کانونه؛ د افغانانو هغه پټه شتمني چې برخلیک یې بدلولی شي

لیکوال: امان الله حنیفي

سریزه

افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت او شته طبیعي کانونو له وجې په سیمه او نړۍ کې ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. کانونه د هېواد د طبیعي سرچینو هغه برخه ده چې تر ځمکې لاندې پټه او په ټریلیونونو ډالرو ارزښت لري. د څېړنو له مخې افغانستان د فلزاتو، صنعتي منرالونو او ودانيزو توکو پراخې سرچینې لري. د اوسپنې، مسو، المونيم، قلعي، سُرب او جستو، سرو زرو، سپينو زرو، موليبدنوم، سلفر، شوکاڼي، ګچ ډبرې، کرومايټ، لیتیم، یورانیم، طبیعي ګاز او داسې نور د افغانستان له مهمو کانونو هغه دي، چې تر اوسه یې ډېری په خپل حال پاتې او نه دي سپړل شوي. که یاد کانونه په مسلکي او تخنیکي ډول وسپړل شي، پرته له شکه چې د هېواد اقتصاد به په پښو ورسره ودرېږي. موږ په همدې مقاله کې د افغانستان په اقتصادي ثبات کې د کانونو پر ارزښت، د کانونو د استخراج پر پروسې، غیر قانوني کیندنو او دا چې د کانونو استخراج به د هېوادوالو ستونزې حل کړای شي؛ خبرې کوو.

په اقتصادي بیارغونه کې د کانونو ارزښت

د افغانستان د کانونو په اړه ډېری مطالعات او څېړنې د پخواني شوروي اتحاد لخوا ترسره شوي او له هغه وروسته وخت ناوخت د امریکا متحده ایالاتونو هم په ځینو برخو کې بیاځلې او یا هم نوې سروې‌ګانې ترسره کړې دي. د پخواني شوروي اتحاد لخوا ترسره شوې څېړنې ښيي چې افغانستان د سرو زرو، سپینو زرو، پلاتینیم، اوسپنې، یورانیم، کوټ، تاتینیم، المونیم، ډبرو سکرو، طبیعي ګاز او مسو پراخې زېرمې لري، چې د مسو ارزښت یې تر نورو هغو ډېر دی، ځکه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د دغه فلز زېرمې مخ په خلاصیدو دي او د افغانستان لا تراوسه پر خپل ځای پرتې دي. د ترسره شوو څېړنو له مخې، افغانستان کیدای شي چې د لیتیمو د موجودیت له امله پر دویم سعودي عربستان باندې بدل شي. دا ځکه چې لیتیم د ګرځنده ټلیفونونو او کمپیوترونو په بطریو او د الکترونیکي نقلیه وسایطو لپاره د انرژۍ په تأمین کې کارول کیږي، چې نننۍ نړۍ ورته تر بل هرڅه ډېره اړتیا لري. نړیوالې څېړنې وايي چې لیتیم هم د تېلو په شان په چټکۍ سره په یوه ستراتیژيک محصول بدلېدونکی دی؛ ځکه لیتیم تسلیحاتي کېدای شي، چې په راتلونکي کې به په ډېرو برخو کې د موټر له تولیده نیولې د روبوټونو او د موټر تر ماشینونو پورې ترې استفاده وشي. د موجودو علمي موندنو پر اساس، لیتیم په بطریو کې تر استفادې ورهاخوا، په هستوي ټکنالوژۍ کې هم کارېږي او د سپک وزن او ډېر حرارت له کبله، د الوتکې په بدنه کې له المونیم او مسو سره یوځای کارول کېږي. د ډبرو سکرو په برخه کې لومړنۍ څېړنې ښيي چې افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۸۰ د ډبرو سکرو کانونه لري چې مجموعي زېرمه یې درې میلیارد مترمکعب او یا هم شاوخوا ۴۰۰ میلیونو ټنو ته رسېږي. د افغانستان له ختیځ ولایت بدخشان څخه رانیولې تر لوېدیځ هراتولایت پورې د ډبرو سکرو تقریباً ۷۵۰ کیلو متره رګ تر خاورو لاندې پروت دی، چې لا هم نه دی سپړل شوی. پر مسو، لیتیمو او ډبرو سکرو سربېره افغانستان د نفتو، اوسپنې، قېمتي ډبرو، سرو او سپينو زرو او نورو بېلابېلو قیمتي منرالونو او صنعتي فلزاتو لویې او کوچنۍ زېرمې لري چې نړیوالو یې ټولیز ارزښت تر دوه تریلیونه ډالرو زیات اټکل کړی. اقتصاد پوهان وايي، که افغانستان خپلې طبیعي زېرمې په مسلکي او قانوني ډول استخراج کړای شي، پرته له شکه چې اقتصاد به یې پر خپلو پښو ودرېږي. د کانونو د استخراج له لارې به په میلیاردونو افغانۍ عواید ولري او له عوایدو به د لویو زیربنايي پروژو په پيل او بشپړولو کې ګټه واخلي. په دې ډول به په هېواد کې بیارغونه او ابادي وشي او هم به د بېکارۍ کچه له منځه لاړه شي. نړیوال جیولوجیکي کارپوهان په دې باور دي، چې یوازې د لیتیمو کانونو استخراج افغانستان ته په میلیاردونو ډالره پانګه جوړوي او افغانستان بهرنیانو ته د مرستې لاس غځولو پر ځای پر یو شتمن او خپلواک اقتصادي هېواد بدلولی شي. که افغانستان څو کاله ارام پاتې شي او تر ځمکه لاندې طبیعي کانونه یې په ښه او مسلکي ډول استخراج او د هېواد دننه پروسس شي، په یوې لسیزه کې د سیمې پر بډای هېواد بدلېدای شي. له نېکه‌مرغه اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت خوندي او خپلواک مرکزي نظام رامنځته شوی، چې ورسره د اقتصادي پرمختګ او چټکې ودې هیلې هم په غوړېدو دي.

د کانونو د استخراج پروسه

افغانستان له څه باندې څلورو لسیزو راپدېخوا د جګړو ډګر او کشمکشونو شاهد پاتې شوی. دغو کمشکشونو دې نورو برخو ترڅنګ پر کانونو هم منفي اغېز کړی.  په تېر کې چېهر نظام واک ته رسېدلی، د نورو هېوادونو لاسپوڅی پاتې شوی او نه دی توانېدلی چې د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره کار وکړي. دوی نه دي توانېدلي چې پياوړی مرکزي حکومت رامنځته او فساد له منځه یوسي. همدا لاملونه دي چې د هېواد ډېری کانونه د سیمه ییزو زورواکانو لخوا په غیر قانوني ډول کیندل شوي او یا یې هم د فساد له امله ترلاسه شوي عواید د حکومت حساب ته نه دي جمع شوي. خو په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیاځلې حاکمېدو سره یو پياوړی واحد نظام رامنځته شوی، په ټول افغانستان کې یې سرتاسري امنیت ټینګ کړی، د غیر قانوني کیندنو مخنیوی یې کړی او د فساد پر وړاندې یې جدي مبارزه پيل کړې. اسلامي امارت د زورواکانو د قدرت جزیرې له منځه وړې او په ټولو لویو او کوچنیو کانونو یې حاکمیت ترلاسه کړی. هر لوی او کوچنی کان د ازادې داوطلبۍ له لارې استخراج ته وړاندې کېږي او ترلاسه شوي عواید یې په شفاف ډول د بیت‌المال حساب ته جمع کېږي. د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي چې کانونه په مسلکي ډول استخراج کړي، د استخراج لپاره یې له نوو عصري ماشینونو استفاده وکړي او کانونو ته غځېدلې لارې په اساسي ډول ورغوي. کانونو وزارت کوښښ کوي چې د ترانزیټ له لارې د ډبرو سکاره نړیوالو بازارونو ته ورسوي او ښه بازار ورته پيدا کړي. په دې وروستیو کې د افغانستان د ډبرو سکرو ډېره برخه پاکستان ته صادرېږي او پر پاکستان سربېره چین او هند هم د افغانستان د ډبرو سکرو رانیولو لپاره چمتووالی ښودلی. د افغانستان اسلامي امارت د کانونو داوطلبۍ په پروسه کې د فساد مخنیوي په موخه د کانونو پر قانون له سره غور وکړ او په هغه کې یې لازم تعدیلات راوستل. کانونو او پټرولیم وزارت د ټولو هغو کانونو ورکړه بېرته مرکزي کړه چې د تېرې ادارې ولایتي ریاستونو یې د استخراج جواز ورکړی و. د هېوادوالو ستونزو ته په کتو، اسلامي امارت تېر ژمی په کابل او ولایتونو کې د ډبرو سکرو بیه د پام راټیټه کړه او په دې برخه کې یې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې.  د کانونو د ساتنې او استخراج په برخه کې د سالم مدیریت، د استخراج له پروسې منظمې څارنې او د داوطلبۍ په پروسه کې د فساد جرړو ایستلو پر مټ اسلامي امارت توانېدلی چې په تېرو دوو کلونو کې د ملي بودیجې ډېره برخه له دې لارې تمویل کړي او د اقتصاد په ټپه درېدلی څرخ یوځل بیا په حرکت راولي. د افغانستان اسلامي امارت له لوري په قانوني ډول د کانونو په استخراج سره ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې، غیر قانوني کان کیندونکي قانوني چوکاټ ته داخل شوي او هرې پروسې منظمه بڼه خپله کړې. که د کانونو د کیندنې، داوطلبۍ، امنیت ټینګولو او له دې لارې د عوایدو راټولولو پروسه په همدې شفاف ډول دوام ولري، پرته له شکه چې د څو کلونو په تېرېدو سره به افغانستان په ډېرو برخو کې خودکفایۍ ته ورسېږي او د یو خپلواک پياوړي اقتصادي نظام څښتن به شي.