په افغانستان کې د پانګونې اقتصادي ارزښت، رامنځته شوي فرصتونه او امکانات
لیکوال: قیس احمد
سریزه
پانګونه د هر هېواد د اقتصادي ودې او ثبات لپاره بنسټیز ارزښت لري. د پانګونې په واسطه په هېواد کې د کورني تولید او محصول کچه زیاتېږي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول نوي کاري فرصتونه رامنځته کوي. د پانګونې په واسطه یو هېواد ته نوې ټکنالوژي راوړل کېږي، مسلکي او تخنیکي کاري ځواک روزل کېږي او د دې ټولو په پایله کې د هېواد د صادراتو کچه لوړېږي چې دا بیا پر ملي عوایدو مستقیم تاثیر لري.
د پانګونې همدې اهمیت ته په کتو اسلامي امارت د ټولو اړینو اسانتیاوو او اسانه قوانیونو په وضع کولو سره هڅې پيل کړې دي، څو په مختلفو سکټورونو کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جلب او جذب کړي. په دې سره به افغانستان په راتلونکي کې د اوږدمهال لپاره خودکفا او د یو مستقل او ناتړلي اقتصاد څښتن شي.
موږ په دې مقاله کې په افغانستان کې د پانګونې د اقتصادي ارزښت، فرصتونو او امکاناتو په اړه لنډې خبرې کوو.
په افغانستان کې د پانګونې اقتصادي ارزښت
پانګونه د هغو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو اساسي ګام دی چې ملي اقتصاد یې د کورنیو سرچینو پر ځای پر بهرنیو سرچینو متکي وي. د دغو هېوادونو اقتصاد او د خلکو د ژوند سطحه تر ډېره په وارداتو پورې تړلې وي او د وارداتو د کمېدو او بندېدو په صورت کې یې بیا هرڅه ګډوډېږي، چې افغانستان یې ښه بېلګه ده.
د اقتصاد د علم له نظره، دا ډول هېوادونه باید د یو خپلواک او مستقل اقتصاد درلودو لپاره هڅه وکړي څو په مختلفو سکټورونو کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جذب کړي. د پانګونې د جلب او جذب په صورت کې کولی شي په کور دننه د تولید او محصول کچه تر هغه اندازې لوړه کړي څو یې کورنۍ اړتیاوې په ښه ډول پوره شي. د کورنیو اړتیاوو د پوره کېدو په صورت کې د توکو نرخونه راټیټېږي او هرڅوک یې د اخیستو توان پيدا کوي، چې دا چاره د خلکو د ژوند پر سطحه مستقیم تاثیر لري. په کور دننه د تولیدي ظرفیت د زیاتېدو په صورت کې د محصولاتو او خدماتو عرضه زیاتېږي چې په پایله کې د هېواد اقتصاد ورسره پياوړی کېږي.
پانګونه د نویو پروژو او صنعتي فعالیتونو په پيل سره په سلګونو زره نوي کاري فرصتونه رامنځته کوي او د بېکارۍ کچه ټیټوي. هغه مهال چې د یو هېواد ډېری وګړي پر کار مصروف وي، د هغوی د پېر او پلور توان پياوړی کېږي چې دا د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.
نننۍ پرمختللې ټکنالوژي د هېوادونو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري او د هغوی د اقتصادي وضعیت ښکارندويي کوي چې ښې بېلګې یې چین او هند هېوادونه دي. یادو هېوادونو د پرمختللې ټکنالوژۍ پر مټ د اقتصادي ودې د پرمختګ بهیر څو برابره چټک کړی دی. د پانګونې په واسطه هېواد ته پرمختللې ټکنالوژي راوړل کېږي چې جوخت ورسره د تولید او پروسس کچه لوړیږي. د ټکنالوژۍ پرمختګ نه یوازې تولیدي لګښتونه کموي، بلکې د محصول کیفیت هم لوړوي چې بیا ښه بازار پيدا کولی شي.
د پانګونې په مټ د تخنیکي او مسلکي کاري ځواک د روزلو لپاره ښه زمینه برابرېږي. افغانستان اړ دی څو د ملي اقتصاد د ودې په موخه په مختلفو برخو کې خپل کدرونه وروزي چې د پانګونې په صورت کې دا فرصت رامنځته کېدای شي.
په مجموع کې پانګونه د افغانستان اقتصادي ودې ته دوام ورکوي او د هېواد د اقتصادي ثبات او سیالۍ وړتیا لوړوي، چې په نړیواله کچه د باور زیاتېدو سبب کیږي.
په افغانستان کې د پانګونې لپاره رامنځته شوي فرصتونه
په یو هېواد کې د پانګونې لپاره تر ټولو لومړی او اساسي شرط امنیت او سیاسي ثبات دی. لله لحمد افغانستان اوسمهال په خپلو ټولو چارو کې خپلواک دی او دې هرڅه په اړه د اسلامي شریعت په رڼا او د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره تصمیم نیسي. په هېواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګوالو د سر او مال تضمین شوی چې دې چارې د پانګونې لپاره ښه بستر برابر کړی.
فساد ختم شوی او د بیروکراسۍ د له منځه وړلو په موخه معلوم ادرس رامنځته شوی دی. دغه ادرس د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټه او همدا راز په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو له غړو څخه رامنځته شوی ګډ ډسک دی چې په افغانستان کې د پانګونې هراړخیزه لارښوونه کوي.
د اسلامي امارت له لوري پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هغوی ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ټیټ مالیات وضعه شوي دي. دا چاره له دوی سره د مالي سرچینو په برخه کې د فشار کمولو مرسته کولی شي. پر دې سربېره یې هغوی ته د افغانستان بانک له لوري ټول اړین بانکي خدمتونه هم رامنځته کړي دي چې د نورو مشتریانو په پرتله دوی له ډېر امتیاز ځانګړي دي.
په افغانستان کې د پانګونې امکانات
افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت، طبیعي زېرمو او کانونو له وجې د پانګونې لپاره ډېر مساعد هېواد هېواد بلل کېږي. که څه هم د تېر شل کلن امریکايي اشغال پر مهال سیاسي او امنیتي وضعیت یو څه ستونزې رامنځته کړې وې، خو د اسلامي امارت په بیاځلې راتګ سره دا ټول خنډونه له منځه تللي او افغانستان د پانګونې خپل اقتصادي ارزښت بېرته لاسته راوړی دی.
افغانستان د طبیعي زېرمو او کانونو له پلوه بډای هېواد دی. د مسو، سرو زرو، لیتیمو، اوسپنې، نفت، ګازو او قیمتي ډبرو په شمول نایابه او قیمتي کانونه لري چې په نړیوال بازار کې ډېر ارزښت لري. د کانونو په سکټور کې پانګونه د لوړ عاید او اوږدمهاله پرمختګ لپاره یو غوره فرصت دی.
پر کانونو سربېره افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخو د انکشاف لپاره هم یو مساعد هېواد پېژندل کېږي. په دغو برخو کې د پانګونې ښهوالی دا دی چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی اسانه کېږي. جغرافیوي موقعیت بله هغه ځانګړنه ده چې په افغانستان کې د پانګونې ارزښت دوه برابره زیاتوي. کابل د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا هېوادونو تر منځ پروت دی، چې دا د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره یو ستراتیژیک موقعیت ګڼل کېږي. د اوسپنې پټلۍ شبکو په پراختیا، سړک جوړونه او د ترانزیټي دهلېزونو د رامنځته کولو په برخه کې د پانګونې لوی لوی فرصتونه هم موجود دي.
د انرژۍ تولید نن ورځ په نړۍ کې د اقتصاد مهم شاخص بلل کېږي او ټول هېوادونه کوښښ کوي چې په دغه برخه کې خودکفايۍ ته ورسېږي. افغانستان هم چې تازه یې د صنعتي کېدو پر لوري لومړني ګامونه پورته کړي، د اوبو، باد او لمریزې انرژۍ په برخو کې د پراخو سرچینو په درلودو سره د پانګونې فوقالعاده فرصتونه لري. د انرژۍ سکتور کې پانګونه کولای شي د داخلي اړتیاوو پوره کولو تر څنګ د نورو هېوادونو د اړتیاوو پوره کولو په پار هم صادره شي.
پر دې سربېره افغانستان د لاسي صنایعو، ساختماني توکو، درملو، خوراکي توکو او... برخو کې د پانګونې بې شمېره فرصتونه لري او په دغه سکټور کې د پانګونې ښېګڼه دا ده چې د یادې برخې لپاره ځوان کاري ځواک هم لري. د افغانستان ډېری برخه نفوس ځوان دی او د کار کولو ښه انرژي لري.
پایله
افغانستان اوسمهال د امنیتي او سیاسي وضعیت له امله د پانګونې غوره فرصتونه لري. د دغه هېواد جغرافیوي موقعیت او موجودو طبیعي زېرمو او کانونو ته په کتو د لوړ عاید او اوږدمهاله پرمختګ لپاره پانګونه یو غوره فرصت دی.
اسلامي امارت د پانګونې د ملاتړ په موخه بې شمېره سهولتونه رامنځته کړي چې ښې بېلګې یې سرتاسري امنیت، د دولت بشپړ ملاتړ، ټیټ مالیات، د فساد نشتون، د بیروکراسۍ له منځه وړل، د پانګونې معلوم ادرس رامنځته کول او د ځوان کاري ځوان شتون دی. دې ټولو ته په کتو افغانستان د اوږدمهاله او ګټورې پانګونې لپاره یو له غوره هېوادونو څخه دی.