د ترانسپورټ سکټور ارزښت او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته کتنه
لیکوال: عبدالله ایمل
سریزه
په افغانستان کې ترانسپورټ د دې هېواد د ځانګړي جغرافیوي موقعیت له امله د بحث وړ موضوع ده. افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ د یوه پل په توګه تل د کاروانونو او سوداګرو د تګ راتګ ځای و. سره له دې، د عصري ترانسپورټ په جوړولو کې له ځینو ستونزو سره مخ دی. نن ورځ د افغانستان د ترانسپورټ بنسټونه لا هم محدود او زیانمن دي. هغه لویې لارې او سړکونه چې لوی ښارونه یو له بل سره نښلوي، په ځینو برخو کې خراب دي او بیا رغونې ته اړتیا لري. ډېرې لرې پرتې سیمې د مناسبو زېربناوو د نشتون له امله لاسرسی ورته ستونزمن دی. د هوایي ترانسپورټ په برخه کې هم یوازې یو شمېر محدود داخلي او نړیوال هوایي ډګرونه فعال دي. همدې ته په کتو، اسلامي امارت د هېواد د سړکونو او مواصلاتي لارو بیا رغونه په خپلو کاري لومیتوبونو کې نېولې او عملاً یې په لویو لارو کار پیل کړی دی.
د ترانسپورټ سکټور اقتصادي ارزښت
ترانسپورت په ملي اقتصاد کې خورا لوی اهمیت لري او د افغانستان په اقتصادي، ټولنیز او سوداګریزو پرمختګونو کې مهمه ونډه لري. دلته مو په ملي اقتصاد کې د ترانسپورټ د اهمیت په اړه ځیني ټکي د بېلګې په ډول را اخیستي دي:
په کورني او بهرني تجارت کې اسانتیا: ترانسپورټ د افغانستان په کورني او نړیوال تجارت کې مرسته کوي او د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی اسانوي. دا موضوع په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره اهمیت لري، ځکه چې کولای شي د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ تر منځ د یوه ارتباطي پل په توګه د ترانزیټ له شبکو څخه ګټه واخلي.
د کاري فرصتونو زیاتوالی: د ټرانسپورټي زېربناوو پراختیا او د ترانسپورټي شبکو پراخول خلکو ته نوي کاري فرصتونه برابروي. دا په بېلابېلو لارو، لکه د سړکونو جوړولو، د اورګاډي د پټلۍ پراختیا او د ترانسپورټي مرکزونو په جوړولو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د اقتصاد سره مرسته کوي او د بېکارۍ کچه راکموي او عواید لوړوي.
د پانګونې زیاتوالی او اقتصادي وده: د باور وړ ترانسپورټي شبکې د کورنیو او بهرنیو پانګونو په جذب کې مرسته کوي. پانګوال په دې لټه کې وي چې منابعو، بازارونو او خامو موادو ته اسانه او ارزانه لاسرسی ولري او قوي ترانسپورټي سیستم دا امکان برابروي.
د اکمالاتو د ځنځیر ښه والی او د لګښتونو کمښت: اغېزمن ترانسپورټ د لېږد لګښتونه راکموي او د مالونو په انتقال کې سرعت رامنځته کوي چې په پایله کې د اکمالاتو لګښتونه راکم او توکي او خدمات ارزانه کېږي.
د سیاحت صنعت پیاوړي کول: د ترانسپورټ سیستم ښه والی په کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذبولو کې مرسته کوي. افغانستان د طبیعي او تاریخي منظرو درلودونکي په توګه که ښه ټرانسپورټي اسانتیاوې ولري، نو کولای شي له سیاحت څخه هم اقتصادي ګټه پورته کړي.
د فقر کمښت او د خلکو د ژوند ښه والی: د ترانسپورټ د لارو د پراختیا په مرسته، لرې پرتو او کم امکاناتو لرونکو سیمو ته بازارونو او عامه خدمتونو ته ښه لاسرسی رامنځته کېږي. دا ښه لاسرسی خلکو ته د شغلي فرصتونو، زدهکړې او روغتیا په برخو کې د مرستې له لارې د ژوندانه د کچې په لوړولو او د فقر په کمولو کې مرسته کوي.
په ترانسپورټ سکټور کې د اسلامي امارت هڅو ته کتنه
اسلامي امارت په ترانسپورټ سکتور کې د دې برخې د پراختیا او ښهوالي لپاره یو شمېر مهم ګامونه پورته کړي دي. دغه اقدامات په ځانګړي ډول د ترانسپورټ د زېربناوو د بیا رغونې، د کورنیو او بهرنیو ترانسپورټ د سیستمونو د جوړولو، او د کورني او بهرني ترانسپورټ په برخه کې د ستونزو او لګښتونو د کمولو په هڅه کې ترسره شوي دي. د دغو مهمو اقداماتو ځینې مهم ټکي په لاندې ډول دي:
د ترانسپورټي زېربناوو بیا رغونه: اسلامي امارت د هېواد د مهمو سړکونو په ترمیم او بیا رغونه کې ډېر کوښښونه کړي دي، لکه لویې لارې او نړیوالې سوداګریزې لارې. دغه اقدامات په ځانګړي ډول په کابل - کندهار لویه لار، سالنګونه او نورو مهمو لارو کې ترسره شوي دي.
د لارو امنیت ښه کېدل: له هغه ځایه چې امنیت د افغانستان د ترانسپورټ سکتور یوه اصلي ستونزه وه، اسلامي امارت هڅه کړې چې په سړکونو او سوداګریزو لارو کې امنیت ټینګ کړي څو د مالونو او مسافرو ترانسپورټ له کومې ستونزې سره مخ نشي.
د هوایي ترانسپورټ پراختیا: اسلامي امارت له نړیوالو سازمانونو سره په همکارۍ هڅه کړې چې د کورنیو او بهرنیو پروازونو په بیا پیلولو کار وکړي. د سوداګریزو پروازونو د بیا پرانیستلو او د هوایي شرکتونو هڅول چې افغانستان ته منظم پروازونه ترسره کړي، هم ترسره شوي دي.
د اورګاډي پراختیا: د اورګاډي پروګرامونه په پولو لکه خواف - هرات او ازبیکستان - مزارشریف کې پراخ شوي، ترڅو په سیمه کې د مالونو د لېږد لپاره یو اقتصادي او خوندي چاپېریال رامنځته شي.
د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوو رامنځته کېدل: له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او د مالونو د لېږد د اسانتیا لپاره د سرحدي همکارۍ اقدامات ترسره شوي دي، چې دا همکارۍ د لېږد پر وخت او لګښتونو د کمښت سره مرسته کوي.
په ښاري ترانسپورټ کې پرمختګ: په لویو ښارونو لکه کابل، هرات او مزارشریف کې د عامه ترانسپورټ د ښهوالي او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو لپاره پلانونه تر کار لاندې نیول شوي دي.
پایله
ترانسپورټ د هر هېواد د اقتصادي او ټولنیزو زېربناوو یوه اساسي برخه ده، او د هرې ټولنې په پرمختګ او پراختیا کې د دې اهمیت د لمر غوندې روښانه دی. په افغانستان کې د جغرافیوي موقعیت او د خلکو د ورځني اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د ترانسپورټ سیستم ښهوالی په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مهمه ونډه لري. د ترانسپورټ پراختیا موخه د مالونو او مسافرو په انتقال کې اسانتیا، د وخت او مالي لګښتونو کمښت، د عامه خدمتونو او کورني او بهرني بازارونو ته د لاسرسي زیاتوالی دی. اسلامي امارت، د ترانسپورټ د زېربناوو د پراختیا لپاره، لکه د سړکونو جوړولو او بیا رغونې، د اورګاډي د شبکو پراختیا او د بندرونو او هوایي ډګرونو د پرمختیا لپاره خپلې هڅې ګړندی کړې دي، چې له یوې خوا به نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي او له بلې خوا، د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد کې به هم ښه والی راولي. همدارنګه، د ترانسپورټ د زېربناوو ښه والی کولای شي په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې په جذب او د سیاحت په وده کې هم مرسته وکړي. نو په دې توګه، د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره او د ترانسپورټ زیاتېدونکي اهمیت په پام سره، په دې برخه کې د اسلامي امارت اغېزمن کارونه او منسجم پلانونه کولای شي د افغانستان په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي او د فقر په کمولو او د هېوادوالو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.