د کرنیزو ځمکو پراختیا او په اقتصاد یې اغیزې

د کرنيزو ځمکو پراختيا

 

لیکوال: نجیب الله مایار

سریزه

 کرنه د بشري ژوند د اړتیا په پوره کولو کې تر ټولو مهم رول لري، کرنه او نباتات د انسانانو د ژوند په تکامل سره وده او تغییر موندلی او ډېرې اړتیاوې یې له خوړو نیولې آن تر جامو او نورو برخو پورې د همدې برخې له محصولاتو برابر او ترلاسه شوي دي. په اوسني عصر کې هم کرنه د نړۍ په اقتصاد کې مهم رول لري او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د اقتصاد لویه برخه لاتر اوسه هم کرنه برابروي. که څه هم په پرمخ تللو هېوادونو کې دا ځای د وخت په تېرېدو صنعت او نورو برخو نیولی، خو افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له وجې اوس هم د هېواد د ډېرو اوسیدونکو د ژوند د تمویل یوازینۍ سرچینه همدا کرنه پاتې شوې ده. د هېواد ناخالصو داخلي تولیداتو یو په څلورمه برخه د کرنې له برخې ترلاسه کیږي. دا چې کرنه او کرنیز توکي د افغانستان په اقتصاد کې مهم ځای لري، نو کرنیزه ځمکه د پانګې، کار او د دغو دواړو د مدیریت ترڅنګ مهم تولیدي عامل بلل کیږي، خو په هېواد کې د کرنیزو ځمکو اندازه خورا لږه ده. افغانستان د کرنیزې ځمکې د ډېروالي بالقوه ظرفیتونه لري چې د نظامونو د ادلون بدلون له امله په دې برخه کې هېڅ هڅې ملموسه پایله نه ده لرلې. په دې لیکنه کې په هېواد کې د کرنیزې ځمکې د ډېرېدو په ارزښت لنډې خبرې کوو.

د کرنیزې ځمکې وضعیت

افغانستان په سیمه او نړۍ کې د یوه کرنیز هېواد په توګه پېژندل کېږي. د رسمی سرچینو د خپرو کړو شمېرو له مخې د افغانستان ۸۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. په تېرو کلونو کې د حکومتونو د ناغیړیو، فساد، اداري ظرفیتونو د نشتوالی او نورو ستونزو له امله د کرنیزې ځمکې په اندازه کې نه یوازې ډېروالی نه دی راغلی، بلکې یا له منځه تللې او یا هم تر ناسم استعمال لاندې راغلې دي. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام له خوا ترسره شوې سروې ښیي چې په افغانستان کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې پورې ځمکې د نامشخص شویو موخو له پاره کارول کیږي. د کرنې د چارو ماهرین وایي، په ټولو هېوادونو کې د ځمکې په برخه کې په پوره احتیاط سره پلانونه پلي کیږي او د ځمکو له پاره د تګلارو جوړول د حکومتونو د کار یوه مهم برخه تشکیلوي. د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې ۶۵ میلیون هکتاره ځمکه شته چې له دې یوازې ۸ میلیون هکتاره ځمکه چې نېژدې ۱۲ سلنه کیږي د کر وړ او نوره دښتې او یا غرونه دي چې د کر له پاره د استفادې وړ نه ده. د ښارونو په لویېدو او د نفوس په ډېروالي سره د ځمکې د کارونې بېلابېلې بڼې ګډې وډې شوې دي، ځکه ځمکه د کرنې، تفریح ځایونو، خدماتو، ترانسپورت، صنعت، استوګنې، سوداګرۍ او نورو چارو له پاره کارول کېدای شي، خو په هېواد کې دا چاره له خپلو اصلي پولو بهر شوې ده. داسې هم شوي چې کرنیزې ځمکې د استوګنې له پاره کارول شوې، خو غیر کرنیزې ځمکې بیا تشې پاتې شوې، په دې سره د کرنیزې ځمکې اندازه هم کمه شوې او د استفادې اغیزناک توب یې هم زیانمن شوی دی. د ځمکو له پاره د منظمې تګلارې نشتوالی د دې لامل شوی چې هرکال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کرنیزې ځمکې او باغونه د استوګنې او نورو ودانیزو چارو له پاره وکارول شي، ډېر داسې ښارونه شته چې په کرنیزه ځمکه او باغونو د استوګنې ودانۍ، مارکیټونه، د موټرو له پاره هډې او نور بېلابېل ځایونه جوړ شوي دي. خو دښتې او غرونه بیا پرخپل ځای پاتې دي، ځکه د دې پرځای چې ښارونه د دښتو لور ته پراختیا و مومي، کرنیزې ځمکې یې نیولې دي او دا چاره د هېواد په ډېرو ښارونو لکه کابل، ننګرهار، مزارشریف، کندهار، هرات او نورو کې اوس هم دوام لري. د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې د کر ځمکې مهمې برخې له اوبیزو ، للمو، بڼونو، تاکونو، ځنګلونو او وچو دښتو څخه عبارت دي.

د افغانستان د کرنې وړ ځمکې د اندازې د معلومولو له پاره په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هم هڅې پیل شوې وې، خو لرې پرتو سیمو ته د نه لاسرسي له کبله هغه هڅې بشپړې نه شوې. تر دې مخکې اټکلونه داسې وو چې ښايي د افغانستان دوه اعشاریه څلور میلیون هکتاره ځمکه د کښت او کرنې وړ وي. کرنه د افغانستان د ډېرو اوسېدونکو د کار وبار لویه برخه جوړوي، خو د څو لسیزو په تېرېدو د کرنیزې ځمکې د ډېروالي، د کښت وړ ځمکو له پاره د اوبو د نویو سرچینو په برابرولو او د خړوبولو سیستم د عصري کولو په برخه کې د پام وړ هڅې نه دي شوې او که شوې هم دي نو ملموسه پایله یې نه ده لرلې. ویل کیږي چې په هېواد کې د کر وړ ځمکې په اندازه کې زیاتوالی راتلی شي. د کرنې چارو ماهرین وایي له ۵۰۰ زرو څخه تر ۷۰۰ زرو هکتارو پورې نوره ځمکه په راتلونکو کلونو کې،خصوصاً د هیواد په جنوب کې تر اوبخور لاندې راتلای شي. اسلامي امارت وایي چې د کرنې د پرمختګ په ټولو برخو کې پلانونه د پلي کېدو په حال کې دي چې غواړو په ټولو برخو یې رڼا واچوو.

د کرنې له پاره د اړتیا وړ اوبو برابرول  

اوبه په نړیوال سیاست کې هم د همکارۍ سرچينه ده او هم د اختلافاتو او دښمنۍ. همدا لامل دی چې په نړۍ کې د خوراک او انرژۍ د امنیت ترڅنګ، د اوبو د امنیت خوندي کول هم د بهرني سیاست مهمه برخه ګڼل کېږي. دا چې افغانستان وچ اقلیم لري، نو د کرنې له پاره اوبه یو اصلی او اساسی عنصر دی. افغانستان کې په کال کې په اوسط ډول ۴۰۰ میلي مترو پورې باران کیږي. له تېرو څو لسیزو جګړو مخکې په هېواد کې د درې میلیون هکتاره ځمکو د خړوبولو توان موجود و، خو اوس دوه میلیون هکتاره ځمکه تر اوبو لاندې ده. له هغه څخه را په دېخوا ډېر کلونه تېر شوي چې د هېواد نفوس هم د پام وړ ( نيژدې دوه برابره)ډېر شوی، خو د کر ځمکه لږه شوې ده. افغانستان د خپلو ګاونډيانو له ډلې له پنځو هغو سره د اوبو له پلوه اشتراکات لري. له تاجکستان سره د آمو دریا حوزې ، چې بیا وروسته دغه اوبه ازبیکستان او ترکمنستان ته هم ځي. له ترکمنستان او ایران سره د هریرود-مرغاب حوزې ، له ایران سره د هلمند سیند حوزې او له پاکستان سره د کابل سیند د حوزې په وسیله نښلېدلی دی. په افغانستان کې د اوبو ډک سیندونه بهیږي، خو ځینو یې د کرکیلې له پاره ډېرې لږې اوبه ورکړې دي او نورې اوبه له کارولو پرته بهرنیو هېوادونو ته وځي. اسلامي امارت د همدې ستونزې د حل په موخه د اوبو مدیریت په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولی او د هېواد په سیندونو یې د بندونو او کانالونو جوړولو ته مخه کړې ده چې په ځینو یې کار روان دی. همدا اوس د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د مدیریت په موخه د بندونو جوړولو کار دوام لري او ځینې یې بشپړ شوي دي. د قوش تېپې کانال، د سلطان ابراهیم بند، شاه او عروس بند،د لغمان شاهي کانال، د کونړ د ماڼوګي بند، ارزګان کې د آغاجان بند، د بخش آباد بند ، د کمال خان بنداو نور یادولای شو. په زابل کې عمري بند چې د برېښنا تولید ترڅنګ د کرنې له پاره اوبه برابروي چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. په دې پروژو کې ځینې هغه هم شاملې دي چې کارونه یې نیمګړې پاتې وو او اوس یې امارت د کارونو د بشپړولو په موخه چارې له سره پيل کړې دي. د بندونو په جوړولو سره به پراخې ځمکې چې اوسمهال له همدې امله شاړې پرتې دي د کر کیلې جوګه شي.

 د کرنیزې ځمکې پراختیا او په اقتصاد یې اغیزې

د نړیوال بانک د وړاندوینې له مخې د افغانستان د کرنې برخې ته پاملرنه وشي کولای شي په یوه لسیزه کې ۱٫۲ میلیونه کاري فرصتونه رامنځ ته کړي. دا راپور وایي که په راتلونکې یوه لسیزه کې د افغانستان کرنه په کال کې لږ ترلږه پنځه سلنه وده وکړي، کولای شي د افغانستان په کلیوالو سیمو کې بې وزلي کنترول او د هېواد د اړتیا وړ خوراکي توکي پوره کړي. په افغانستان کې د کرنې په برخه کې ګڼ فرصتونه شته چې که ورته پاملرنه وشي او ورته زمینه مساعده شي ښه پایله ورکولای شي، د بېلګې په توګه د هېواد زعفران په پرلپسې ډول درې کاله د اروپا د ذایقې د نړیوال انستیتیوت په کلني نندارتون کې لومړنی مقام ترلاسه کوي. همدا ډول وچې او تازه مېوې هم ښه کیفیت لري چې که د پروسس او تیارولو په برخه کې یې پام وشي او تر ټولو مخکې او مهم ورته بازار موندنه وشي، نو د بڼوالو او بزګرانو ګڼې ستونزې به حل شي. د بازار د نشتوالي له امله د هېوادوالو ډېرې تازه مېوې یا ورستیږي او یا هم په داسې بیه پلورل کیږي چې خپل لګښت نه پوره کوي، د بزګرانو له پاره مزدوري او ګټه، خو پرځای پريږده. د کرکیلې له پاره د کافي اوبو نشتوالی بله ستونزه ده، هرکال چې د موسمي بارانونه کچه ټیټه وي، په کورني ناخالص تولید کې د کرنې ونډه او د غنمو او نورو حبوباتو کچه هم لږوالی مومي. په همدې ډول په صادراتو کې هم د کرنې ونډه د پام وړ ده، شمېرې ښیي چې په یوه لسیزه کې له ۱۳۸۱ لمریز کال را وروسته په صادراتو کې د کرنې ونډه ۸۳۹٫۳ میلیون ډالره وه، په داسې حال کې چې د صنعت ونډه ۲۹٫۸ او د خدماتو ونډه صفر ښودل شوې ده.د همدې دورې په پای ۱۳۹۰لمریز کال کې د کرنې ونډه هم له نورو لوړه او ۲۰۲٫۶ میلیون ډالره ثبت شوې ده چې نیږدې د ټولو صادراتو نیمایي ته رسیږي. د نړیوال بانک د رپوټ له مخې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د کار شرایط یې بشپړ کړي ۱۵ میلیونه کسان ښودل شوي وو. له دې ډلې دووبرخو صنعت او خدماتو هر یوه لس سلنه کاري ځواک ځان ته ځانګړی کړی و او ۸۰ سلنه نور ټول د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په کار بوخت وو. دا جوتوي چې ۱۲ میلیونه کسان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کارکوي. همدا راپور وایي چې ۹۰ سلنه تولیدي صنایع هم په کرنیزو محصولاتو پورې تړلي دي. دې ته په پام سره که کرنیز تولیدات ډېر او کرنیزې ځمکې پراختیا ومومي، کولای شي هرکال ۱٫۲ سلنه اقتصادي وده او په یوه لسیزه کې ۱٫۲ میلیونه نوې دندې رامنځ ته کړي. دې ټولو فرصتونو ته په پام سره د افغانستان د کرنې سکتور تراوسه په خپل ځای پاتې او هېڅ لویه پانګونه پکې نه ده شوې. اسلامي امارت دغه سکتور ته پاملرنې سره کولای شي له یوې خوا د ملي اقتصاد د پیاوړي کولو په موخه کرنیز محصولاتو کچه لوړه او هېواد پرځان بسیا کړي او له بلې خوا هغو میلیونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي چې وزګار دي او یا هم په کروندو کې د بې مزده کارګرانو په توګه کار کوي، خو د محصولاتو له پلور وروسته ورته هیڅ مزدوري نه پاتې کیږي.

 د کرنیزې ځمکې په پراختیا کې د اسلامي امارت هڅې

د احصایي او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږ کال په هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې ده. د دغه بنسټ په وینا، په ټولیزه کچه د کښت وړ ځمکه، کابو درې مېلیونه هکټاره ځمکې ته رسېږي. د دغې ادارې په وینا، د کښت وړ ځمکې، ۲.۱میلیون هکټاره یې اوبیزه او پاتې نوره یې للمه ده چې، د تېر په پر تله په کې ۷ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ورته مهال د کرنې او اوبو لګونې وزارت بیا وايي، سږ کال ډېرو کروندګرو په خپلو ځمکو کې غنم کرلي او دغه وزارت په پام کې لري چې په زیاترو کرنیزو ځمکو کې د نورو غلو دانو پر ځای غنم وکري. د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر اوبیز کښت په هلمند، هرات، کندهار او کندوز ولایتونو او تر ټولو زیات للمي کښت په تخار، هرات، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې شوی دی. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه شمېرې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکۍ انځورونو د ارزونې پر مټ راټولې شوې دي. بلخوا دغې ادارې زیاته کړې، چې تر کښت لاندې اوبیزو ځمکو کې د تېر کال په پرتله تر ټولو ډېر زیاتوالی په بلخ، هرات، تخار او سرپل ولایتونو کې دی. د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ټوله آبی او للمي ځمکه دوه میلیونه او ۳۷۹ زره او ۱۲۶ هکتاره او په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دوه میلیونه او ۵۷۷ زره او ۷۲۵ هکتاره ثبت شوې چې د مخکیني کال په پرتله ۱۹۸ زره او ۵۹۹ هکتاره زیاتوالی پکې راغلی او د یاد کال په پرتله ۸٫۳۵ سلنه ډېروالی ښیي. بله لویه ستونزه د کمزورو حکومتونو او یا نشتوالي له امله د ځمکو غصب دی چې حتی کرنیزې ځمکې غصب شوې او د کرنې پرځای د نورو موخو له پاره استفاده شوې دي.

د غصب شویو ځمکو راګرځول

د افغانستان د عدلیې وزارت وایي د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمیسیون د کار له پيل څخه را په دېخوا تراوسه شاوخوا درې میلیونه جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې ده.(۱) د عدلیې وزارت وایي د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون او د دغه کمیسیون تخنیکي پلاوي د کار له پيل څخه را په دېخوا د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الثانی تر پای پورې په کابل ولایت کې ۶۶ زره ۱۳۵ جریبه امارتي ځمکه له غصب راګرځولې ده. دا ځمکه د کابل ښار د اتمې ناحیې په مرنجان غونډۍ، د اومې ناحیې اړوند په ده کیپک غوننډۍ، د شلمې نا حیې په چهل دختران سیمه، د یوویشتمې ناحیې په پلچرخي سیمه، د پغمان ولسوالۍ او کابل په نورو سیمو کې موقعیت لري چې د مرکزي کمیسیون د تخنیکي پلاوي د پرېکړې او یا غصب شویو امارتی ځمکو ته د رسیدنې د ځانګړې محکمې د فیصلې په پایله کې له غصبه خلاصه او را ګرځول شوې ده. د دغه وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۶ میلیون جریبه ځمکه غصب شوې ده. په دغو ځمکو کې کرنیزې ځمکې، دښتې او څړځایونه شامل دي. د عدلیې وزارت وایي، د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د اسلامي امارت له اهدافو څخه دي. د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون په همدې موخه جوړ شوی دی. د دغه کمیسیون دنده داده چې امارتي ځمکې( سلطانی)، عامه او وقفي ځمکې له غاصبانو او زور واکانو را وګرځوي او دا لړۍ په ټول هېواد کې روانه ده. د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د هېواد په څلورو زونونو کې څلور محکمې لري، همدا رنګه په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص تخنیکي پلاوی د همدې موخو د لاس ته راوړولو په موخه کار کوي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیمونه په هر ولایت کې د ځمکو تشخیص، تثبیت په اړه له محلي مسوولینو او قومي مخورو سره خبرې کوي. له تثبیت وروسته له غصب څخه را ګرځول شوې ځمکې د قانون په رڼا کې په اجاره ورکول کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسؤلینو دا هم ویلي، پخوا د غاصبینو له خوا غصب شوې ځمکې د نورو مقاصدو په پار استفادې کیدې خو د اسلامي امارت له لوري له راګرځېدو وروسته اوس ددې ځمکو ډېره برخه کرل شوې ده.

پایله

په افغانستان کې له لسیزو را په دېخوا کرنیزی ځمکې غصب او د غیر زراعتي استعمال لاندې راځي، په تېرو څو لسیزو کې د ځمکې د کارولو په برخه کې د حکومتونو کړنۍ او تدابیرو پایلې نه دي لرلې او د هرکال په تېرېدو سره د ځمکې په کارولو کې لاهم روښانه پالیسې نه ده عملي شوې. همدا وجه ده چې کرنیزې ځمکې د نورو موخو له پاره کارول شوې او پرځای یې دښتې او ډاګونه پرځای پاتې دي. د وزګارتیا د کچې لوړېدل د دې لامل شوی چې د هېواد ډېر وګړي په کرنیزو ځمکو کې د بې مزده کارګرانو په توګه په کار بوخت شي، خو دا چې د کرنیزې ځمکې او د خړوبولو له پاره د اوبو لږوالی او د کرنیزو محصولاتو له پاره د مناسب بازار نشتوالی د دې لامل شوی چې بزګران د مطلوب عاید په ترلاسه کولو بریالي نه شي. بلخوا د ځمکو غصب هغه ستونزه ده چې په تېرو څو لسیزو کې په ښارونو او د هغو په څنډو کې ډېرې ځمکې په یوه او بل نامه چور او پرې ښارګوټي جوړ شول. اسلامي امارت د غصب شویو ځمکو د راګرځولو په موخه اقدامات کړي او د هېواد په کچه یې په سلګونو زرو جریبه ځمکې راګرځولې دي. کرنه او مالدارۍ د هېواد د اقتصاد تر ټولو مهمه برخه ده چې وده او پرمختګ یې جدي اړتیا ده، اسلامي امارت باید خصوصي سکتور وهڅوي او ورته آسانتیاوې برابرې کړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، په دې سره به د هېواد ګڼو وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د اړتیا وړ ډېر هغه توکي به په هېواد کې د ننه تولید شي چې اوس له بهره واردېږي.