افغانستان کې د کرنې پرمختیايي بانک د جوړولو اړتیا

زراعتی انکشافي بانک

 

ژباړن: نجیب الله مایار

سریزه

افغانستان د کرنیز هېواد په توګه پیژندل کیږي. د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان اکثریت اوسيدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او ۳۱ سلنه ملي ناخالص عاید له کرنیزو محصولاتو لاس ته راځي. د افغانستان د صادراتو لویه برخه هم کرنیز محصولات جوړوي. د کرنې د پرمختیا او ودې په موخه اړتیا ده چې بزګرانو او مالدارانو ته اسلامي مالي خدمتونه ورکړل شي او داسې یو مالي بنسټ وي چې له دوی سره همکاري وکړي، ځکه بزګران او مالداران دومره مالي وس نه لري چې د کرنیزو چارو د پرمختیا لګښتونه له ځانه پرې کړي. که څه هم په ۱۳۳۳ لمریز کال کې د کرنې او کلیوالو صنایعو بانک تر نامه لاندې یوه بانک د سهامی شرکت په شکل په کار پيل کړی و، خو له څو کلونو وروسته یې فعالیت ودرید. په افغانستان کې کرنیزه برخه له ګڼو ننګونو سره مخ ده چې تر ټولو مهمه یې د مالي سرچینو نشتوالی دی. پردې سربېره د مالي زیربناوو کمزورتیا، اقلیمي بدلونونه او اغیز یې او نوې تکنالو‌ژۍ ته نه لاس رسی هغه نورې ستونزې دي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور ورسره مخامخ دی.

 په افغانستان کې د بانکدارۍ مخینه

بانکونه د هېواد اقتصادي فعالیتونه په حرکت راولي، ځکه همدا بانک دي چې بانکنوټونه چاپوي، مالي حسابونه او معاملې سرته رسوي او د پیسو د انتقال مسوولیت لري، په حقیقت کې بانکونه د هېواد د پانګې د ساتنې ځای دی. بانک د ګرانبیه توکو د ساتنې د ځای په توګه لرغونې او دیني مخینه لري. تاریخي لاسوندونه ښیي چې په افغانستان کې په ۱۳۱۱ لمریز کال کې د محترم عبدالمجیدخان زابلی له خوا د هاشمي سهامي شرکت په نامه یو سهامي شرکت جوړ او په ۱۳۱۲ لمریز د غویي په میاشت کې د افغان ملي بانک په نامه ونومول شو. دا په افغانستان کې لومړنی بانک و چې د دولت له خوا جوړ شو. افغان ملي بانک تر ۱۳۱۸ لمریز کال پورې د افغانستان بانک یو شمېر دندې هم مخ ته وړلې. بانکدارۍ په تدریج سره د پرمختګ او تکامل پړاوونه وهلي او اوس په نړۍ کې د بانکدارۍ عصري سیستم رامنځ ته شوی دی. د نورو بانکونو ترڅنګ په را وروسته کلونو کې د کرنې پرمختیایي بانک هم جوړ شو. دا بانک په ۱۳۳۳ لمریز کال کې د کرنې او کلیوالو صنایعو د بانک په نامه په ۱۵ میلیونه افغانۍ د یوه سهامي شرکت په بڼه د کرنې د پرمختیا، د بزګرانو د ژوند کچې د لوړوالي، کرنیزو تولیداتو او کلیوالو لاسي صنایعو د پرمختیا او ودې په موخه جوړ شو. دا بانک په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د کرنې د انکشافي بانک په نامه ونومول شو. په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د دغه بانک پانګه ۱۰۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړه شوه. دا بانک د شرایطو د نه بشپړېدو له امله د فعالیت د جواز په ترلاسه کولو بریالی نشو او له بانکي سیستم څخه و ایستل شو.

په افغانستان کې د بانکدارۍ په سیستم کې دولتي او خصوصي بانکونه فعالیت کوي چې د دغه ټولو بانکونو فعالیت د افغانستان بانک له خوا کنترولیږي. د کرنې پرمختیایي بانک یا کرنیز بانک د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له بزګرانو د مالي ملاتړ په موخه جوړیږي او د کرنیزو محصولاتو په تولید او معیاري کولو کې مهم رول لري. په افغانستان کې هم د داسې یوه بانک اړتیا ده چې باید جوړشي، ترڅو له بزګرانو سره مالي همکاري وکړي او د کرنې او مالدارۍ برخې متشبثینو ته په آسانه شرایطو پورونه ورکړي.

د کرنې پرمختیایي صندوق

د کرنې پرمختیایي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په اډانه کې فعالیت کوي. دا صندوق د یوه غیر بانکي مالي بنسټ په توګه په ۱۳۹۰ لمریز کال د جدي میاشتې په ۱۱ مه نیټه د وخت حکومت د ۶۶۲۰ ګڼه فرمان په واسطه ثبت او کړنلاره یې د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې د وخت د کابینې له خوا تصویب شوه. دا صندوق د لوړ پوړو دولتي او خصوصي سکتور د استازو له خوا په ګډه د یوه تمویلونکی بنسټ په توګه اداره کیږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د کرنې پرمختیایي صندوق یوه پروژه نه، بلکې یو افغاني بنسټ دی چې د کرنیزو پورونو او تخنیکي مشورو د ورکولو په برخو کې فعالیت کوي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي دغه صندوق د جوړېدو له وخته( ۲۰۱۰میلادي) تر اوسه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بزګرانو او د کرنې برخې کاروباریانو ته د پام وړ کرنیز پورونه ورکړي او توانېدلی چې د افغانستان د کرنې او اقتصاد په وده کې فعال رول ولوبوي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنې پرمختیایي صندوق یو دولتي مالي بنسټ دی چې د کرنې په برخه کې د مالي خدماتو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی دی. د دغه صندوق پیرودونکي، بزګران، د کرنې برخې کوچنی سوداګر، کرنیز متشبثین چې د کرنیزو توکو په ویش بوخت دي، د ارزښتناکو کرنیزو توکو تولیدوونکی او هغه کسان چې کرنیز توکي پروسس او صادروي. د کرنې پرمختیایي صندوق د کرنیزو پورونو خدمتونه د مالي او غیر مالي بنسټونو له لارې وړاندې کوي. دا خدمتونه بزګران او د کرنې برخې نور متشبثین د دې جوګه ګرځوي، ترڅو خپل محصولات په نړیوالو معیارونو تولید، پروسس او بازارونو ته وړاندې کړي. د کرنې انکشافي صندوق د کرنې په برخه کې بزګرانو او د کرنې نورو متشبثینو د هغه فعالیتونو مالي ملاتړ کوي چې د کرنیزو توکو د تولید د ډېروالي، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د لوړېدو او دغه توکو ته د مناسب بازار د موندنې لامل کیږي. دا کار د دې لامل کیږي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اساسي موخه چې د مشروع اقتصاد اعاده او د کلیو اقتصادي وده ده ترلاسه کړي.

د کرنې پرمختیایي صندوق موخې په دې ډول دي:

  • د قانون په رڼا کې بزګرانو او نورو ټولو هغو اشخاصو ته د مالي خدماتو، تخنیکي مرستو او پورونه ورکړه چې د کرنې د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د شمېر او کیفیت د لوړوالي په برخه کې کار کوي او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د دوی لاس رسی.
  • بزګرانو او په تېره بیا هغو بزګرانو ته د پورونو ورکړه چې له یوه تر ۳۰ هکتارو پورې ځمکه لري.

دا چې په کوم شمېر بزګرانو او د کرنې د برخې نورو کارو باریانو له دغه صندوق څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي د کره شمېر په اړه معلومات په واک کې نشته. خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه نیټه د دغه صندوق له پاره د دوو میلیارد افغانیو د ځانګړي کولو خبر ورکړی و او ویلي یې و چې د کرنې د پرمختیاي صندوق د عالي شورا په نهمه ناسته کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ جوړه شوې وه، بزګرانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور متشبثینو ته د اسلامي مالي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ۲٫۲ میلیارده افغانۍ تصویب شوې.د دغه وزارت د خپرو کړیو معلوماتو له مخې د کرنې د پرمختیا صندوق ADF د عالي شورا په نهمه ناسته کې پرېکړه شوې چې په ۲۰۲۴م کال کې دې د دغه صندوق په فعالیتونو کې ډېرې آسانتیاوې رامنځ ته شي. دا پیسې د کرنې او مالدارۍ د ودې او په دې برخو کې د پانګونې د پرمختیا په موخه د وکاله او مرابحې د اسلامي مالي خدماتو له لارې د شرایطو وړ کسانو ته ورکول کیږي، یو ګڼ شمېر کسان به د دغه مالي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي د کرنې پرمختیایي صندوق خدمتونه د بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو له پاره ګټور دي او دوی کوښښ کوي چې له دې لارې ډېر اسلامي مالي خدمات وړاندې کړي، څو ډېر کسان وکولای شي له پورونو برخمن شي.

په افغانستان کې د کرنیز بانک د جوړولو اړتیا

د افغانستان ډېر اوسیدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، څو کلنو جګړو او یرغلونو د افغانستان کرنیز سکتور ډېر زیانمن کړ چې بیا جوړول یې د غوره پلانونو ترڅنګ مالي ملاتړ ته اړتیا لري. په هېواد کې بزګران او د کرنې برخې نور متشبثین مالي ملاتړ او پورونو ورکړې ته اړتیا لري، ځکه د کرنې د ودې له پاره پانګونه اړینه ده او دا د بزګرانو له وس پورته خبره ده. په همدې موخه د داسې یوه بانک د فعالیت اړتیا ده چې بزګرانو ته په آسانه شرایطو پورونه ورکړي. مناسب بازر ته لاس رسی، تخنیکي مشورې، د اوبه‌خور سیستم معیاري کول او د کرنې میکانیزه کول هغه څه دي چې په هېواد کې بزګران ورته اړتیا لري. په نورو هېوادونو کې په دې برخو کې جلا بنسټونه او د مالي تمویل په موخه ځانګړي بانکونه فعالیت کوي،خو په افغانستان کې د دغه بانک ځای تش دی. د کرنې پرمختیایي بانک کولای شي په لاندې برخو کې بزګرانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور ګډونوالو ته خدمات وړاندې کړي:

د کرنیز بانک ګټې

افغان بزګران د تخم، کمیاوي سرې، درملو، د خړوبولو تجهیزاتو او د کرنې په برخې د نورو اړتیا وړ وسایلو د برابرولو په موخه مالي سرچینو ته اړتیا لري. کرنیز بانک کولای شي په آسانو شرایطو د دوی په مالي ملاتړ سره دا اړتیا پوره کړي. دا بانک همدا راز د کرنیزو لارو چارو د انکشاف او کرنیز سیستم د میکانیزه کولو په برخه کې هم د بزګرانو مالي ملاتړ ورکړي. د کرنیزو زیربنایي تأسیساتو لکه، سړکونو، سړوخونو، ګودامونو او نورو د جوړولو په برخه کې د کرنیز پرمختیایي بانک پورونو ته هم اړتیا ده، څو د داډول پرمختیایي پروژو د پلې کېدو په موخه بزګرانو ته مالي سرچینې برابرې کړي. په افغانستان کې کرنیز سیستم لاهم دودیز دی او د دغه سیستم د میکانیزه کولو جدي اړتیا ده، ترڅو لګښتونه یې کم او ګټه یې ډېره شي. کرنیز بانک کولای شي په دې برخه کې بزګرانو ته مدرن سیستمونه، د خړوبولو د څاڅکو د سیستم د اړتیا وړ تجهیزات او د کرنې په برخه کې نور عصري وسایل چمتو کړي. په دې سره به کرنه په افغانستان کې د کار موندنې د یوې مهمې سرچینې په توګه عمل وکړي، همدا راز د کرنې د پرمختیایي بانک فعالیتونه به د کلیوالو سیمو او په تېره بیا د بزګرانو او بڼوالو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او په پایله کې به د بې وزلۍ کچه راټیټه شي. د مناسبمالي ملاتړ په ترلاسه کولو سره به بزګران وتوانیږي چې له نویو سیستمونو په استفادې سره خپل تولیدات لوړ کړي. دا به د کرنیزو محصولات په اندازه او کیفیت ښه اغیز وکړي او په نتیجه کې به د بزګرانو عاید لوړ کړي. همدارنګه په هېواد کې به د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پرځان بسیاینې لامل هم شي. د کرنیز بانک په فعالیت سره کیدای شي د کرنې په برخه کې څیړنو ته زمینه برابره شي، ترڅو په دې برخه کې کارنده لارې چارې وموندل شي چې د کرنیزو محصولاتو د ډېروالي لامل کېدای شی. د کرنې او مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا سره نه یوازې د بزګرانو ژوند ښه والی مومي، بلکې د کرنیزو محصولاتو او صادراتو په ډېروالي سره د افغانستان ملي اقتصاد هم پیاوړتیا مومي او په دې برخه کې د کارموندنې فرصتونه ډېریږي.

پایله

په افغانستان کې د کرنې سکتور د پیاوړتیا، ګټورتیا، او د بزګرانو او په تېره بیا د کلیوالو سیمو د بزګرانو د اقتصادي شرایطو د ښه والي او بې وزلۍ د کمولو په موخه د کرنې پرمختیایي بانک ته یوه جدي اړتیا ده.دا بانک کولای شي بزګرانو ته د مالي سرچینو د برابولو، د کرنې او مالدارۍ د زیربناوو د جوړولو او په دې برخو کې د سیستمونو د میکانیزه کولو په چارو کې مهم رول ولوبوي. د افغانستان د ملي اقتصاد ډېره برخه کرنه او مالداري برابروي، چې د همدې برخو په پیاوړتیا او غوړېدا سره به ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره او د کورنیو اقتصاد هم تقویه شي. د کرنیز بانک په جوړېدو سره به ګڼو بزګرانو او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې متشبثینو او پانګوالو ته دا آسانتیا برابره شي چې خپل فعالیتونه چټک، پراخ او ګټور کړي چې په نتیجه کې به د هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه پیاوړې او د بې وزلۍ کچه به هم ټیټه شي.