د انرژۍ، اوبو مدیریت، زېربنا او ترانسپورټ سکټورونو کې د اسلامي امارت هڅو ته کتنه

062

 

انرژي، د اوبو مدیریت، زېربنا او ترانسپورټ هغه سکټورونه دي چې کولای شي د هېواد صنعت، کرنه او سوداګري پراخه کړي. اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو دې سکټورونو ته لومړیتوب ورکړی دی. اسلامي امارت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د انرژۍ په سکټور کې یو شمېر پروژې پیل کړې دي. دا پروژې په ځانګړي ډول د  لمریزې انرژۍ او له ګاز څخه د برېښنا د تولید په برخو کې دي. د انرژۍ تولید د افغانستان لپاره مهم دي، ځکه دا هېواد د انرژۍ له اړخه پر نورو هېوادونو متکي دی. د دغو پروژو له لارې اسلامي امارت هڅه کوي چې د انرژۍ په برخه کې کورنۍ اړتیا پوره او اقتصادي وده ګړندۍ کړي.

د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د انرژۍ په سکټور کې پيل شوې پروژې:

شمېره

پروژه

د پرانیستې نېټه

۱

د کابل  ارغندۍ سب‌سټېشن پراختیا

۷/۴/۱۴۰۳

۲

۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزه برېښنا

۱۷/۷/۱۴۰۳

۳

د طوطي میدان ګازو استخراج

۱۹/۷/۱۴۰۳

۴

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې پيل

۲۱/۶/۱۴۰۳

د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو له پاره د اوبو برابرول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي. اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه و پیل شوي. د یادو بندونو د چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د روان لمریز کال په جریان کې په هرات کې پاشدان بند، په پکتیکا کې د پلتوني بند، په ارزګان کې د اغاجان بندونو عملي چارې پیل او په زابل کې د عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د اوبو مدیریت په سکټور کې پيل شوې پروژې:

شمېره

پروژه

د پرانیستې نېټه

۱

پاشدان بند

۹/۲/۱۴۰۳

۲

پلتوني بند

۳۰/۵/۱۴۰۳

۳

اغاجان بند

۷/۷/۱۴۰۳

زېربنـاوې د افغانسـتان د اقتصـادې ودې او پراختیا لپـاره یـو مهم عنصـر دی. اسلامي امارت د زېربنـاوو په برخه کې د پانګونې لپـاره هڅې ګړندۍ کړې دي. اسلامي امارت د قوانینو او کړنلارو په وضع‌کولو، د مالیاتو په کمېدو، له خصوصي سکټور سره د ګډې همکارۍ او سرتاسري امنیت په ټینګولو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونـې لپاره مناسب چاپېریـال رامنځتـه کـړی. اسلامي امارت پـر شته زېربنـاوو بیاکتنـه کـړې او د نویو زېربنـاوو د جوړولو په برخه کې یې عملاً کار پیل کړی. دغه راز یې  د زېربناوو په برخـه کـې پانګونـې ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره کړې ده.

د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د زېربنا په سکټور کې پيل شوې پروژې:

شمېره

پروژه

د پرانیستې نېټه

۱

نیله باغ هستوګنیزه پروژه

۱۹/۱/۱۴۰۳

۲

په کابل نړیوال هوايي ډګر کې معیاري انتظارخونه

۴/۵/۱۴۰۳

۳

په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکترونیکي سکنرونو نصب

۶/۵/۱۴۰۳

د ترانسپورټ سکټور، د هېواد په اقتصادي وده کې د یو بنسټیز سکټور په توګه پرېکنده رول لري او پر مټ یې دا برخه پراختیا موندلی شي. د دې لید پر بنسټ، اسلامي امارت ترانسپورټ سکټور په خپلو لومړیتونو کې نیولی دی. اغېزناک، خوندي او معیاري ترانسپورټي خدمتونو وړاندې کول، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د ترانسپورټي اړیکو پیاوړتیا، د شفاف او حساب ورکوونکو سیسټمونو رامنځته کول، خصوصي پانګونې ته زمینه برابرول، د عامه ترانسپورټ زېربناوو پراختیا، په اداري جوړښت او په دې سکټور کې بنسټیزو اصلاحاتو ته زمینه برابرول یې د کارونو په سر کې ځای لري.

د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د ترانسپورټ په سکټور کې پيل شوې پروژې:

شمېره

پروژه

د پرانیستې نېټه

۱

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه

۹/۱/۱۴۰۳

۲

د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ

۸/۲/۱۴۰۳

۳

له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه

۸/۲/۱۴۰۳

۴

د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې غځیدلی سړک

۸/۲/۱۴۰۳

۵

د هرات – غور سړک

۱۰/۲/۱۴۰۳

۶

مس عینک پروژې ته غځېدلی سړک

۳/۵/۱۴۰۳

۷

د کابل – غزني دوهم لین سړک

۲۰/۶/۱۴۰۳

۸

د کابل – جلال اباد دوهم لین سړک

۵/۸/۱۴۰۳

د دې پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان د انرژۍ، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پرمختګ وکړي. دغه راز به د پروژو په جریان او د یادو پروژو تر بشپړېدو وروسته لسګونو زره هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.