په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د کورنیو عوایدو زیاتوالی، لاملونه او پر وړاندې یې شته ستونزې

لیکوال: محب الله نظیمي

سریزه

د افغانستان اسلامي امارت په بیاځلې واکمنېدو سره د مالیاتو او عوایدو په منظمه توګه راټولول، په ګمرکونو کې له غلا او بډې اخیستلو څخه مخنیوی، په ګمرکونو کې په دندو د متعهدو کسانو ګمارل، په منظمه توګه د کانونو استخراج، د هېواد په داخل کې پانګونې ته زمینه برابرول او بهرنیو هیوادونو ته د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی هغه لاسته راوړنې دي، چې د تېرو کلونو په نسبت په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د کورنیو عوایدو د کچې زیاتوالی ښيي. د عوایدو دا ډول زیاتوالی پر دندو د مسلکي او متعهدو کسانو د ګمارلو پایله ده چې دغه کړنې د فساد کچه صفر ته راټیټه کړې او هم یې شفافیت رامنځته کړی. د افغانستان اسلامي امارت به له دغو عوایدو څخه د هېواد په هوساینه او د عام المنفعه پروژو په پلي کولو کې استفاده وکړي چې له یوې خوا به هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي او له بلې خوا به مو هېواد اقتصادي ثبات ته ورسېږي. موږ په همدې مقاله کې د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په جریان کې د راټولو شوو عوایدو پر ارزښت، د زیاتوالي پر لاملونو، اندازې، له تېرو کلونو سره یې په پرتلې او همدارنګه د عوایدو راټولولو پر وړاندې شته ستونزو ته لنډه کتنه کوو:

عواید

عواید یو پراخ او جامع مفهوم لري چې د پانګونې او سوداګرۍ ټول فعالیتونه پکې شامل دي او هر ډول اقتصادي چارې عاید رامنځته کوي. د بېلګې په ډول، بزګر خپله کرکیله کوي، نجار میزونه او چوکۍ جوړوي، خیاط جامې ګنډي چې د همدغو اجناسو او خدماتو له پلور څخه عاید ترلاسه کېږي او یا په بل عبارت، عاید هغو پیسو ته ویل کېږي چې یو شخص یا اداره يې د دوی د کار یا محصول په بدل کې ترلاسه کوي. هرڅومره چې په یو هېواد کې د داخلي عوایدو کچه لوړه وي، په همغه اندازه به د خلکو د ژوند سطح لوړه او د بېکارۍ کچه به ټېټه وي. همدارنګه د عوایدو د کچې لوړوالی د یو هېواد په اقتصادي وده او ثبات کې مهم او رغنده رول لري

د عوایدو ارزښت

لکه څرنګه چې د عوایدو زیاتوالی د ملي بودیجې په تمویل، د هیواد په اقتصادي وده، د اقتصادي ستونزو په راکمولو(د مختلفو اقتصادي ستونزو لکه غربت، وزګارتیا، د قېمتونو لوړوالی، صنعتي او کرنیز وروسته پاتې والی، د ژوند ټيټ معیار، اقتصادي نابرابري او نور کې مرسته کوي، همدا راز که عاید زیات وي نو د وګړو د ژوند سطحه به هم لوړه وي او که برعکس بیا د وګړو عاید کم وي، نو د ژوند سطح به یې هم ټېټه وي. که د ملي عاید ټوله او یا هم ډېره برخه په مصرفي لګښتونو مصرف شي، نو اقتصادي وده به بېخي کمه او یا هم شتون ونه لري، د یو هیواد د عوایدو کچه دا هم په ګوته کوي چې اقتصادي وده د تېر کال په پرتله څومره ډېره شوې او یا کمه شوې ده. همدارنګه دا په ګوته کوي چې د عاید څومره اندازه مصرفیږي او څومره اندازه یې په پانګونه کې ورڅخه استفاده کیږي، نو ویلای شو چې همدا عواید دي چې د یو هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ورڅخه استفاده کېږي. د هر هېواد د عوایدو کچه چې لوړیږي د هغه هیواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري چې له نېکه مرغه افغانستان د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې دغه لویه لاسته راوړنه تجربه کړه.

د عوایدو د زیاتوالي لاملونه

  1. د عوایدو په راټولولو کې له اسیکوډا سیستم څخه استفاده کول؛
  2. کم لګښت او په سپما کې زیاتوالی؛
  3. په ګمرګونو کې د شفافیت او اسانتیاوو رامنځته کول؛
  4. د عوایدو د ضایعه کېدو مخنیوی؛
  5. د سیمینارونو او ورکشاپونو په وسیله د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړول؛
  6. له اداري فساد سره کلکه مبارزه.

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د عوایدو اندازه

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې خپل عواید تر ډېره بریده له کورنیو سرچینو ترلاسه کوي. دا عایداتي سرچینې ګمرکونه، له بېلا بېلو اصنافو څخه د مالیو راغونډول، د کانونو استخراج، سوداګري او ځینې نورې برخې دي. دا ټول د یوه هېواد اقتصادي څرخ په خوځښت راولي. ځینې هېوادونه او ټولنې ډېر خام توکي لري چې کولای شي د عوایدو په زیاتوالي کې مهم او اغیزناک رول ولري، خو دا ډول عواید تلپاتې نه وي، نو له دې امله حکومتونه باید د عوایدو له پاره ثابتې او دوامداره عایداتي سرچینې ولټوي. د عوایدو په برخه کې یو بل مهم فکټور صادرات دي. له همدې امله د اقتصادي برخو ملاتړ او په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول کولای شي د صادراتو د زیاتوالي تر څنګ د ملي عوایدو کچه هم لوړه کړي. په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو سره سم امریکا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړې چې له امله یې له هېواد څخه بهر ته د بانکونو له لارې د پیسو لېږد له ځنډ سره مخ شو، خو سره له دې هم اسلامي امارت هڅه کړې چې خپلې عایداتي سرچینې ژوندۍ وساتي او د عوایدو کچه لوړه کړي. د مالیې وزارت لخوا وړاندې شوي ارقام او احصایې ښیې چې د عوایدو د نویو سرچینو پیژندل، د اصلاحي اقداماتو ترسره کول، د عوایدو راټولولو سیسټم او د هغه برېښنایي کول، د کاري پروسو ساده کول او له فساد سره مبارزه په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد د عوایدو د زیاتوالي اصلي عوامل دي، چې په ۱۴۰۱لمریز کال کې د عوایدو کچه ۱۹۴.۴ میلیارده افغانیو ته ورسېده.

د ۱۴۰۰ لمریز او ۱۴۰۱ لمریز کال د عوایدو پرتله

دا چې ۱۴۰۰ لمریز کال د اسلامي امارت د حاکمیت لومړی کال و، د داخلي عوایدو کچه څه کم ۱۴۲ میلیارده افغانۍ وه، نو همدا علت دی چې د عوایدو کچه د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله کمه او په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د عوایدو د زیاتوالي عوامل د اسلامي امارت قوي عزم او اراده، په کارونو کې شفافیت او روڼتیا ، په ګمرکونو کې له ۱۶ څخه ۲۴ ته د کاري ساعتونو زیاتوالی، له اداري فساد سره مبارزه، د عوایدو الکترونیکي کول، په ګمرکونو کې د ډیجیتل تلو نصبول، له افغان خاورې څخه د ترانزیټ زیاتوالی او داسې نور هغه عوامل دي چې په ۱۴۰۱ لمریز کال پر مهال د عوایدو په کچه کې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی.

123123

د عواید راټولولو پر وړاندې ستونزې

دا چې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه مخکې د داخلي عوایدو زیاته برخه د زورواکانو جیبونو ته لوېده، اداري فساد خپل اوج ته رسېدل و، د امنيتي ارګانونو او د عايداتي ادارو ترمنځ د سالمې همغږۍ نشتون دا ټول هغه عوامل وو چې د داخلي عوایدو زیاته برخه ضایع کېدله؛ اما د اسلامي امارت په بیا واکمنیدو سره د عوایدو په راټولولو کې هېڅ ډول ستونزې نشته او داخلي عواید په شفاف ډول راټولیږي. د افغانستان اسلامي امارت ته د عوایدو راټولول یو مهم اصل دی او د ځان بسیاینې لپاره د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، نو د عوایدو راټولولو هڅې باید نورې هم زیاتې شي چې په دې سره به هېواد د ځان بساینې طرف ته ولاړ شي.

پایله

د افغانستان اسلامي امارت په بیاځلې واکمنېدو سره د مالیاتو او عوایدو په منظمه توګه راټولول، په ګمرکونو کې له غلا او بډې اخیستلو څخه مخنیوی، په ګمرکونو کې پر دندو د متعهدو کسانو ګمارل، په منظمه توګه د کانونو استخراج، د هیواد په داخل کې پانګونې ته زمینه برابرول او بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی هغه لاسته راوړنې دي، چې د تېرو کلونو په نسبت په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د کورنیو عوایدو د کچې زیاتوالی ښيي. د اسلامي امارت هڅه دا ده چې د خپلو عوایدو پر مټ لویې بنسټیزې پروژې، بیارغونه، د ملي بودیجي تمویل او په بېلابېلو برخو کې پرمختیايي کارونه ټول د همدې عوایدو له لارې ترسره کړي. له دې چارې سره به له یوه لوري موږ له بهرنیو مرستو څخه خلاصی ومومو او له بل لوري به مو هېواد د ځان بساینې په لور بیولی وي.