د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۲۸
An extraordinary meeting of the Economic Commission, chaired by the Deputy Prime Minister for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, was held today, December 11, 2024.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۱مه نېټه د اقتصادي کمېسیون فوق‌العاده غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د یوشمېر هغو پرېکړو په اړه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د تطبیق او عملي کولو په اړه بحث او سپارښتنې وشوې، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري یې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ته د تعقیب او درې میاشتې وروسته یې د راپور شریکولو دنده سپارل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې یادې پرېکړې د اقتصادي کمېسیون په هغه غونډه کې چې د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادي الاولی میاشتې په درېیمه نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په مشرۍ ترسره شوې وه، شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS