شانګهای سازمان ته د افغانستان د ګرځېدلو لپاره هڅې

شانګهای سازمان ته د افغانستان د ګرځېدلو لپاره هڅې

لیکوال: نجیب الله مایار

سریزه

د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۹۹۶میلادی کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان هېوادونو د مشرانو له خوا په سیمه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې د موازنې د ساتلو په موخه رامنځ ته شو. لږ وروسته ازبیکستان هم له دې سازمان سره یوځای او د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په نوم ونومول شو. پر اصلي غړو سربېره په ۲۰۰۴میلادي کال کې منګولیا او یو کال وروسته (۲۰۰۵م) ایران، هند او افغانستان او له هغه وروسته بیلاروس هم د دغه سازمان د څارونکو غړو په توګه ورسره یوځای شول. د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون په ۱۰ مه دغه سازمان د هندوستان او پاکستان له غړیتوب سره موافقه وکړه او په ۲۰۱۷میلادی کال د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د شانګهای د غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې دغو هېوادونو بشپړ غړیتوب ومنل شو. په ۲۰۲۳میلادي کال د جون په ۴مه د ایران غړیتوب هم په دغه سازمان کې تایید شو. دغه سازمان د افغانستان لپاره یو «د افغانستان د تماس ګروپ» جوړ کړ، ترڅو له ترهګرۍ سره مبارزه، د نشه یي توکو قاچاق او تنظیم شویو جرمونو کې همکاري وکړي. دغې ډلې په ۲۰۰۹ م کال کې فعالیت ودراوه. په ۲۰۱۲ م کال کې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د ناظر غړي په توګه ومنل شو. په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان د تماس ګروپ بیا جوړ شو او هر کال یې غونډې کولې او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ پورې یې کار ته دوام ورکړ.

شانګهای سازمان ته د افغانستان بیا ستنېدل

له کله چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته ورسېد، په شانګهای سازمان کې د افغانستان د ګډون حق هم لغوه او له هغه وروسته چې د دغه سازمان څومره غونډې جوړې شوې افغانستان ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د افغانستان د حاکم نظام په اړه د شانګهای سازمان غړي هېوادونه یوه خوله نه دي او بېلې موخې او مختلفې ګټې لري چې همدا د څو اړخیزې همکارۍ پر وړاندې خنډونه دي. اوس د دغه سازمان ډېر غړي هېوادونه له اسلامي امارت سره ښې اړیکي پالي او وخت ناوخت یې دیپلوماتان افغانستان ته سفرونه کوي، خو پاکستان او تاجیکستان لاهم د اسلامي امارت په اړه خپل ملاحظات لري. د افغانستان اسلامي امارت د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د افغان حکومت ګډون د افغانستان مسلم حق بللی او ټینګار یې کړی چې د دغه سازمان په ناستو کې د افغانسان اسلامي امارت د ګډون له پاره باید زمینه برابره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د شانګهای سازمان په ناستو کې د افغانستان نه ګډون د هر اړخيزې همغږۍ پر وړاندې خنډ ګرځي، تر څو د ناامنیو د مخنیوي او مخدره توکو د قاچاق بندښت، بشري مرستو رسولو او د بنسټيزو پروژو په عملي کولو او د سیمي په اقتصادي وصل کې اسانتیا، همکاري او دوه اړخیز ډاډ رامنځ ته شي. په اسلام آباد کې د دغه سازمان په وروستۍ غونډه کې چې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې، د افغانستان په اړه د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې تاجیکستان د امارت د ګډون په اړه ځینې ملاحظات لري. اوس افغانستان ته د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې غواړي په شانګهای سازمان کې د افغانستان د ګډون له پاره زمینه برابره کړي. ښاغلي شویګو د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روان کال د لیندۍ په پنځمه کابل ته سفر کړی و. په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې دا کابل ته د روسیې د لوړ پوړي پلاوي لومړی سفر و چې د امارت له لوړ رتبه مسوولینو سره په کتنو کې یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو پراخولو ژمنې وکړې. ښاغلي شویګو د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراخېدو خبرې وکړې. شویګو په دغه کتنه کې د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې رامنځته شوو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، اوسنی سفر یې د روسیې د ولسمشر په لارښوونه ترسره شوی او روسیه له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د همکارۍ کچې زیاتېدو ته لېواله ده او په همدې موخه به په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت نوم د روسیې له تورلېست څخه لرې کړي. ښاغلي شویګو ویلي چې له ممنوعه ډلو د اسلامي امارت د نوم لرې کولو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی چې په لنډ وخت کې به بشپړ او په دې سره به په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پراخې شي. په دغه سفر کې روسي پلاوي دغه راز روسیې ته د افغانستان پر صادراتو د ګمرکي تعرفې د کمولو یا پای ته رسولو، له افغانستان سره د ترانسپورت په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیکولو او ګډ سوداګریز فورم پر جوړولو هم هوکړه کړې. پر دې سربېره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پراختیا او د بنسټیزو پروژو د پیل لپاره د یوې تخنيکي کاري کمېټې په جوړولو هم هوکړه شوې. اسلامي امارت ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد ونه کارول شي او دوی غواړي په سیمه ییزو سازمانونو کې معنا دار حضور ولري. په دې غونډه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په برخو کې هم د همکاریو په موخه د ګډ حکومتي کمېسیون جوړېدو خبره کړې، چې تر چتر لاندې به یې په مختلفو برخو کې نورې کمېټې هم فعالیت ولري. په همدې وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په قانوني ډول له تور لیست څخه د اسلامي امارت د نوم ايستل کولای شي د کابل او مسکو تر منځ همکاري نوره هم زیاته کړي. روسیه له اسلامي امارت سره ښې اړیکي لري او د روسیې په نوښت په جوړېدونکو یو شمېر ناستو کې د ګډون بلنه هم ورکوي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري روډينکو هم د دغه هېواد تاس خبري اژانس ته ویلي چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي او همکاري به ورسره وکړي، خو د دې له پاره به له وخت وړاندې وي چې اسلامي امارت په رسميت وپېژني. بلخوا یو شمېر نړیوالو رسنیو د سرګي شویګو له قوله ویلي چې روسي پلاوي په افغانستان کې د کانونو او طبیعي زیرمو د استخراج په اړه د روسي شرکتونو د احتمالي مشارکت په اړه هم خبرې کړې دي. په ورته وخت کې د روسیې ایتار تاس خبري آژانس ویلي چې شویګو په دې لیدنو کې له امارتي مسؤلینو سره د امنیتي ننګونو او ګواښونو، نشه‌يي توکو د قاچاق او دغه راز سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی دی. د یادې رسنۍ په خبره، روسیه هڅه کوي چې پر اسلامي امارت د لویدیځ د بندیزونو په اوږدو کې د اقتصادي همکاریو په پياوړتیا او د سولې په ټينګېدو کې خپل رول ولوبوي؛ څو پر دغې ډلې د لویدیځ فشارونه راکم شي. روسي چارواکو داسې مهال کابل ته سفر کړی چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم په کابل کې و. ډيلي ټايمز د افغانستان لپاره د چين د ځانګړي استازي يو شياویونګ اسلام‌اباد او کابل ته د وروستي سفر له مخې راپور ورکړی چې بيجينګ هڅه کوي د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا کمه کړي. نوموړې ورځپاڼې د لیندۍ پر ۶مه د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره یې نوې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړې دي. د راپور په حواله، دغه چینايي ډیپلومات اسلام‌اباد ته تر سفر وروسته په کابل کې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ځينو نورو چارواکو سره لیدنې کړې دي. له دې سره هممهاله، په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې په افغانستان کې د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره خبرې کړې دي. دا به اسلامي امارت ته دا فرصت برابر کړي چې په قوت سره د خپل بهرني سیاست ګټې تعقیب کړي. همدا راز به د چین او روسیې په څیر هېوادونو سره په اقتصادي برخه کې د خپلو فرصتونو له مخې کار وکړي او د سیمې له نورو هېوادونو سره به سیمه ییزې اړیکې، سوداګری او پانګونه پیاوړې کړي. شانګهای سازمان د افغانستان له پاره په ډيپلوماتیکه جبهه کې هم دا فرصت په لاس ورکوي چې د ملګرو ملتونو، OIC او د مشترک المنافع هېوادونو په سازمانونو کې خپل څو اړخیز بهرنی سیاست مخکې یوسي او له چین، روسیې، امریکا او اروپایي ټولنې سره د اړیکو تعادل وساتي.

په شانګهای سازمان کې د افغانستان له پاره شته فرصتونه

که روسیه په رښتیا وغواړي چې شانګهای سازمان ته د افغانستان په ستنولو کې ریښتینې همکاري وکړي، نو له شک پرته هغه نفوذ چې په دغه سازمان کې یې لري، کولای شي مثبته پایله ورکړي او تاجیکستان ته چې ویل کېږي په دې برخه کې ملاحظات لري، له خپل سیاسي نفوذ په استفادې قناعت ورکړي. شانګهای سازمان ته د افغانستان په ستنېدو سره د افغانستان اسلامي امارت کولای شي په دغه سازمان کې له شتون څخه په استفادې خپل رول په سیمه کې بیا تعریف او په نړیواله صحنه کې خپل موقف لوړ بوځي او په دغه سازمان کې خپل ډيپلوماتیک هویت پیاوړی او له جغرافیوي او اقتصادي اهمیت نه په ګټې اخیستنې سره د سیمه‌ییزې همکارۍ له پاره خپل پوتانشیل وښیي. افغانستان له تاریخي لحاظه د خپل جغرافیوي موقعیت له کبله د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د پله حیثیت لري او د شانګهای د همکاریو سازمان کولای شی دا رول لا پیاوړی کړی. دا چې د شانګهای د همکاریو سازمان پر امنیت سربېره په اقتصادي او انکشافي برخو کې هم د اړیکو پراختیا او همکاریو رامنځته کولو له پاره کار کوي، افغانستان کولای شي په دې برخه کې غوره رول ترسره کړي. د شانګهای د همکاریو سازمان د لوېدیځو هېوادونو تر رهبرۍ لاندې سازمانونو( G7 او ناټو) پر وړاندې د توازن ساتنې په موخه رامنځته شوی.

افغانستان د خپلو جغرافیوي موقعیت له مخې د دې ظرفیت لري چې په سیمه کې په یوه سوداګریز مرکز بدل شي. چین د افغانستان په کانونو او طبیعي زېرمو کې پانګونې ته لېوالتیا لري چې د لوګر د عینک د مسو کان د استخراج تړون یې ترلاسه کړی دی. افغانستان د « یوه لاراو یوکمر بند» په برنامه کې چې د چین له خوا عملي کیږي ټاکونکی رول لري. پردې سربېره له پاکستان وروسته افغانستان خپل د اړتیا وړ ډېر توکي له چین څخه واردوي. دا کولای شي د چینایانو پروړاندې د افغانستان اقتصادي او ترانزیتي اهمیت لوړ کړي او د دې لامل شي چې په دغه سازمان کې د افغانستان د حضور په اړه چین همکاري هم وکړي. همدا راز افغانستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره هم اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي چې د بېلګې په توګه کولای شو د کاسا ۱۰۰۰ پروژه( د آسیا سویل ته د منځنۍ آسیا د هېوادونو د انرژۍ لیږد)، تاپي او ټاپ( افغانستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا انتقال) پروژو څخه یادونه وکړو. افغانستان همدا راز هڅه کوي چې له تاجیکستان، ترکمنستان او ایران سره د ریل پټلۍ جوړه کړي چې دا کولای شي افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت له اړخه د آسیا د مرکزي، سویلي او لویدځې آسیا د اتصال په مرکز بدل کړي.

پایله

شانګهای سازمان په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته دغه هېواد له پامه وغورځاوه، ځکه له لویدیځ او په تېره بیا امریکا او ناټو سره د اسلامي امارت اړیکي د کابل د تېرې ادارې په پرتله نږدې نه وې. هغه وخت چې افغانستان له لویدځو هېوادونو او سازمانونو سره د نږدې کېدو په موخه هڅې ګړندۍ کړې وې، نو شانګهای په افغانستان کې د لویدیځ د نفوذ د پیاوړتیا له وېرې د افغانستان له پاره د تماس ډله جوړه او دا هېواد یې د ناظر غړي په توګه وپیژانده، خو اوس چې د لویدیځ لاس لنډ شوی، نو شانګهای هم افغانستان له پامه غورځولی او له درېیو کلونو را په دېخوا لاهم د دغه سازمان غړي هېوادونه نه دي توانیدلي چې د افغانستان په اړه یوه خوله شي. اوس که روسیه رښتیا هم شانګهای ته د افغانستان د بیا ستنېدو لارې چارې ولټوي، نو په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امارت له پاره یوه لاسته راوړنه بلل کېدای شي، ځکه په دې سره به افغانستان ته د شانګهای د سیالو سازمانونو پاملرنه هم واوړي او اسلامي امارت کولای شي له دې باالقوه فرصتونو څخه په نړیوال ستیج کې د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي. پردې سربېره په اقتصادي برخه کې هم شانګهای سازمان د افغانستان او افغانستان د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له ګڼ اقتصادي فرصتونه لري. چین چې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري د بل هر وخت په پرتله اوس چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی غوره فرصت دی. همدا راز د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره په بیلابېلو برخو کې د افغانستان د مشارکت له پاره ښه زمینه برابره شوې ده چې افغانستان او د شانګهای سازمان نور غړي هېوادونه باید ترې سمه ګټه پورته کړي.