د بې‌کارۍ کچې راکمولو په پار د اسلامي امارت هڅو ته کتنه

بیکاری

لیکوال: قیس احمد

سریزه

د بې‌کارۍ ستونزه د یوې ټولنې د اقتصادي ودې او پرمختګ پر وړاندې جدي ننګونه بلل کېږي. دا ننګونه نه یوازې پر افرادو، بلکې پر ټولنو او اقتصادونو هم خپل لوی اغېز لري چې باید جدي پام ورته وشي. له یو لوري بې‌کاري د تولید کچې ټیټېدو، د تقاضا کمېدو، د پانګونې کم‌رنګه کېدو او همدا راز د کمې ګټې وټې سبب ګرځي، له بل لوري یې ټولنیز او رواني تاثیرات هم ډېر عمیق دي چې باید له پامه ونه غورځول شي.

دغه ستونزه بېلابېل عوامل لري چې له یوې ټولنې بلې هغې او یا هم له یو هېواد بل هغه ته توپير لري. دا ستونزه د افغانستان په څېر درېیمه درجه هېوادونو کې زیاته ده او ډېری وخت یې ګراف هغه وخت لوړ شوی دی، چې په هېواد کې لوی سیاسي بدلون رامنځته شوی دی.

 د تېر شل کلن امریکايي اشغال له پای ته رسېدو وروسته په لومړیو وختونو کې موږ د بې‌کارۍ کچې د زیاتېدو شاهدان وو، خو د اسلامي امارت د هلوځلو په پایله کې د تېرو درېیو کلونو پر مهال دا کچه تر ډېره حده راکمه شوې ده. هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه اسلامي امارت د هېواد په کچه په مختلفو سکټورونو کې لویې اقتصادي پروژې پيل کړې دي، چې زیات شمېر هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

موږ په دې مقاله کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال د بې‌کارۍ کچې راکمولو په پار پيل شوو پروژو او رامنځته شوو کاري فرصتونو ته لنډه کتنه کوو.

لویې پيل شوې اقتصادي پروژې

د تېر شل کلن امریکايي اشغال پر مهال سره له دې چې افغانستان ته په ټریلیونونو ډالر راغلل، خو په هېواد کې د دایمي کاري فرصتونو د رامنځته کولو او زېربنايي پروژو د پيل لپاره هېڅ اساسي کار ترسره نه شو. هغه وخت موقت کاري فرصتونه رامنځته شوي وو او پر کار ګومارل شوي خلک هم یوازې پر خدماتي چارو مصروف وو.

اسلامي امارت واک ته په بیاځلې رسېدو سره وپتېیله چې د بې‌کارۍ کچې راکمولو لپاره هېوادوالو ته دایمي کاري فرصتونه رامنځته کړي او په دې برخه کې یو مهم سکټور ته چې هغه «لویې زېربنايي پروژې» دي، ځانګړې توجه وکړي. په همدې موخه د تېرو درېیو په ځانګړي ډول د روان ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال په مختلفو ولایتونو کې د زېربنا، انرژۍ، اوبو مدیریت او ترانسپورټ په سکټورونو لویې پروژې پيل شوې دي. په دې کې د اغا جان، پلتوني او پاشدان بندونه، د هرات – غور عمومي سړک، د کابل – جلال آباد دوهم لین سړک، د کابل – غزني دوهم لین سړک، د کابل ښار یوشمېر مهم داخلي سړکونه، د طوطي میدان ګازو استخراج، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعه دوهمه برخه، د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الیکترونیکي سکنرونو نصب، په کابل کې د نیله‌باغ هستوګنیزه پروژه او لسګونه نورې مهمې پروژې شاملې دي.

یادې پروژې د زېربنا سکټور په پياوړي کولو کې مهم رول لري چې په پيلېدو سره یې د تطبیق په سیمو کې اقتصادي څرخ په حرکت راغلی او په زرګونو کوچني او متوسط کاروبارونه پيل شوي دي. ښه بېلګه یې د هرات – غور سړک دی. دغه سړک له څو ولایتونو څخه تېرېږي چې په بشپړېدو سره یې د یادو ولایتونو ترمنځ سوداګریز تړاو غښتلی کېږي، د یاد سړک په اوږدو کې د پرتو کانونو د اکتشاف او استخراج لپاره د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې، هلته صنعت، کرنې او مالدارۍ وده کړې چې زیات شمېر نوي کاري فرصتونه یې رامنځته کړي.

همدا راز د کابل – غزني او کابل – جلال آباد دوهم لین سړکونو په جوړېدو سره په زرګونو کسانو او همدا راز په سلګونو ماشینرۍ ته نوي کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. پر دې سربېره په پاشدان، پلتوني او اغا جان بندونو کې هم په زرګونو کسان او ماشینري پر کار مصروف دي چې په بشپړېدو سره به یې په لسګونو زره هکټاره ځمکې خړوبې شي. د یادو ځمکو د ابادولو پر مهال به په زرګونو بزګران، هټیوال او سوداګر پر دایمي کار مصروف شي.

همدې ته ورته د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې د جوړېدو چارو په پيل سره سلګونه کسان پر کار مصروف دي. دا پروژه به له بشپړېدو وروسته په دایمي ډول زرګونو کسانو ته د سوداګریزو توکو د بار او تخلیې، په زرګونو ترانسپورټي وسایطو ته د لېږد او همدا راز په سلګونو کسانو ته په امنیتي او د اداري پروسو د طی مراحل په برخو کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج چارو پيل او د هغه تر څنګ د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الیکترونیکي سکنرونو نصب هغه پروژې دي چې په دایمي ډول یې په مهمو تخصصي برخو کې زرګونو کسانو ته نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي دي. د دې پروژو کاري ساحې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي، چې له ځان سره زرګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته کوي.

همدې ته ورته د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د لسګونو پيل شوو زېربنايي پروژو له لارې زرګونو کسانو ته نوي کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

پایله

اسلامي امارت په هېواد کې د بې‌کارۍ ستونزه درک کړې او د حل لپاره یې له ټولو شته امکاناتو او لازمو تدبیرونو نیولو څخه استفاده کړې ده. د بې‌کارۍ کچې د راکمېدو یوه حللاره د لویو زېربنايي او اقتصادي پروژو پيل دی چې اسلامي امارت ورته د تېرو درېیو په ځانګړي ډول د روان ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال ځانګړې توجه کړې ده.

روان کال د هېواد په کچه د اوبو مدیریت، انرژۍ تولید، ترانسپورټ او زېربنا جوړولو سکټورونو کې لویې ملي پروژې چې موږ یې پورته یادونه وکړه، پيل شوې دي چې له مخې یې زرګونو هېوادوالو او همدا راز په زرګونو ماشینرۍ ته نوي کاري فرصتونه برابر شوي دي. نه یوازې دا چې په مستقیم ډول یې زرګونه کسان پر کار مصروف کړي دي، بلکې په غیر مستقیم ډول یې هم زیات شمېر هېوادوالو ته اوس او په راتلونکي کې د کار کولو فرصتونه مهیا کړي. د دې پروژو په پيل سره د تطبیق په سیمو کې په زرګونو کوچني او متوسط کاروبارونه غوړېدلي، په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لېوالتیا زیاته شوې او په مجموع کې په یادو سیمو کې اقتصادي او کاروباري څرخ په حرکت راغلی چې د بې‌کارۍ کچې په راکمولو کې یې د پام وړ مثبت رول لوبولی دی.