د اوبو نړیوال کنفرانس: موخې، ګټې او د اسلامي امارت فعالیتونه

زاهد
اوبه د بشري ټولنې د بقا له پاره ډېرې مهمې دي. اوبه د بشري ټولنې په کرنیز او صنعتي پرمختګ کې مهم رول لوبوي. نن ورځ د اوبو مدیریت او د اوبو امنیت نړیوالې موضوعاګانې دي او د یو لړ ستونزو له امله یې د ګڼو هېوادونو توجه جلب کړې ده.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو د مدیریت، له اوبو څخه د استفادې، د اوبو اړوند ننګونو او نورو موضوعاتو په اړه د اوبو نړیوال کنفرانس جوړ شوی و چې کورنیو او بهرنیو څېړونکو او متخصصینو په کې خپلې مقالې ولوستلې. په کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو مسوولینو هم ګډون کړی وو او د اوبو د مدیریت او له اوبو څخه د سالمې استفادې په اړه يې خپل نظرونه شریک کړل.
په دې مقاله کې په لنډ ډول د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس په موخو، ګټو، د ځینو ویناوالو خبرې او د اوبو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته کتنه شوې ده.
د اوبو نړیوال کنفرانس موخې:
د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه پېل او په نهمه نېټه پای ته ورسېد. یاد کنفرانس ته چې له تېر شاوخوا یو کال راهیسې چمتووالی روان و، په ښه شکل پای ته ورسېد. دغه کنفرانس په کابل کې د لويې جرګې په تالار کې جوړ شوی و چې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسوولینو هم په کې ویناوې وکړې.
په دغه کنفرانس کې د هېواد له بېلابېلو امارتي او خصوصي پوهنتونونو څخه لسګونو څېړونکو او د اوبو برخې متخصصینو خپلې مقالې وړاندې کړې. دغه راز، د انګلستان، ترکيې، روسیې، امریکا، سریلانکا، چک او نورو هېوادونو ګڼو بهرنیو څېړونکو او د اوبو برخې متخصصینو ګډون کړی وو. په دغه درې ورځني کنفرانس کې د اوبو اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه ټولې ۱۳۵ مقالې وړاندې شوې چې ۳۵ يې د بهرنیو څېړونکو او متخصصینو له لوري په انلاین او حضوري ډول ګډونوالو ته وړاندې شوې.
د کورنیو او بهرنیو څېړونکو او متخصصینو له لوري په افغانستان کې د اوبو اړوند شته ستونزو، ننګونو او خطرونو ته د رسېدنې په برخه کې د سیمې او نړۍ همکاري راجلبول، د علمي څېړنو، طرحو او پالیسیو جوړول او د عملي کولو په پار يې له سکټوري ادارو سره شریکول د کنفرانس مهمې موخې وې. د دې تر څنګ، د متخصصینو، څېړونکو، پالیسي جوړوونکو له پاره د داسې یو پلټفارم جوړول چې هغوی په کې خپله پوهه، د څېړنو موندنې او د اوبو د مسلو په اړه خپل نظریات شریک کړي.
د پولي تخنیک پوهنتون له لوريد مقالو د لنډیز په خپاره شوي کتاب کې د کنفرانس بله مهمه موخه د حکومتي مسوولینو، غېر حکومتي ادارو، پوهانو، د صنعت برخې متخصصینو او د ټولنې د رهبرانو تر منځ د اړیکې جوړول او همکاري رامنځته کول و. ظرفیت لوړونه، عامه پوهاوی، نړیواله همکاري او د څېړنې پرمختګ د کنفرانس ځینې نورې موخې ښودل شوې وې.
د اوبو نړیوال کنفرانس کې څېړونکو او متخصصینو د اسلام له نظره د اوبو ساتنې او ارزښت، د اوبو د مدیریت او ننګونو، چاپېریال ککړتیا، اقلیمي بدلون، د اوبو رسونې شبکو جوړولو او ګڼو نورو موضوعاتو او ستونزو په اړه خپلې مقالې او نظریات وړاندې کړل. تر ځمکې لاندې اوبو کچې کمښت، اقلیمي بدلون او یو شمېر نورو ستونزو په افغانستان کې کرنه اغېزمنه کړې او هېوادوال يې په ځینو سیمو کې کډوالۍ ته اړ کړي دي.
په کنفرانس کې څېړونکو او متخصصینو د پورته یادو شویو موضوعاتو او ستونزو په اړه خپل علمي نظریات او طرحې شریکې کړې. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث نداء محمد ندیم په وینا، په کنفرانس کې وړاندې شوي نظریات او طرحې به د اسلامي امارت له سکټوري ادارو سره شریکې کړي. دا ډېره مهمه ده چې د اسلامي امارت اړوند مسوولین د اوبو نړیوال کنفرانس کې وړاندې شویو نظریاتو او طرحو ته په خپلو پالیسیو او راتلونکو پلانونو کې ځای ورکړي. په دې سره به په افغانستان کې د اوبو مدیریت، کرنې او اقلیمي بدلون برخه کې شته ستونزې حل شي.
په کنفرانس کې له ګڼو هېوادونو څخه د پوهنتونونو استادان راغلي وو چې د افغانستان او بهرنیو هېوادونو د پوهنتونونو د استادانو تر منځ د اړیکو جوړولو او نظریاتو شریکولو یو ښه فرصت و. دغه راز، یاد کنفرانس د نړیوالې همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو او پراخولو له پاره هم ښه زمینه برابره کړه.
د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسوولینو ګډون:
په کنفرانس کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر او د یو شمېر وزارتونو مرستیالانو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپله وینا کې وویل، اسلام موږ ته له اوبو سره د سم چلند سپارښتنه کوي او له نړۍ سره د سیالۍ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقوقو د خوندي کولو له پاره د اوبو مسلکي مدیریت مهم او ملي مکلفیت دی. محترم ملا صاحب وویل، په افغانستان کې د بېلابېلو عواملو له امله له اوبو سره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی او د ټولو مسوولیت دی چې له هرې ممکنه لارې او امکاناتو څخه په استفادې د اوبو د مدیریت له پاره اساسي ګامونه واخلو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث نداء محمد ندیم وویل، د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د سترو او مهمو مسایلو په تړاو ملي او نړیوال کنفرانسونه جوړ کړي او دا لړۍ به دوام ولري. سرپرست وزیر له استادانو او متخصصینو وغوښتل چې د اوبو ښه مدیریت، وچکالۍ، سیلابونو او اقلیمي بدلونونو له امله راولاړو شویو ستونزو پر وړاندې د مبارزې له پار څېړنې وکړي او د عملي کولو په موخه يې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر مولوي محمد یونس اخوندزاده په خپلو خبرو کې د اوبو نړیوال کنفرانس خورا مهم وباله او ويې ویل چې د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن اخوندزاده وویل، اسلامي امارت د اوبو مدیریت ته ډېر کار او پاملرنه کړې. هغه د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې اوبه سیاسي نه کړي، ځکه دا یوه بشري موضوع ده او د ژوند بقا تضمینوي.
د اوبو مدیریت له پاره د ا.ا. هڅې:
اسلامي امارت د هېواد د اوبو د مدیریت له پاره ډېرې هڅې کړې دي. د اوبو او برېښنا د بندونو جوړولو، کانالونو ایستلو او چکډیمونو په جوړولو سره يې د هېواد ډېرې اوبو مدیریت کړې دي.
سږ کال په کابل کې د شاه او عروس او په زابل کې عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د دې تر څنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بندونو د رغونې چارې روانې دي. د قوش تېپې ملي کانال او لغمان شاهي کانال چارې هم روانې دي او د هېواد په ډېرو ولسوالیو کې د واورو او باران اوبو د کنټرول له پاره چکډیمونه جوړ شوي دي او یو شمېر يې تر کار لاندې دي.
د اوبو نړیوال کنفرانس چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې جوړ شوی و، د کورنیو او بهرنیو څېړونکو او متخصصینو له لوري په کې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو لسګونه مقالې وړاندې شوې. کنفرانس د اوبو په برخه کې د شته ستونزو په اړه جوړ شوی و چې د اسلامي امارت لوړ پوړو مشرانو په کې ویناوې وکړې.
کنفرانس کې د وړاندې شویو نظریاتو او طرحو په اړه ژمنه وشوه چې هغه به د اسلامي امارت اړوند سکټوري ادارو سره شریک شي. په کار ده چې د اوبو د مدیریت او نورو موضوعاتو اړوند وړاندې شویو سالمو نظریاتو او طرحو ته د اسلامي امارت په پالیسۍ او راتلونکو پلانونو کې ځای ورکړل شي.