د انرژۍ سکټور؛ زېربناوې، ننګونې او راتلونکې ته یې ځغلنده کتنه
لیکوال: احمد شاه راشد
سریزه
انرژي سکټور د انسانانو د ژوند د پرمختګ لپاره بنسټیز رول لوبولی. د انسانانو لپاره د انرژۍ سرچینې په پیل کې د اور د کشف سره پیل شوې، چې وروسته یې د تیلو، ګاز، او برېښنا د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره پراختیا ومونده. د انرژۍ صنعت په بېلابېلو برخو وېشل شوی دی، چې مهمې برخې یې د بایومس، لمریزې انرژۍ، اوبو، بادي، ګازي او د تېلو انرژۍ څخه جوړې دي. د صنعتي انقلاب په پیل کې، انسانانو له فوسيلي سونګونو لکه ډبرو سکرو او تېلو څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل پیل کړل. په ۱۹ پېړۍ کې له دغو منابعو څخه د انرژۍ تولید د عصري ټکنالوژۍ په پراختیا کې مهم و، خو په دې وروستیو کې د چاپېریال د بدلونونو او د فوسيلي سونګونو د محدودوالي له امله، د بدیلو او پاکو انرژیو لکه لمریزې او بادي انرژۍ ته پاملرنه زیاته شوې ده. په اوسني وخت کې، د انرژۍ نړیوال سکټور د بدلون په حال کې دی، او بېلابېل هېوادونه هڅه کوي چې د پایدارې انرژۍ سرچینې وکاروي، ترڅو د چاپېریال ساتنه وکړي او راتلونکو نسلونو ته پاکه او باثباته انرژي وړاندې کړي. په افغانستان کې د انرژۍ سکټور تاریخ هم اوږده مخینه لري، خو د بېلابېلو عواملو له امله یې پرمختګ له ستونزو سره مخ شوی دی. د انرژۍ تولید او د اړتیا وړ برېښنا برابرول د افغانستان اسلامي امارت لپاره یو مهم لومړیتوب دی، خو د پرمختللو زېربناوو نشتوالی هغه موضوع ده چې د چټک پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.
د انرژۍ سکټور لومړنۍ سرچینې او پراختیا
په افغانستان کې د انرژۍ سرچینې بیلابیلې دي، چې د بریښنا تولید او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کارول کیږي. لومړنۍ سرچینې یې په لاندې ډول دي:
- اوبهلرونکي انرژي: افغانستان په لرغونو اوبهلرونکو سرچینو او ویالو کې پراخه منابع لري. لکه د کابل، کونړ، هلمند، او امو سیندونه چې د بریښنا د تولید لپاره کارول کیدای شي. که څه هم د اوبو په برخه کې د زیربناوو کمښت یو لوی خنډ دی، د پراختیا لپاره یې لا هڅې روانې دي.
- لمرینه انرژي: افغانستان یو ښه موقعیت لري چې د لمر انرژي د تولید لپاره مناسب دی. په دې هیواد کې د کال په زیاترو ورځو کې هوا لمرینه وي، او دا د سولر پانلونو له لارې بریښنا تولیدولو لپاره ښه فرصت دی. په دې برخه کې یو شمېر وړې پروژې او شخصي پانګونې روانې دي، خو په پراخه کچه د پرمختګ اړتیا ده.
- بادي انرژي د ځینو سیمو لکه هرات او کندهار په غرنیو او باد لرونکو سیمو کې بادي انرژي هم امکان لري. په دې برخه کې ځینې پروژې پیل شوي، خو لا هم د پراختیا لپاره مالي ملاتړ او تخنیکي پیاوړتیا ته اړتیا لري.
- د فوسیلي سونګ توکي (ګاز او نفت): افغانستان د طبیعي ګاز او نفتو زېرمې هم لري چې د انرژۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره کوي. په شمال کې د ګازو ځینو ساحو استخراج پیل شوی دی، خو د دې برخې لپاره لا زیاته پانګونه او تاسیسات لازم دي.
- زیاتېدونکې او بدیلې انرژي: افغانستان همدارنګه د بایوماس او نورې بدیلې انرژۍ منابعو ته اړتیا لري. په کلیوالي سیمو کې خلک له لرګیو، سکرو، او نور بایوماس سونګ توکو څخه استفاده کوي، خو دا طریقه د چاپیریال لپاره زیان رسوونکې ده او اسلامي امارت د بدیلو سرچینو په لټه کې دی.
د انرژۍ سکټور زیربناوې
په افغانستان کې د انرژۍ زیربناوې د تېرو شلو کلونو اشغال له امله له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي. دغه زیربناوې اکثر د جګړو، ناسم مدیریت، او د کمو امکاناتو له کبله زیانمنې شوې او په وروستیو کلونو کې یې پرمختګ خورا کم و. افغانستان په تېره بیا د بریښنا په برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو، لکه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، او ایران، له وارداتو سره تړلی دی. افغانستان د بریښنا تولید لپاره د اوبو د لویو زېرمو او سیندونو له اړخه ښه امکانات لري، خو د دې منابعو پراختیا لپاره د پانګونې او مسلکي مهارتونو کموالی یو لوی خنډ و چې د اسلامي امارت په راتګ سره دې برخې ته پاملرنه شوې او اوس د لومړنیو کارونو چټک ترسره کېدو لپاره هڅې کیږي. ځینې مهمې سرچینې په لاندې ډول دي:
- د اوبو سرچینې
افغانستان د څو لویو سیندونو کور دی چې د بریښنا د تولید لپاره ښه پوتانشیل لري، لکه:
- د کابل سیند: د هېواد مرکزي سیمو ته نږدې دی او د برېښنا تولید لپاره لوی پوتانشیل لري.
- د هلمند سیند: دا سیند د افغانستان سویلي سیمو ته نږدې دی او د زراعت لپاره هم خورا مهم دی.
- د لمر انرژي
افغانستان په کال کې شاوخوا ۳۰۰ ورځې لمرینې هوا لري، چې دا د سولر انرژي لپاره یوه غوره سرچینه ده. په ځینو سیمو کې د سولر پروژو پیل هم شوی، خو لا هم د دې پراختیا لپاره کافي مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا ده.
- د باد انرژي
د افغانستان په لوېدیځو او ځینو نورو سیمو کې د باد انرژۍ لپاره ښه شرایط شته، په ځانګړي ډول د هرات ولایت. د باد د انرژۍ د تولید لپاره ځینې وړې پروژې پیل شوې دي او په نېږدې راتلونکي کې به په دې برخه کې د لویو پروژو د پیل شاهدان و اوسو.
- د ګاز او نفت سرچینې
په افغانستان کې د ګاز او نفت منابع شته چې کولای شي د انرژۍ تولید کې برخه واخلي. د امو سیند په سیمه کې د تیلو او ګازو منابع هم په دې وروستیو کې کشف شوي، خو لا هم د دې پروژو پراختیا لپاره پانګونې ته اړتیا ده.
د انرژۍ سکټور پر وړاندې شته ننګونې
په افغانستان کې د انرژۍ سکتور د پرمختګ لپاره ګڼ شمېر ننګونې شتون لري. دلته ځینې اصلي ننګونې ذکر شوي:
- مالي ستونزې او بودیجه: د افغانستان اقتصاد د تېر شل کلن اشغال له امله اوس هم عادي حال ته نه دی ګرځېدلی او د انرژۍ پروژو لپاره کافي مالي سرچینې نه لري. خصوصي سکټور او تمویل باندې تکیه کول ډېر وخت د پروژو په ترسره کولو کې خنډ ګرځي.
- تخنیکي وړتیا او ظرفیت: په افغانستان کې د مسلکي او روزل شویو کادرونو کمښت شتون لري، چې دا کار د انرژۍ پروژې په مؤثره توګه ترسره کولو کې ستونزې راولاړوي. د ټکنالوژۍ او تخنیکي تجربې د نشتوالي له امله، ځینې پروژې د نورو هیوادونو مرستې او کارپوهانو ته اړتیا لري.
- لوجستیک او زېربنا: د افغانستان زیربناوې محدودې او زړې دي، او دا په ځان کې د انرژۍ شبکې او د برېښنا لېږد ستونزې را منځ ته کوي. د انرژۍ شبکې نشتون، د برېښنا د تولید محدودې سرچینې او د شبکې د ضعیفیت له امله ځینې سیمې برېښنا نه لري.
- قانوني او اداري خنډونه: د انرژۍ په سکتور کې د روښانه قوانینو او پالیسۍ نشتون د پانګوالو لپاره یو لوی خنډ دی.
- له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا پورې تړاو: افغانستان په ډېره کچه له ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا وارداتو ته اړتیا لري، چې دا په سیمهییزو سیاسي او اقتصادي بدلونونو کې د برېښنا جریان اغېزمنوي.
د دې ټولو ننګونو سره سره، افغانستان کې د سولري انرژۍ، د اوبو له لارې د برېښنا تولید او د بادي انرژۍ لپاره امکانات شته. که چېرې دا ستونزې په تدبیر او پلان سره حل شي، افغانستان کولای شي خپل د انرژۍ سکټور پرمختګ ته دوام ورکړي.
د انرژۍ سکټور راتلونکې
په افغانستان کې د انرژۍ سکټور راتلونکې په اوسنیو شرایطو او د انرژۍ له شتون، پالیسیو، او سیمهییزو همکاریو سره تړلې ده. د انرژۍ سکتور د افغانستان د پراختیا لپاره بنسټیز رول لري، ځکه چې د بریښنا کمښت او د انرژۍ ستونزې د صنعت، زراعت، او د خلکو د ژوند پر کیفیت مستقیم اغېز لري. د انرژۍ سکتور راتلونکي ممکن څو لارې ولري:
- د طبیعي سرچینو څخه د انرژۍ ترلاسه کول: افغانستان طبیعي سرچینې لکه د ګازو او د تیلو زیرمې لري چې که په موثر ډول وکارول شي، کولی شي د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي.
- د اوبو بریښنا پروژې: افغانستان د اوبو ډیری سرچینې لري، او د اوبو د بریښنا تولید پتانشیل یې لوړ دی. اوس مهال هم د نغلو، ماهيپر، او سروبي په څېر بندونه شته، خو لا هم اړینه ده چې نوي بندونه جوړ شي ترڅو د هېواد په بیلابیلو برخو کې د بریښنا اړتیاوې پوره کړي.
- لمرینه او بادي انرژي: افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی چې د لمر انرژي ترلاسه کولو لپاره مناسب موقعیت لري. په خاص ډول د جنوبي ولایتونو کې د لمر انرژۍ پروژې، لکه سولر سیسټمونه، په پراخیدو دي. دا سکتور په راتلونکي کې د انرژۍ یو ستره سرچینه جوړېدلی شي. همدا ډول په باد باندی د بریښنا تولید هم د غور وړ دی.
- خصوصي سکتور ته زمینه برابرول: که د انرژۍ په سکټور کې خصوصي سکتور ته زیاته پاملرنه وشي، نو دا سکتور کولی شي د نورو بهرنیو پانګهوالو لپاره هم د پانګونې بستر جوړ کړي.
- د قانون او سیاست ثبات: د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره د اوږدمهالو پالیسیو، پانګې اچونې ملاتړ، او قانوني ثبات ته اړتیا ده. دا په دې مانا چې د اسلامي امارت لخوا د پایښت وړ، روڼ او شفاف قوانین جوړ شي ترڅو پانګهوال، نوې تکنالوژۍ او په ځانګړي ډول نړیوالې مرستې جذب شي.
که افغانستان د پورته ذکر شویو سرچینو او امکاناتو څخه استفاده وکړي، نو امکان شته چې په راتلونکي کې د انرژۍ سکټور کې د پرمختګ او خودکفایۍ حالت ته ورسیږي.
پایله
په افغانستان کې د انرژۍ سکټور د تېرو شلو کلونو اشغال له امله د بنسټیزو ننګونو او محدویتونو سره مخ دی، چې په کې د برېښنا محدود تولیدذاو په زیاته کچه په وارداتي برېښنا باندې اتکا شامل دي. افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، او ایران څخه واردوي. د کورني برېښنا تولید ظرفیت یې تر ډېره له اوبو څخه دی، خو د اړینو زیربناوو نشتون او د موسمي بدلونونو اغېز د اوبو له لارې د برېښنا تولید ته هم زیان رسولی دی. د افغانستان ځمکه د لمریزې او بادي انرژۍ لپاره مناسب ظرفیت لري، چې د انرژۍ د تولید په برخه کې د پام وړ سرچینې بلل کېږي. که څه هم په دې برخه کې یو څه پرمختګ شوی، خو لا هم ډېرې پانګونې او ښه مدیریت ته اړتیا ده تر څو په دې برخه کې اغېزمنې پروژې پلې شي. د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره اسلامي امارت هڅې روانې دي. د اوږدمهاله هدف لپاره، په افغانستان کې د لمریزې، بادي او اوبو د سرچینو پراختیا او د نویو انرژیو په برخه کې د نوې تکنالوژۍ د معرفي کولو ضرورت دی، ترڅو د انرژۍ په برخه کې د هېواد اتکا پر خپلو کورنیو سرچینو زیاته شي.