د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۵:۲
۳۱کرنيز نندارتون

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۵مه نېټه په بادام باغ څېړنیز او روزنیز فارم کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندراتون کې د رئیس الوزراء سیاسي او اداري مرستیالانو، د کابینې محترمو غړو، د خصوصي سکټور استازو او همداراز یوشمېر بزګرانو، مالدارانو او عامو هېوادوالو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د هېواد کرنیز اقلیم ته په اشارې سره وویل، افغانستان د حاصل خېزو کرنیزو ځمکو، پاکو اوبو او متنوع اقلیمي شرایطو په لرلو سره د کرنې بالقوه ښه ظرفیتونه او مختلف محصولات لري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په بیاځلې حاکمیت سره د کرنې سکټور ته پاملرنه زیاته شوې چې له مخې یې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ او د بدیل معیشت مختلفې پروژې د پلي کېدو په حال کې  دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې مسلسلې هڅې کوي، څو د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او د وارداتو د تعویض مناسب سیاستونه پلي، کرنه میکانیزه، اوبه مدیریت او په دې برخه کې مهمې برنامې تطبیق کړي چې پر اساس به یې زموږ محصولات په کور دننه او بهر کې د سیالۍ جوګه شي.

محترم ملا صاحب د ننني نندارتون ارزښت ته په اشارې سره وویل: «موږ اړتیا لرو چې سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته خپل محصولات ورسوو، خو دا چاره هغه وخت لا ښه تطبیق کېږي چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو کیفیت، بسته‌بندۍ، پروسس او ځنځیري ارزښتونو پیاوړتیا ته توجه لا زیاته کړو.» د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې هر ډول پانګونې ته هرکلی وایي او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند دغه نندارتون د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې مهم وباله او له ټولو بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د محصولاتو معیاري توب ته پاملرنه زیاته کړي.

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په ۳۱ نندارتون کې په ۲۶۳ غرفو کې بېلابېل کرنیز او د مالدارۍ محصولات نندارې ته اېښودل شوي چې څلور ورځې به دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS