کرنیز توکي؛ د صادراتو په زیاتوالي کې د هغوی رول او ارزښت ته کتنه

لیکوال: امان‌الله حنیفي

افغانستان د سیمې او نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ځمکه او آب هوا یې کرنې ته جوړ دي. له همدې امله یې ډېر وګړي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي. کرنه د افغانستان د اقتصادي ودې یو مهم محرک بلل کېږي او هر کال د هېواد د کورني ناخالص تولید ډېره برخه جوړوي. د کرنې میکانیزه کېدل او په دغه سکټور کې بنسټیزې اسانتیاوې لکه د سړو او شنو خونو جوړول، د اصلاح شوو تخمونو مرکزونه، د اوبولګونې نوی او عصري سیسټم، د لنډ او اوږدمهال لپاره هېوادوالو ته په اجارې د کرنیزې ځمکې ورکړه، کرنیزو توکو ته په کور دننه او بهر بازارموندنه او د نغدي قرضو ورکړه هغه څه دي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کرنې په سکټور کې رامنځته شوي دي. کرنه د اقتصادي سکټور له مهمو فکټورونو یو دی چې د دغه فکټور په ودې سره یو هېواد اقتصادي خودکفایۍ ته نږدې کېږي. افغانستان کوښښ کوي چې د کرنې له نوي او عصري سیسټم څخه استفاده وکړي څو د عصري سیسټم پر بنسټ وشي کولای د خپلو محصولاتو کچه زیاته او کیفیت یې هم د پام وړ ښه کړي. انار، مڼه، جلغوزه، انګور، زعفران، پنبه، هنجه، زیتون، غلې دانې او حبوبات د افغانستان هغه مهم کرنیز محصولات دي چې د سیمې او نړۍ په کچه ښه شهرت لري. اوسمهال افغانستان چین، ترکیې، ازبیکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، ایران، پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پر دې سربېره د سیمې او نړۍ لسګونو هېوادونو ته شاوخوا 110 ډوله کرنیز توکي صادروي. کرنیز محصولات د افغانستان د صادراتي توکو مهمه برخه جوړوي چې د تېر 1401 لمریز کال پر مهال د نږدې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د صادراتي توکو له نیمايي زیاته برخه یې کرنیزو محصولاتو نیولې وه. د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو په صادرولو سره د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پياوړې شوې او د لا پراخېدو په حال کې دي. یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ټول تمرکز یې د داخلي محصولاتو پر زیاتوالي او په نړیواله کچه هغوی ته په بازارموندنه راټول وي. له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان اوسمهال دغه مزل پيل کړی دی. د لومړي ځل لپاره د 1401 لمریز کال پر مهال د افغانستان د صادراتو کچه نږدې دوه میلیاردو ډالرو ته ورسېده چې دا د 1400 لمریز کال په پرتله دوه برابره زیاته وه. د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو په صادرولو سره افغان بزګرانو د پخوا په پرتله څو برابره زیاته ګټه وکړه. دوی په ښو بیو خپل محصولات په خپل وخت سره نړیوالو مارکېټونو ته ورسول او هلته یې خورا ښه هرکلی وشو. پخوا افغان بزګرانو ته دا زمینه نه وه مساعده شوې چې خپل محصولات د افغانستان په نوم نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړي، دوی به شکایت کاوه چې محصولات یې د نورو هېوادونو په نوم او نښان نړیوال مارکېټ ته داخلېږي. خو الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره د افغان بزګرانو محصولات د افغانستان په نوم بهرنیو مارکېټونو ته رسېږي او همدا لامل دی چې د پخوا په پرتله په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی. د صادراتو زیاتوالی د یو هېواد د سوداګرۍ بیلانس متوازن ساتي او دې اهمیت ته په کتو هر هېواد هڅه کوي چې د کورني تولید اندازه زیاته کړي او له دې لارې  وکولای  شيچې په نړیوال بازار کې ځان ته ځای پيدا او ډېره ګټه ترلاسه کړي. اسلامي امارت د صادراتو اهمیت ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي او پر دې توانېدلی دی، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه د پام وړ زیاته کړي. د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د نورو مهمو اقتصادي سکټورونو ترڅنګ د کرنې سکټور ودې او عصري کولو ته هم خورا جدي پاملرنه شوې. په دغه سکټور کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې او ټول تمرکز د کرنیزو محصولاتو پر زیاتوالي، د هغوی پر ښه کیفیت او په کور دننه او نړیواله سطحه هغوی ته پر بازارموندنه راټول دی. اسلامي امارت کوښښ کوي چې د افغانستان کرنه په بشپړ ډول میکانیزه کړي، څو له یو لوري بزګرانو ته اسانتیاوې رامنځته شي او له بل لوري د کرنیزو محصولاتو په تولید کې زیاتوالی راشي. د افغانستان د کار مارکېټ تر ډېره په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، ځکه نږدې ۷۰ سلنه افغانان په کلیوالي سیمو کې اوسېږي، چې ډېری پر کرنه او مالدارۍ مصروف دي. د دې لپاره چې افغانستان وکولای  شيد اقتصادي ودې مزل په ډېرې چټکۍ سره ووهي، لازمه ده چې د نورو برخو ترڅنګ د کرنې برخې ته اولویت ورکړي. کله چې د کرنې په سکټور کې اساسي کارونه ترسره شي، له یوې خوا به هر کال په لسګونو زره زیاتېدونکي بشري کاري ځواک ته د کار زمینه برابره کړي او له بل لوري به د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په صورت کې وکولای شي په زیاته کچه ملي عواید راټول کړي. د عوایدو زیاتوالی د ملي بودیجې په تمویل، د زیربنايي پروژو په پيل، د هېواد په اقتصادي وده او د اقتصادي ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.