په ملي اقتصاد کې د نفتو استخراج او ارزښت ته کتنه
لیکوال: قیس احمد
سریزه
د نفتو صنعت د نړۍ له مهمو او لویو صنایعو څخه شمېرل کېږي. نفت سره له دې چې په نننۍ نړۍ کې د انرژۍ د تأمین یوه مهمه سرچینه ده، پر هغه سربېره په ملي او نړیواله کچه د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې هم مهم رول لوبوي. هغه هېوادونه چې تازه یې د اقتصادي پرمختګ په لوري لومړني ګامونه پورته کړي او نشي کولی په یو وخت کې د اقتصادي پرمختګ ټولو فکټورونو ته پراختیا ورکړي، باید مهمې او کلیدي برخې په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي چې یو مهم هغه یې نفت دي.
د نفتو پر مټ انرژي تولیدیږي، صنعت وده کوي، ترانسپورټ پراختیا مومي او د دې ارزښتناکې مادې د صادرېدو په صورت کې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې څو برابره پياوړې او پراخېږي. افغانستان هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفتو لویې او تراوسه ناسپړل شوې زېرمې لري. اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې په پياوړتیا کې د دغه مادې ارزښت درک کړی او په همدې موخه یې د استخراج لپاره هڅې پيل کړې دي. اوسمهال د هېواد له یوشمېر نفتي حوزو څخه په ورځني ډول سلګونه ټنه نفت استخراجېږي چې د دولت خزانې ته د میلیونونو ډالرو عوایدو په جمع کېدو سربېره یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.
موږ په دغه مقاله کې په ملي اقتصاد کې د نفتو د استخراج رول او ارزښت ته لنډه کتنه کوو.
د افغانستان نفتي زېرمې
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د خپل جغرافیوي موقعیت، دلته په پخوانیو لسیزو کې د موجود صنعت او یا هم شته کانونو له وجې اقتصادي ارزښت درلودلی دی. خو له دې ورهاخوا یوه بله اقتصادي ښېګڼه هم لري چې هغه تر ځمکه لاندې هایدروکاربونونه (نفت او ګاز) دي.
د ترسره شوو څېړنو له مخې، افغانستان د نفتو پنځه لویې حوزې (آمو دریا، افغان - تاجیک، کُشک - تیرپل، هلمند او کټواز) لري چې ۲۷۰،۰۰۰ کیلومترمربع ساحه رانغاړي[1]. خو له دې جملې تر اوسه یوازې ۲٪ ساحې څخه هم استخراج او ګټنه نه ده اخیستل شوې. د نه استخراج یو عمده لامل یې په هېواد کې لسیزې جګړې او ناامني وه، چې لله لحمد اوس پوره امن راغلی دی. د دې حوزو له ډلې یوازې د آمو دریا او افغان - تاجیک کې اکتشافي کارونه ترسره شوي دي او په پاتې درېیو نورو حوزو کې تر اوسه لازم مطالعات او اکتشافي کارونه نه دي پيل شوي[2]. ترسره شوې سروېګانې تخمین کوي چې د آمو دریا او افغان – تاجیک حوزو کې ۱.۶ میلیارد بیرل خام نفت، ۱۶ تریلیون مترمکعب فیټ طبیعي ګاز او ۰.۵ میلیارد بېرله مایع طبیعي ګاز موجود دي.
اسلامي امارت د هېواد له نفتي حوزو څخه د استخراج په موخه کشک – تېرپل نفتي حوزې د اکتشاف چارې هم ازادې داوطلبۍ ته سپارلې دي چې په نږدې وخت کې به یې ګټونکی شرکت اعلان او چارې به یې پيل شي. له دې ورهاخوا د کټواز نفتي حوزې د اکتشافي چارو د پيل لپاره چمتووالی روان دی او ټوله موخه دا ده چې د هېواد نفتي زېرمې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره استخراج او پر مټ یې اقتصاد پياوړی او هېواد ځان بسیاینې ته ورسېږي.
په ملي اقتصاد کې د نفتو د استخراج رول
افغانستان د خپلو تر ځمکه لاندې طبیعي زېرمو د را ایستلو لپاره لازمه ټکنالوژي نه لري، خو ښېګڼه دا ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د بهرنۍ پانګونې پر مټ د را ایستلو زمینه برابره شوې. همدا اوسمهال د آمو دریا نفتي حوزې د نفتو د استخراج او پروسس تړون له یوې چینايۍ کمپنۍ سره دوام لري. دغه کمپنۍ په لومړي کال ۱۵۰ میلیون ډالر او په درېیو کلونو کې به ۴۵۰ میلیون ډالر پانګونه کوي، چې د بهرنۍ پانګونې یو لوړ مقدار دی[3]. د همدغه قرارداد له مخې اسلامي امارت په لومړیو کې ۲۰ سلنه او د وخت په تېرېدو سره ۷۵ سلنه سهم ترلاسه کوي او همدا راز له شرکت څخه ۱۵ سلنه خالصه رویالیټي او مالیات هم اخلي.
اوسمهال په آمو دریا نفتي حوزه کې د قشقري، زمرد سای او آق دریا سیمو کې ۲۴ څاګان فعال دي چې په ورځني ډول ترې ۱۳۵۰ ټنه نفت استخراج، په کور دننه پروسس او د ورځني بازار یوه مهمه برخه اړتیا پوره کوي. د دغو نفتو په استخراج سره تر یوې اندازې له بهر هېوادونو د نفتو واردات کم شوي او په کور دننه د نفتو صنعت د غوړېدو په حال کې دی. د آمو دریا نفتي حوزې د استخراج شوو نفت له لارې د دولت خزانې ته په میلیونو ډالر عواید جمع کېږي او بیا همدغه پیسې په نورو پراختیايي او زېربنايي پروژو کې په مصرف رسېږي، چې د هغو پروژو په پلي کېدو سره هم زرګونو کسانو ته د کار فرصت رامنځته او له مخې یې دولت ته په زیاته اندازه عواید راټولېږي. کانونو او پټرولیم وزارت په پلان کې لري چې په دغه حوزه کې ۲۵ نور څاګان هم فعال کړي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو څاګانو د اکتشاف، کیندلو او ترمیم لپاره قراردادي شرکت د سل میلیون ډالرو په ارزښت ماشینري افغانستان ته راوړي چې یوشمېر یې را رسېدلې هم ده.
د معلوماتو له مخې، د آمو دریا نفتي حوزې د نفتو د استخراج او پروسس په پيل سره د افغانستان د نفتو ۳۰ سلنه اړتیا له همدې حوزې پوره شوې، چې د فعالو څاګانو د شمېر په زیاتېدو سره به دا سلنه نوره هم لوړه شي. دا دې خودکفايۍ او د بازار د ثابت حالت غوره کولو په برخه کې یو مهم ګام دی چې اخیستل شوی دی. له دې سره په نړۍ کې د نفتو بازارونو په بدلېدو رابدلېدو سره د افغانستان د نفتو بازار ډېر نه ټکنی کېږي.
په آمو دریا نفتي حوزه سربېره د کشک – تیرپل حوزې اکتشافي چارې هم پيلېږي چې د استخراج په پيل سره به یې د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت بهرنۍ پانګونه جلب او زرګونو افغانانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي چې دا د ملي اقتصاد د پياوتیا په برخه کې یو مهم ګام دی.
پایله
د افغانستان ټولې تر ځمکه لاندې زېرمې او په ځانګړي ډول نفت په میلیاردونو ډالر ارزښت لري. د نورو جامدو کانونو په پرتله د نفتي زېرمو ښېګڼه دا ده چې د اکتشاف او استخراج چارې یې ډېر وخت او زیاتې پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا نه لري. استخراج شوي نفت یې له پروسس وروسته ژر په نغدو پيسو اوړي چې دا یې د نورو جامدو کانونو په پرتله بله ښېګڼه یادولی شو. په افغانستان کې د موجودو ټولو نفتي حوزو په استخراج سره به د هېواد اقتصاد چټکه وده وکړي، د نفتو صنعت به پياوړی شي، له دې لارې به د دولت خزانې ته په میلیاردونو ډالر عواید جمع شي او لسګونو زرو خلکو ته به د کار زمینه برابره کړي.