د کرنیزو محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

د افغانستان اسلامي امارت محترمو حاضرو مسوولینو، مجاهدینو، دهقانانو وروڼو، تجارانو، پانګه والو، د رسنیو استازو او محترمو مېلمنو؛

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د خوښۍ ځای دی، چې نن ورځ  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هڅو د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو لپاره د کورنۍ او بهرنۍ بازار موندنې په موخه د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په مهم نندارتون کې ګډون کوم.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې له نیمايي زیات وګړي یې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې بوخت دي، له دې لارې هم حلاله نفقه ګټې او هم د هېواد په ملي اقتصاد او اقتصادي وده کې د پام وړ ونډه لري او تر ټولو مهمه دا چې ځانونو ته یې پخپله کار پیدا کړی او پر دولت یې فشار راکم کړی دی.

افغانستان د حاصل خېزو ځمکو، پاکو اوبو او متنوع اقلیمي شرایطو په لرلو سره د کرنې په برخه کې د پام وړ ستر بالقوه ظرفیتونه لري؛ له دې امله زموږ په هېواد کې په هر موسم کې د مختلفو محصولاتو په برخه کې کرنیز فعالیتونه ډېره ښه نتیجه ورکوي.

په ننني نندارتون کې په نړیواله کچه مشهور د افغانستان مختلف کرنیز او د مالدارۍ اړوند محصولات نندارې ته وړاندې کېږي؛ چې په دې کې د کرنې، باغدارۍ او مالدارۍ پروسس شوي بېلا بېل ښه کیفیت لرونکي محصولات، تازه او وچې مېوې، زعفران، طبي بوټي او نباتات، غلې دانې، مثمر او غیر مثمر نیالګي، کرنیز تجهیزات او نور محصولات شامل دي.

دغه ډول نندارتونونه کولی شي، چې زموږ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د خرڅلاؤ کورني او بهرني بازارونه  پیدا او لا پیاوړي کړي او په دې توګه به وکولی شو چې د خپلو محصولاتو څخه لازم حمایت وکړو.

له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره په هېواد کې د غیر رسمي اقتصاد فعالیتونه په پراخه کچه راټیټ شوي، د کوکنارو کښت صفر ته راښکته شوی او د بدیل معیشت مختلفې پروژې د پلي کېدو په حال کې  دي.

د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه مسلسلې هڅې کوي، چې د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او د وارداتو د تعویض مناسب سیاستونه پلي کړي، د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې مهمې برنامې تطبیق کړې، اوبه مدیریت کړې، د اوبو لګولو سیستمونه یې معیاري کړي او د بزګرانو لپاره یې نورې مهمې اسانتیاوې رامنځته کړې، ترڅو داخلي محصولات مو د هېواد په داخل او له هېواده بهر د سیالۍ جوګه وګرځي. په دې سره نه یوازې زموږ د خواریکښو بزګرانو ژوند ښه کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي ودې او پراختیا سره هم د پام وړ مرسته کوي.

موږ اړتیا لرو چې خپل محصولات سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته ورسوو په نړیوالو بازارونو کې هم زموږ د محصولاتو لپاره پراخه تقاضا شتون لري، خو دا چاره هغه وخت ډېره ښه مساعده کېږي چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو کیفیت، بسته بندۍ، پروسس او ځنځیري ارزښتونو پیاوړتیا ته توجه لا زیاته کړو، په دې برخه کې له محترمو بزګرانو، مالدارانو، تجارانو او پانګه والو هم غواړم چې د محصولاتو معیاري توب ته پاملرنه زیاته کړي.

اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې د کورنیو کرنیزو او صنعتي محصولاتو لپاره داسې بدیلې لارې او مستحکم مارکېټونه پیدا کړي چې پر اقتصاد محوره پالیسیو ولاړ وي او د ماشومانه سیاستونو تابع نه وي. الحمدلله! تر ډېره بریده په دې هڅه کې د بریالیتوب خوا ته روان دی.

افغانستان د کرنې په مورد کې د پانګونې بې شمېره فرصتونه لري. د معیاري پروسس، بسته بندۍ او په معیاري توګه بهر ته د صادرولو موارد هغه دي چې پانګونې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا په برخه کې هر ډول پانګونې ته هرکلی وایي او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسوولینو او نورو دخیلو اړخونو څخه مننه کوم چې د کرنیزو محصولاتو دغه مهم نندارتون یې په لاره اچولی دی.

له توجه څخه مو مننه

والسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته