په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان بانکي وضعیت ته ځغلنده کتنه

لیکوال: امان الله حنیفي

سریزه

د افغانستان اسلامي امارت له ۲۰ کلن جهاد او بې سارې مبارزې وروسته بالاخره د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه د امریکا او ناټو په لاس جوړ شوی غلام جمهوري نظام سقوط او کابل یې فتحه کړ. د دغه اجیر نظام په سقوط سره له افغانستان څخه د ناامنۍ، اخلاقي او مالي فساد، بهرنیو استخباراتي کړیو، مفسدو او غلو چارواکو د واک لمن ورټوله او په ټول هېواد کې د امن، سوکالۍ او بشپړې خپلواکۍ سیوری خپور شو. د سیمې او نړۍ د مخربو استخباراتي رسنیو او ټولو جاسوسي کړیو د څرګندونو خلاف د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تآمین او د واحد مرکزي نظام بنسټ یې کېښود؛ خو امریکا د اسلامي امارت د ضعیفه کولو په موخه پر افغان حکومت سیاسي او اقتصادي محدودیتونه وضعه کړل، چې دغو بندیزونو تر ټول عام ولس ډېر متضرر کړ. امریکا د افغانانو ملي شتمني کنګل کړه او د بانکي سیسټم د پاشل کېدو هڅه یې وکړه. خو د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د افغانستان بانک سالمې رهبرۍ له یادو بندیزونو سره سره په هېواد کې د اقتصادي او بانکي وضعیت د کنټرول لپاره شپه او ورځ معقولې او سیاسي هلې ځلې وکړي، چې له نېکه‌مرغه د همدغو هڅو په نتیجه کې د امریکا له لوري د افغانستان پر بانکي سیسټم وضعه شوي بندیزونه تر ډېرې کچې بې اغېزې ثابت شول. په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان بانک وتوانېد چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو، انفلاسیون، د غیر بانکي سکټور کړنې، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا او همدارنګه د مبادلې نرخ او په نویو حسابونو د محدودیتونو نشتون په برخو کې مؤثر ګامونه اوچت کړي. موږ په همدې مقاله کې په پورته ذکر شوو برخو کې د افغانستان بانک له لوري ترسره شوو هڅو ته لنډه کتنه کوو.

د افغانۍ ارزښت

د امریکا له لوري د افغانستان پر اسلامي امارت د یولړ بندیزونو له لګېدو او د افغانانو د ملي شتمنۍ په کنګل کېدو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له یولړ ستونزو سره مخ شو. د بهرنیو اسعارو او په ځانګړي ډول د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت بې ثباته شو. ان داسې چې پر کابل د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په لومړیو کې د تبادلې په بازار باندې د مافیايي کړیو حاکمېدل د دې سبب شول، چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنوري میاشتې په وروستیو کې د یو امریکايي ډالر بیه ۱۲۷ افغانیو ته ورسېده. خو د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره وتوانېد چې د یوڅه وخت په تېرېدو سره دغه بیه بېرته ۹۰ او اوسمهال ۸۷ ته راښکته کړي. د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد د ۱۴۰۲ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۶مه نېټه د حکومت رسنیو مرکز په یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱.۰۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په اوږدو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۳.۸۶ سلنه کموالی ښکاره کاوه. حال دا چې په یاده موده کې د امریکايي ډالر پر وړاندې پاکستانۍ روپۍ ۲۴.۸ سلنه او هندۍ روپۍ بیا ۲.۶ سلنه د ارزښت کموالی تجربه کړی دی.

انفلاسیون

انفلاسیون یا د پیسو پړسوب چې په عمومي او دوامداره توګه د بیو لوړوالي ته وايي، د کنټرول لپاره یې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان بانک له لوري مؤثر ګامونه اخیستل شوي دي. د اسلامي امارت په بیاځلې واکمنېدو سره افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین شوی چې هممهاله ورسره کورني تولید، صنعت او زراعت د پام وړ وده کړې ده. د نړیوال بانک د راپورونو پر اساس، د تېرو دوه لسیزو په جریان کې په افغانستان کې په دوامداره توګه د توکو بیې لوړې شوې دي  چې مهم علت یې د وارداتو زیاتوالی او د کورنيو تولیداتو کموالی په ګوته شوی، خو په تېر یو کال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد واګې په لاس کې اخیستې، هڅه کوي چې د کورنيو تولیداتو اندازه زیاته کړي تر څو د وارداتو اندازه کمه او د صادراتو هغه بیا زیاته شي. د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد وايي، د احصائیې او مالوماتو د ملي ادارې د وروستیو شمېرو پر بنسټ د انفلاسیون نرخ د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې ۳.۵ سلنې ته رسیده، حال دا چې د تیر کال په ورته موده کې دا نرخ ۱۵.۳ سلنه و. د انفلاسیون د کنټرول په برخه کې د افغانستان بانک له لوري ترسره شوې هڅې د نړیوال بانک له لوري هم ستایل شوې دي. نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال د جنوري په ۲۵مه نېټه په خپاره شوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان بانک د انفلاسیون نرخ خپل ټيټېدونکي بهیر ته دوام ورکوي او په دې وروستیو کې د پام وړ راټیټ شوی دی.

 د مبادلې نرخ

د افغانستان بانک د قانون د ۶۹ مادې په رڼا کې، د مبادلې نرخ د سیاست طرحه، تر لاس لاندې نیول او اجراء کول د افغانستان بانک له بنسټیزو دندو څخه دي. د افغانستان بانک د مبادلې د متحول مدیریت شوي نرخ (Manage Floating Exchange Rate)  له رژیم څخه کار اخلي. د دې رژیم پر بنسټ، د مبادلې نرخ په بازار کې د تقاضا او عرضې د عواملو له لارې ټاکل کېږي او د افغانستان بانک پکې د هغه زیات نوسانونه تر یوه بریده مهاروي. په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ نرخ په منځني ډول د شرایطو په پام کې نیولو سره او د سیمې هېوادونو په پرتله له ښه والي څخه برخمن و.

پر نویو حسابونو د محدودیت نشتون

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې ده چې د هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کړي. په همدې موخه د افغانستان بانک په سوداګریزو بانکونو کې په ټولو هغو حسابونو چې نوي پرانیستل کېږي، هر ډول محدودیتونه لرې کړي او هغه کسان چې نوي حسابونه پرانیزي، هر وخت چې وغواړي له خپلو حسابونو څخه هرڅومره چې اړتیا وي، پیسې ترلاسه کولای شي. همدارنګه پر پخوانیو حسابونو هم محدودیتونه راکم شوي دي او دا مهال هېوادوال کولی شي د پخوا په پرتله له خپلو حسابونو څخه ډېرې پیسې ترلاسه کړي. د افغانستان بانک د مسؤلینو په خبره، په دغه برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هلې ځلې روانې دي، تمه ده چې ډېر ژر به په دې برخه کې مثبت پرمختګونه وشي. د افغانستان بانک مسؤلین وايي، د بانکي نظام د مدیریت او ښه والي، د بانکي قوانینو او مقررو د بیا کتنې او د هېواد له اقتصادي شرایطو سره د هغه د عیارولو، د سوداګریزو بانکونو د کړنو د دوامدارې څارنې او په دې بانکونو کې له شخصي حسابونو څخه د پیسو د ترلاسه کولو د محدودیتونو د له منځه وړلو په موخه یې درې کلن ستراتیژیک پلان ترتیب کړی چې په پلي کېدو سره به یې د پام وړ لاسته راوړنې ولري. 

 د اسلامي بانکوالۍ پراختیا

دې ته په پام سره چې اسلامي بانکوالي اوسمهال د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مخ پر ودې روانه ده او د بشپړ خوندیتوب درلودلو ترڅنګ د شریعت له حکمونو سره برابره ده، د افغانستان بانک په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍد پراختیا او لا زیاتې ودې لپاره اغېزناکې هڅې پيل کړې دي. د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په هدف افغانستان بانک د کوچنیو پورونو لومړني بانک د اسلامي پورونو ټول اسناد د افغانستان بانک شرعي بورډ لخوا تصویب شوي دي، دې بانک د اسلامي پورونو د ورکړې فعالیت هم پيل کړی دی. د اسلامي بانکوالۍ د ترویج او اسلامي هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه په بحرین کې د اسلامي مالي ادارو د محاسبې او تفتیش د مؤسسې د نړیوالې ادارې AAOIFI سره د تفاهم نامې د لاسلیک اړوند کارونه هم نهايي شوي دي. د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو لوی آمر ښاغلي ډاکټر محمد یوسف سلیم د ۱۴۰۲ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۶مه نېټه د حکومت رسنیو مرکز په یو خبري کنفرانس کې د خپلو خبرو پر مهال په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او پرمختیا یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان بانک د تېر کال په اوږدو کې اغېزناکې هڅې کړي چې له ډلې یې کولای شو د صکوکو د قانون د لومړنۍ مسودې چمتو کولو، په اسلامي بانک د کوچنیو پورونو د لومړني بانک بدلولو او د اسلامي بانکوالۍ محصولاتو ته د څو لارښودونو او کړنلارو نهایي کولو ته اشاره وکړو.

د غیر بانکي سکټور کړنې

غیر بانکي سکټور د بانکوالۍ د سکټور ترڅنګ له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی او د صرافیو، پولي خدمتونو وړاندې کوونکو، د برېښنايي پیسو د مالي اجارې او د اداینې مؤسسو کړنې رانغاړي. د تېره یوه کال په موده کې د دې سکټور د کړنو د تنظیم او میکانیزه کولو لپاره د افغانستان بانک له لوري زیاتې هڅې شوې دي. د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي د حکومت د رسنیو مرکز خبري کنفرانس کې وویل، د افغانستان بانک له لوري د دې سکتور د کړنو تنظیمولو لپاره هره اړخیز طرحه ترتیب او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لخوا منظور شوې، چې په رڼا کې یې د صرافۍ او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو له ۲۵۰۰ څخه زیات انفرادي جوازونه لغوه شوي او په بدل کې یې د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته په نویو معیارونو برابر ۸۷۶ شرکتي جوازونه ویشل شوي دي. د افغانستان بانک مسوولین وايي، صرافیو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د جواز او فیس د ورکړې له درکه د افغانستان بانک څه باندې ۱۵۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي. په همدې ترتیب د صرافیو او پولي خدمتونو پر شرکتونو د بندیزونو د نوملړ برېښنایي کول، د غیر قانوني صرافیو په ګوته کولو او د دوی د کړنو د بندولو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ د ګډې کمېټې جوړول، د ۷۰۰ څخه زیاتو غیر قانوني صرافیو پېژندل او د تنفیذي اقداماتو ترسره کول او د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو پر وړاندې مبارزه نورې هغه لاسته راوړنې دي چې د افغانستان بانک د ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې ترلاسه کړې دي.

پایله

د شل کلن اشغال له پای ته رسېدو وروسته اسلامي امارت په ټول افغانستان واکمن شو. خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم امریکا د افغانانو ملي شتمني کنګل او د افغانستان پر بانکي سیسټم یې بندیزونه ولګول. د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د افغانستان بانک رهبرۍ د یادو بندیزونو باوجود د وضعیت د کنټرول لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ.د افغانستان بانک د ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې له نړیوالو شریکانو سره د بانکي اړیکو او نړیوالو لېږدونو د ښه والي په اړه ګټور بحثونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې ۱۴، ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸، ۱۹ او ۲۰ شمېرو عمومي جوازونو ته لاسرسی پيدا کړ. دغو جوازونو ته لاسرسی د هېواد د اړتیا وړ لومړنیو توکو د واردولو په موخه د پولي لېږدونو د اسانتیا لامل شول چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. همدارنګه د ۱۴۰۱ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک وتوانېد چې د خپلو معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره انفلاسیون د پام وړ راښکته او افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت وساتي. په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونو کرنسیو بیا د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د انفلاسیون کچه یې هم  له اټکل ډېره  لوړهشوې ده. د ۱۴۰۱ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک توانېدلی چې د غیر بانکي سکټور کړنې کنټرول کړي، پر نویو جوړېدونکو حسابونو ټول محدودیتونه لرې کړي، د مبادلې نرخ په خپل اختیار کې ولري او په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او پرمختیا لپاره لومړني اساسي کارونه ترسره او په دغه برخه کې د اسلامي هېوادونو همکاري جلب او له تجربو یې ګټه واخلي. په ټوله کې ویلی شو چې ۱۴۰۱ لمریز کال د افغانستان بانک لپاره په بېلابېلو برخو کې له لاسته راوړنو ډک کال و.