هيواد ته د تازه میوو وارداتو ته ځغلنده کتنه
لیکوال: فضل ولي شیراني
سریزه
د کرنې سکټور د اقتصادي ودې او پراختیا له پاره یو مهم او اساسي سکټور دی او په هېواد کې د عوایدو مهمه سرچینه ګڼل کېږي. ځکه د کورنیو ناخالصو تولیداتو څلورمه برخه جوړوي او د هېواد له ۵۰ سلنې زیات خلک په همدې برخه کې پر کار بوخت دي. کرنه له هغې جملې بڼوالي د انسانانو په ژوند کې زیات اهمیت لري. ونې او ځنګلونه د هوا په تصفیه او د ځمکې د اتوموسفیر د توازن په ساتلو کې زیات رول لري چې دا د انسان د ژوند یوه اړتیا بلل کېږي. نه یوازې انسان، بلکې د ځمکې پر مخ ټول ژوندي موجودات هغو ته اړتیا لري. د بڼوالۍ حاصلات(میوې) بیا د انسان په تغذیه او روغتیا کې هم د پام وړ ارزښت لري او دا محصولات د بڼونو او ځنګلونو پایله ده. دې اهمیت ته په کتو د یادو برخو په ساتنه او پراختیا کې باید پوره هڅه وشي. که چیرې زموږ د بڼوالۍ برخه پرمختګ وکړي او په هېواد کې دننه د میوو راټولولو کچه زیاته شي، نو بیا دې ته چندان اړتیا نه لیدل کېږي چې له بهر څخه دې ته تازه میوې وارد شي. دا سمه ده چې صادرات او واردات د یوه هېواد په اقتصاد کې ونډه لري، خو ګټور هله تمامېږي چې زموږ صادرات له وارداتو څخه زیات او یا هم ورسره برابر شي. اوسمهال د افغانستان صادرات د وارداتو نیمايي برخه هم نه دي. لامل یې په افغانستان کې لسیزې جګړې او بهرني یرغلونه دي. جګړې د دې سبب شوې چې دغه هېواد ته د صادراتو په پرتله واردات ډېر شي. له بهر څخه واردات په تېره بیا د تازه میوو وارداتو په کور دننه د محصول شویو میوو پر بازار منفي اغېز کړی دی. په دې لیکنه کې غواړو له بهر څخه د تازه میوو وارداتو او له بهر څخه د وارداتي میوو د منفي اغېزو کمولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته کتنه وکړو.
د تازه میوو واردات او په کورنیو میوو یې اغېزې
په نننۍ نړۍ کې صادرات د هېوادونو د اقتصادي پراختیا ماشین په خوځښت راولي او هر څومره چې د یوه هېواد پرمختګ ګړندی وي، په هماغه اندازه یې په نړیواله کچه د سیالۍ ځواک پیاوړی کېږي او د نړیوالې سوداګرۍ زیاته برخه ځانته ځانګړې کوي. خو اوسمهال افغانستان یو وارداتي هيواد دی او په کلني ډول شاوخوا اووه ميليارده ډالره واردات لري. اسلامي امارت ته پکار ده چې د صادراتو کچه له وارداتو لوړه کړي او دغه راز د کورنيو توليداتو کيفيت او کميت ته ډېره پاملرنه وکړي. بیا په ځانګړې توګه د تازه او وچو مېوو پر تولید او صادراتو بايد تمرکز وشي. د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د همدغه کال تر پایه د افغانستان د صادراتو کچه ۵. ۴۹ میلیاردو افغانیو ته رسېده. د ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان، هندوستان، ازبیکستان، تاجیکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، چین، ترکیې، قزاقستان او عراق ته ۵. ۹۶ سلنه او پاتې ۵. ۳ سلنه محصولات نورو هېوادونو ته صادر شوي وو. کوم محصولات چې د ټولو صادراتو ۶۰ سلنه جوړوي، زیاته برخه یې تازه او وچې میوې وې. سره له دې هم د صادراتو کچه د وارداتو په پرتله ټیټه ده. همدا اوس د نورو توکو تر څنګ له بهر په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو څخه د تازه میوو وارداتو په هېواد کې دننه د شته تازه میوو او محصولاتو بازار ته زیان اړولی دی. د افغانستان د تازه میوو په موسم کې د بهرنیو هېوادونو میوې په پرېمانه توګه پيدا کېږي. د ژمي په پای، پسرلي او د اوړي تر نیمايي پورې خو بیا ټول بازار له بهر څخه په واردو شویو میوو ډک وي. همدې وضعیت زموږ بزګران له ننګونو سره مخ کړي دي. که چیرې یې د ساتلو له پاره سړې خونې جوړې، بسته بندي یې معیاري او اصلاح شوي نیالګي وویشل شي، نو له شک پرته چې له دې درکه به موږ زیان نه وینو. بزګران به مو اړ نه وي چې په ټیټه بیه خپل کرنیز محصولات او په ځانګړې توګه میوې وپلوري. دغه راز به په دې برخه کې زیات کسان پر کار بوخت شي. د دې تر څنګ به له بهرنیو هېوادونو څخه د تازه میوو واردات هم کم شي. اسلامي امارت په دې برخه کې خپلې هلې ځلې پیل کړې دي، څو له بهر څخه د تازه میوو واردات کم او د خپلو میوو د صادراتو کچه لوړ او وړ بازار ورته پیدا کړي.
د وارداتي میوو د منفي اغېزو کمولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې
دا چې په افغانستان کې د اشغال ټغر ټول شوی او په ټول هېواد کې امن دی، ورسره په مختلفو برخو کې د هېواد د پرمختګ له پاره هیلې هم زیاتې شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره د نورو اقتصادي برخو تر څنګ د کرنې سکټور ته هم پوره پاملرنه کېږي. په هغو سیمو کې چې شاړې ځمکې زیاتې او د کرکېلې له پاره اوبه نه لري، اسلامي امارت په هغو ځایونو کې د اوبو د کانالونو جوړولو ته مخه کړې ده. د قوش تېپې کانال، په تخار کې د نمک اب کانال، فراه کې د پاشدان بند د کانالونو او د کمال خان بند د کانالونو پر جوړولو کار روان دی. په دې وروستیو کې په زابل کې عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او په لغمان کې د شاهي کانال چارې پیل شوې. د دې بندونو او کانالونو د جوړولو موخه همدا ده، چې د افغانستان هغه کرنیزې ځمکې چې د اوبو د نشتوالي له امله په شاړو دښتو بدلې شوې دي، کرنې ته چمتو او دې برخې ته وده ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت ژمنه کړې ده، څو پر هغو مېوو تعرفې زیاتې کړي چې په افغانستان کې شته دي. له دې سره به نه یوازې د افغان بزګرانو او بڼوالو اقتصاد پیاوړی شي، بلکې د کورنیو مېوو ارزښت به هم لوړ او د افغانستان اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. تر ټولو مهمه یې دا ده چې د دې پروسې په عملي کېدو سره به له بهر څخه د تازه میوو په وارداتو کې کموالی راشي او ورسره به د کورنیو تازه میوو د صادراتو کچه لوړه شي.
اسلامي امارت یوازې په دې بسنه نه ده کړې، بلکې د خپلو میوو له پاره د بازارموندلو په برخه کې یې ځينې نور ګامونه هم پورته کړي دي. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ازبیکستان ته د خپل سفر پر مهال «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په څنډه کې د ازبیکستان هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وکتل. د لیدنې پر مهال د دغه هېواد لومړي وزیر وویل، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه میوو د صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال بیا وویل، اسلامي امارت د ټولو هغو چارو د عملي پيل لپاره چمتو دی چې په خبره یې، هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا نږدې او پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي. دغه راز اسلامي امارت په هېواد کې دننه ټولو حکومتي او خصوصي ارګانونو ته هدایت کړی چې د اړتیا پر مهال له خپلو کورنیو تازه میوو څخه استفاده وکړي.
پایله
هېواد ته په پریمانه اندازه واردات او د هغو توکو د راتګ مخنیوی چې کورني تولیدات کمزوري کوي، د مقاومتي اقتصاد په برخه کې یو مهم سیاست دی. د وارداتو او بیا پر کورنیو تولیداتو د هغو اغیزې د اقتصادي چارو د کارپوهانو د بحث وړ موضوع ده او له دې امله د وارداتو پر مدیریت ټینګار کېږي. نو که څوک غواړي چې هېواد له وارداتي حالت څخه وباسي او پر یوه صادراتي هېواد یې بدل کړي، نو اړینه ده چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ بیلانس وساتي. پرته له دې په هره اندازه چې واردات زیاتېږي په هماغه کچه په هېواد کې دننه د تولیداتو کچه راټېټیږي. اسلامي امارت هم باید دې ټکي ته پوره پاملرنه وکړي. له دې پرته به نه زموږ صنعت وده وکړي او نه به مو د کرنې په سکټور کې پرمختګ رامنځته شي. د تیر په څېر به مو خپل تولیدات او کرنیز محصولات په ځانګړي ډول تازه میوې په نیمه بیه پلورل کېږي او د بزګرانو د کال خواري به عبث ځي. په دې سره مو نه سوداګري پراختیا موندلی شي او نه هم ټولنیز ژوند د پرمختګ او هوساینې مزه څکلی شي. پکار دا ده چې له بهر څخه لکه څنګه چې اسلامي امارت یې ژمنه کړې ده، د هغو تازه میوو چې په هېواد کې دننه تولیدېږي، مخه ونیول شي. دغه راز پر دې میوو ګمرکي تعرفې لوړې شي. دغه راز د خپلو میوو له پاره په بهر کې مارکیټ پیدا او په کور دننه یې د بسته بندۍ او ساتلو له پاره امکانات برابر شي. د دې چارو په ترسره کېدو سره به له یوه لوري کرنه پرمختګ وکړي، له بل لوري به د بزګرانو په عوایدو کې زیاتوالی راشي. سوداګري به پراختیا ومومي او ملي اقتصاد به پیاوړی شي. د وارداتو او صادراتو د بېلانس په برابرېدو سره به د سوداګرۍ کسر له منځه ولاړ شي