبیق په موخه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په دې وروستیو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته هم وشوه، چې تر ټولو مهمه هغه یې د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارو پرانیسته وه. د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک 7.5 کیلومټره اوږدوالی او 30 متره سور لري چې 530 میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم د کابل ښاروالۍ د کورنیو عوایدو له لارې ورکول کېږي. د یادولو وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د هېواد شمالي ولایتونه مستقیماً د کابل – هرات لویې ترانزیټي لارې سره ونښلول شي او چارې به یې هم په یو نیم کال کې بشپړې شي. د یادو پروژو بشپړېدل به د کابل ښار د اقتصادي ودې او معیاري پراختیا ته زمینه برابره کړي او د ترافیکي وېش د جریان په برخه کې به هم غوره بدلون راولي. د افغانستان اسلامي امارت د هېواد آبادول، خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول خپل مسوولیت بولي او د دغه موخې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د لویو سړکونو رغول، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او دېته ورته نورې لویې زېربنايي پروژې پر کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم په نږدې راتلونکي کې پيل کړي، چې د اوسپنې پټلۍ شبکو په رامنځته کېدو سره به افغانستان د سویلي او مرکزي آسیا ترمنځ د وصل نقطه وګرځي.